വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة

പേജ് നമ്പർ:close

external-link copy
109 : 11

فَلَا تَكُ فِیْ مِرْیَةٍ مِّمَّا یَعْبُدُ هٰۤؤُلَآءِ ؕ— مَا یَعْبُدُوْنَ اِلَّا كَمَا یَعْبُدُ اٰبَآؤُهُمْ مِّنْ قَبْلُ ؕ— وَاِنَّا لَمُوَفُّوْهُمْ نَصِیْبَهُمْ غَیْرَ مَنْقُوْصٍ ۟۠

نو ته د هغه څه په اړه شک كې مه لوېږه چې دا خلک يې عبادت کوي، دوى یوازې هماغسې عبادت كوي لكه چې مخكې يې پلرونو كولو او بې شکه موږ پرته له څه نيمګړتيا د هغوى د برخې پوره وركوونكي يو. info
التفاسير:

external-link copy
110 : 11

وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ فَاخْتُلِفَ فِیْهِ ؕ— وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَّبِّكَ لَقُضِیَ بَیْنَهُمْ ؕ— وَاِنَّهُمْ لَفِیْ شَكٍّ مِّنْهُ مُرِیْبٍ ۟

او بې شكه موسى (علیه السلام) ته مو كتاب وركړى و خو په هغه كې هم اختلاف وشو او كه ستا د رب له خوا مخكې يوه خبره نه وى شوې نو (اوس) به يې ترمنځ پرېکړه شوې وه، او بې شکه دوى د هغه په اړه په پرېشانوونكي شک كې دي. info
التفاسير:

external-link copy
111 : 11

وَاِنَّ كُلًّا لَّمَّا لَیُوَفِّیَنَّهُمْ رَبُّكَ اَعْمَالَهُمْ ؕ— اِنَّهٗ بِمَا یَعْمَلُوْنَ خَبِیْرٌ ۟

او بې شكه ستا رب به دوى ټولو ته خپلې پوره بدلې وركړي، يقيناً هغه د دوى په كړو وړو ښه خبر دى. info
التفاسير:

external-link copy
112 : 11

فَاسْتَقِمْ كَمَاۤ اُمِرْتَ وَمَنْ تَابَ مَعَكَ وَلَا تَطْغَوْا ؕ— اِنَّهٗ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ ۟

نو ته او تا سره چې چا توبه اېستلې په هماغه لاره ټينګ اونېغ اوسئ څنګه چې درته امر شوى او سرکښي مه کوئ، بې شكه هغه ستاسو په كړو وړو ليدونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
113 : 11

وَلَا تَرْكَنُوْۤا اِلَی الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ ۙ— وَمَا لَكُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ مِنْ اَوْلِیَآءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُوْنَ ۟

او هغو خلكو ته مه ور كږېږئ چې ظلم يې كړې، بيا به اور در ورسي، او نه به وي تاسو ته له الله پرته دوستان، بیا به درسره مرسته ونشي. info
التفاسير:

external-link copy
114 : 11

وَاَقِمِ الصَّلٰوةَ طَرَفَیِ النَّهَارِ وَزُلَفًا مِّنَ الَّیْلِ ؕ— اِنَّ الْحَسَنٰتِ یُذْهِبْنَ السَّیِّاٰتِ ؕ— ذٰلِكَ ذِكْرٰی لِلذّٰكِرِیْنَ ۟ۚ

او د ورځې دواړو خواو او د شپې څه شېبو كې لمونځ ترسره كوه بې شکه نيكي بدي له منځه وړي، دا پند اخيستونكو لپاره يوه يادونه ده. info
التفاسير:

external-link copy
115 : 11

وَاصْبِرْ فَاِنَّ اللّٰهَ لَا یُضِیْعُ اَجْرَ الْمُحْسِنِیْنَ ۟

او صبر كوه، ځكه چې بې شکه الله د نيكي كوونكو اجر نه ضايع كوي. info
التفاسير:

external-link copy
116 : 11

فَلَوْلَا كَانَ مِنَ الْقُرُوْنِ مِنْ قَبْلِكُمْ اُولُوْا بَقِیَّةٍ یَّنْهَوْنَ عَنِ الْفَسَادِ فِی الْاَرْضِ اِلَّا قَلِیْلًا مِّمَّنْ اَنْجَیْنَا مِنْهُمْ ۚ— وَاتَّبَعَ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مَاۤ اُتْرِفُوْا فِیْهِ وَكَانُوْا مُجْرِمِیْنَ ۟

نو ولې تاسو نه مخكې قومونو كې داسې د خير خلک موجود نه شول چې په ځمكه كې يې له فساده منع كړي وى، پرته له هغو لږو كسانو چې هغوى مو ترې وژغورل، او هغه چې ظالمان وو نو په هغو خوندونو پسې شول چې دوى پكې سوكاله شوي وو، او دوی مجرمان وو. info
التفاسير:

external-link copy
117 : 11

وَمَا كَانَ رَبُّكَ لِیُهْلِكَ الْقُرٰی بِظُلْمٍ وَّاَهْلُهَا مُصْلِحُوْنَ ۟

او ستا رب داسې نه دى چې په ظلم سره كلي تباه كړي حال دا چې اوسېدونكي يې سمون راوستونكي وي. info
التفاسير: