വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة

പേജ് നമ്പർ:close

external-link copy
35 : 16

وَقَالَ الَّذِیْنَ اَشْرَكُوْا لَوْ شَآءَ اللّٰهُ مَا عَبَدْنَا مِنْ دُوْنِهٖ مِنْ شَیْءٍ نَّحْنُ وَلَاۤ اٰبَآؤُنَا وَلَا حَرَّمْنَا مِنْ دُوْنِهٖ مِنْ شَیْءٍ ؕ— كَذٰلِكَ فَعَلَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ۚ— فَهَلْ عَلَی الرُّسُلِ اِلَّا الْبَلٰغُ الْمُبِیْنُ ۟

او چا چې شرک كړى وايي چې كه الله نه واى غوښتي نه به موږ له هغه پرته څه شى لمانځلی و، نه زموږ پلرونو او نه به مو د هغه له حكمه پرته كوم شى حرام كړى و، له دوى مخكنيو هم دغه شان كول، نو آيا په رسولانو باندې پرته له ښكاره تبليغه نور څه شته؟ info
التفاسير:

external-link copy
36 : 16

وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِیْ كُلِّ اُمَّةٍ رَّسُوْلًا اَنِ اعْبُدُوا اللّٰهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوْتَ ۚ— فَمِنْهُمْ مَّنْ هَدَی اللّٰهُ وَمِنْهُمْ مَّنْ حَقَّتْ عَلَیْهِ الضَّلٰلَةُ ؕ— فَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَانْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِیْنَ ۟

او موږ هر ولس ته يو رسول ولېږه چې الله ولمانځئ او له باطلو معبودانو ځان وساتئ، نو بيا له هغو نه چاته الله سمه لار وښوده، او ځينى يې هغه و چې بې لاريتوب پرې مسلط شو، نو وګرځئ په ځمكه كې او وګورئ چې د دروغ ګڼونكو انجام څنګه شو؟ info
التفاسير:

external-link copy
37 : 16

اِنْ تَحْرِصْ عَلٰی هُدٰىهُمْ فَاِنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِیْ مَنْ یُّضِلُّ وَمَا لَهُمْ مِّنْ نّٰصِرِیْنَ ۟

كه ته د هغوى لار موندنې ته (هر څومره) حرص هم كوې خو الله هغه چاته هدايت نه كوي چې بې لارې كوي يې، او هغوى لره به څوک مرستندوى نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 16

وَاَقْسَمُوْا بِاللّٰهِ جَهْدَ اَیْمَانِهِمْ ۙ— لَا یَبْعَثُ اللّٰهُ مَنْ یَّمُوْتُ ؕ— بَلٰی وَعْدًا عَلَیْهِ حَقًّا وَّلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟ۙ

او دوى په الله كلک كلک قسمونه وكړل چې بيا به الله هغه يو هم راژوندى نه كړي چې مړ كيږي، ولې نه، دا خو يوه ژمنه ده چې هغه پر ځان منلې، خو زياتره خلک نه پوهيږي. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 16

لِیُبَیِّنَ لَهُمُ الَّذِیْ یَخْتَلِفُوْنَ فِیْهِ وَلِیَعْلَمَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اَنَّهُمْ كَانُوْا كٰذِبِیْنَ ۟

دې لپاره چې الله هغه څه ورته څرګند كړي چې دوى پكې اختلاف كوي، او كافرانو ته معلومه شي چې بې شكه دوى دروغجن وو. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 16

اِنَّمَا قَوْلُنَا لِشَیْءٍ اِذَاۤ اَرَدْنٰهُ اَنْ نَّقُوْلَ لَهٗ كُنْ فَیَكُوْنُ ۟۠

زموږ وينا خو چې كله د يو شي اراده وكړو، بس چې ورته وايو: شه نو هغه كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 16

وَالَّذِیْنَ هَاجَرُوْا فِی اللّٰهِ مِنْ بَعْدِ مَا ظُلِمُوْا لَنُبَوِّئَنَّهُمْ فِی الدُّنْیَا حَسَنَةً ؕ— وَلَاَجْرُ الْاٰخِرَةِ اَكْبَرُ ۘ— لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ ۟ۙ

او هغوى چې د الله په لار كې هجرت كړى وروسته له هغه چې ظلم ورباندې شوى، نو خامخا به دنيا كې هم ښه ځاى وركړو او د آخرت بدله خو ډېره لويه ده، كه چېري دوى پوهېدلاى. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 16

الَّذِیْنَ صَبَرُوْا وَعَلٰی رَبِّهِمْ یَتَوَكَّلُوْنَ ۟

هغوى چې صبر يې كړى او په خپل رب بروسه كوي. info
التفاسير: