വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة

പേജ് നമ്പർ:close

external-link copy
43 : 16

وَمَاۤ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ اِلَّا رِجَالًا نُّوْحِیْۤ اِلَیْهِمْ فَسْـَٔلُوْۤا اَهْلَ الذِّكْرِ اِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ ۟ۙ

او نه دي لیږلي موږ ستا نه مخکې مګر سړي (پېغمبران) چې وحي مو ورته کوله، نو پوښتنه وکړئ د علم والاو نه که چیرته تاسي نه پوهیږئ. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 16

بِالْبَیِّنٰتِ وَالزُّبُرِ ؕ— وَاَنْزَلْنَاۤ اِلَیْكَ الذِّكْرَ لِتُبَیِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ اِلَیْهِمْ وَلَعَلَّهُمْ یَتَفَكَّرُوْنَ ۟

هغوى مو هم له ښكاره نښانو او كتابونو سره لېږلي وو، او تاته مو دغه ذكر (قرآن) درنازل كړ چې هغه څه ورته بيان كړې چې دوى لپاره نازل شوي او تر څو دوى خپله هم څه فكر وكړي. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 16

اَفَاَمِنَ الَّذِیْنَ مَكَرُوا السَّیِّاٰتِ اَنْ یَّخْسِفَ اللّٰهُ بِهِمُ الْاَرْضَ اَوْ یَاْتِیَهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَیْثُ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟ۙ

آيا هغه خلک چې ناوړه چلونه جوړوي، له دې بې غمه دي چې الله به يې په ځمكه ښخ كړي؟ يا به له كوم داسې لوري عذاب پرې راشي چې دوى پوه هم نه شي. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 16

اَوْ یَاْخُذَهُمْ فِیْ تَقَلُّبِهِمْ فَمَا هُمْ بِمُعْجِزِیْنَ ۟ۙ

يا به يې هسې ګرځېدو راګرځېدو كې ګير كړي، بيا به دوى عاجزونكي نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 16

اَوْ یَاْخُذَهُمْ عَلٰی تَخَوُّفٍ ؕ— فَاِنَّ رَبَّكُمْ لَرَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ ۟

يا به يې په وېره كې ونيسي، په يقين سره ستا رب ډېر مهربان لوروونکی دى. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 16

اَوَلَمْ یَرَوْا اِلٰی مَا خَلَقَ اللّٰهُ مِنْ شَیْءٍ یَّتَفَیَّؤُا ظِلٰلُهٗ عَنِ الْیَمِیْنِ وَالشَّمَآىِٕلِ سُجَّدًا لِّلّٰهِ وَهُمْ دٰخِرُوْنَ ۟

اّيا دوى د الله كوم پيدا كړى شى هم نه ويني چې څنګه يې سيورى له ښۍ او كيڼې خوا الله ته په سجده كولو پرېوځي؟ حال دا چې (ټول) عاجزي كوونكي دي. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 16

وَلِلّٰهِ یَسْجُدُ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ مِنْ دَآبَّةٍ وَّالْمَلٰٓىِٕكَةُ وَهُمْ لَا یَسْتَكْبِرُوْنَ ۟

او هماغه الله ته سجدې كوي څه چې په آسمانونو او ځمكه كې دي له خوځېدونكو حيواناتو او ملايكو پورې په داسې حال كې چې دوى (هېڅ) لويي نه كوي. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 16

یَخَافُوْنَ رَبَّهُمْ مِّنْ فَوْقِهِمْ وَیَفْعَلُوْنَ مَا یُؤْمَرُوْنَ ۟

دپاسه يې خپل رب نه وېريږي او څه چې ورته امر كيږي ترسره كوي يې. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 16

وَقَالَ اللّٰهُ لَا تَتَّخِذُوْۤا اِلٰهَیْنِ اثْنَیْنِ ۚ— اِنَّمَا هُوَ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ ۚ— فَاِیَّایَ فَارْهَبُوْنِ ۟

او الله وايي چې دوه معبودان مه نيسئ، بې شكه چې هماغه يو معبود دى، نو يوازې مانه ووېرېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 16

وَلَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَلَهُ الدِّیْنُ وَاصِبًا ؕ— اَفَغَیْرَ اللّٰهِ تَتَّقُوْنَ ۟

او هماغه لره دي څه چې په آسمانوو كې دي او څه چې په ځمكه كې دي، او دين (تسليمي) سوچه هماغه لره ده، نو آيا پرته له الله بل چانه وېره كوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
53 : 16

وَمَا بِكُمْ مِّنْ نِّعْمَةٍ فَمِنَ اللّٰهِ ثُمَّ اِذَا مَسَّكُمُ الضُّرُّ فَاِلَیْهِ تَجْـَٔرُوْنَ ۟ۚ

او په تاسي چې كومه لورينه (نعمت) ده هم د الله له لوري ده او بيا چې څه كړاو درته رسي هم هغه ته زارۍ كوئ. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 16

ثُمَّ اِذَا كَشَفَ الضُّرَّ عَنْكُمْ اِذَا فَرِیْقٌ مِّنْكُمْ بِرَبِّهِمْ یُشْرِكُوْنَ ۟ۙ

خو بيا چې هغه كړاو درنه لرې كړي، يو دم ستاسو څه خلک خپل رب سره شريكان نيسي. info
التفاسير: