വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة

പേജ് നമ്പർ:close

external-link copy
29 : 11

وَیٰقَوْمِ لَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مَالًا ؕ— اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلَی اللّٰهِ وَمَاۤ اَنَا بِطَارِدِ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا ؕ— اِنَّهُمْ مُّلٰقُوْا رَبِّهِمْ وَلٰكِنِّیْۤ اَرٰىكُمْ قَوْمًا تَجْهَلُوْنَ ۟

او ای زما قومه! په دې خبره خو له تاسو څه مال نه غواړم، زما اجر له الله پرته، په بل چا نشته او نه زه د هغو كسانو شړونكى يم چې ايمان يې راوړى، هغوى له خپل رب سره مخامخ کېدونكي دي، خو زه تاسو ګورم چې جهالت كوئ. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 11

وَیٰقَوْمِ مَنْ یَّنْصُرُنِیْ مِنَ اللّٰهِ اِنْ طَرَدْتُّهُمْ ؕ— اَفَلَا تَذَكَّرُوْنَ ۟

او اى قومه! كه زه دغه خلک وشړم نو د الله له نيونې څخه به ما څوک وژغوري؟ نو آیا پند نه اخلئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
31 : 11

وَلَاۤ اَقُوْلُ لَكُمْ عِنْدِیْ خَزَآىِٕنُ اللّٰهِ وَلَاۤ اَعْلَمُ الْغَیْبَ وَلَاۤ اَقُوْلُ اِنِّیْ مَلَكٌ وَّلَاۤ اَقُوْلُ لِلَّذِیْنَ تَزْدَرِیْۤ اَعْیُنُكُمْ لَنْ یُّؤْتِیَهُمُ اللّٰهُ خَیْرًا ؕ— اَللّٰهُ اَعْلَمُ بِمَا فِیْۤ اَنْفُسِهِمْ ۖۚ— اِنِّیْۤ اِذًا لَّمِنَ الظّٰلِمِیْنَ ۟

او زه تاسي ته نه وايم چې له ما سره د الله خزانې دي، نه دا وايم چې زه د غېبو علم لرم ، نه دا دعوه كوم چې زه پرښته يم، او زه دا هم نشم ويلى چې كوم خلک ستاسو په سترګو سپک ښکاري هغوی ته به الله كومه ښېګڼه ورنكړي، د هغو د نفسونو پر حالت الله ډېر ښه پوهېږي كه زه داسې ووايم نو ظالم به يم. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 11

قَالُوْا یٰنُوْحُ قَدْ جَادَلْتَنَا فَاَكْثَرْتَ جِدَالَنَا فَاْتِنَا بِمَا تَعِدُنَاۤ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟

هغوى وويل: اى نوحه! تا له موږ سره جګړه وكړه او ډېره جګړه دې وكړه، نو اوس هغه (عذاب) راوله چې ته يې اخطار راكوې، كه رښتونى يې. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 11

قَالَ اِنَّمَا یَاْتِیْكُمْ بِهِ اللّٰهُ اِنْ شَآءَ وَمَاۤ اَنْتُمْ بِمُعْجِزِیْنَ ۟

نو هغه ځواب وركړ: هغه خو به الله درته راولي، كه خوښه يې شي، او تاسو يې عاجزونكي نه ياست. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 11

وَلَا یَنْفَعُكُمْ نُصْحِیْۤ اِنْ اَرَدْتُّ اَنْ اَنْصَحَ لَكُمْ اِنْ كَانَ اللّٰهُ یُرِیْدُ اَنْ یُّغْوِیَكُمْ ؕ— هُوَ رَبُّكُمْ ۫— وَاِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟ؕ

او زما نصيحت څه ګټه نه در رسوي كه څه خير ښېګڼه مو وغواړم، كله چې الله ستاسو بې لارېتوب وغواړي، هماغه مو رب دى او هماغه ته به ورګرځولى شئ. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 11

اَمْ یَقُوْلُوْنَ افْتَرٰىهُ ؕ— قُلْ اِنِ افْتَرَیْتُهٗ فَعَلَیَّ اِجْرَامِیْ وَاَنَا بَرِیْٓءٌ مِّمَّا تُجْرِمُوْنَ ۟۠

آيا دوى وايي چې له ځانه يې دروغ جوړ كړي؟ ورته ووايه: كه له ځانه مې دروغ جوړ كړي وي نو د دې جرم ذمه وارى خپله پر ما ده، اوكوم جرم چې تاسو كوئ زه ترې بېزار يم. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 11

وَاُوْحِیَ اِلٰی نُوْحٍ اَنَّهٗ لَنْ یُّؤْمِنَ مِنْ قَوْمِكَ اِلَّا مَنْ قَدْ اٰمَنَ فَلَا تَبْتَىِٕسْ بِمَا كَانُوْا یَفْعَلُوْنَ ۟ۚ

نوح علیه السلام ته وحي وشوه چې ستا له قوم نه چې كومو خلكو ايمان راوړ هغو راوړ، نور نو كوم منونكى نشته، د هغو پر كړو وړو غمجن كېدل پرېږده. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 11

وَاصْنَعِ الْفُلْكَ بِاَعْیُنِنَا وَوَحْیِنَا وَلَا تُخَاطِبْنِیْ فِی الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا ۚ— اِنَّهُمْ مُّغْرَقُوْنَ ۟

او زموږ تر څارنې او لارښوونې لاندې بېړۍ جوړوه او چا چې ظلم كړى د هغوی په اړه سپارښتنه مه راته كوه هغوى خامخا ډوبېدونكي دي. info
التفاسير: