വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - അൽ മുഖ്തസ്വർ ഫീ തഫ്സീറിൽ ഖുർആനിൽ കരീം (പഷ്തു വിവർത്തനം).

പേജ് നമ്പർ:close

external-link copy
77 : 56

اِنَّهٗ لَقُرْاٰنٌ كَرِیْمٌ ۟ۙ

پرته له شکه ای خلکو! پر تاسو لوستل شوی قران يو عزتمن قرآن دی، ځکه په هغو کې لويې ګټې دي. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 56

فِیْ كِتٰبٍ مَّكْنُوْنٍ ۟ۙ

د خلکو له سترګو په ساتل شوي کتاب کې دی، چې هغه لوح محفوظ دی. info
التفاسير:

external-link copy
79 : 56

لَّا یَمَسُّهٗۤ اِلَّا الْمُطَهَّرُوْنَ ۟ؕ

هغه ته له ګناهونو او عيبونو پاکو پرېښتو پرته بل څوک لاس نه ور وړي. info
التفاسير:

external-link copy
80 : 56

تَنْزِیْلٌ مِّنْ رَّبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟

د مخلوقاتو د پالونکي له لوري پر نبي محمد صلی الله عليه وسلم نازل شوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
81 : 56

اَفَبِهٰذَا الْحَدِیْثِ اَنْتُمْ مُّدْهِنُوْنَ ۟ۙ

نو آيا اې مشرکانو! تاسو د دغې خبرې درواغ ګڼونکي ياست رېښتيني ګڼونکي يې نه ياست؟! info
التفاسير:

external-link copy
82 : 56

وَتَجْعَلُوْنَ رِزْقَكُمْ اَنَّكُمْ تُكَذِّبُوْنَ ۟

او له الله سره په هغه څه کې شرک کول چې هغه تاسو ته کوم نعمتونه دررکړي پرته له شکه تاسې هغه درواغجن ګڼئ، چې باران د نوء په نوم ستوري ته يې منسوبو، نو وايي: پر موږ د فلاني ستوري له امله واورېدل او يا فلاني ستوري له امله. info
التفاسير:

external-link copy
83 : 56

فَلَوْلَاۤ اِذَا بَلَغَتِ الْحُلْقُوْمَ ۟ۙ

نو ولې هغه وخت چې روح مرۍ ته ورسيږي. info
التفاسير:

external-link copy
84 : 56

وَاَنْتُمْ حِیْنَىِٕذٍ تَنْظُرُوْنَ ۟ۙ

او په دغه وخت کې تاسو په خپلو مخونو کې حاضر کړل شوی وينئ. info
التفاسير:

external-link copy
85 : 56

وَنَحْنُ اَقْرَبُ اِلَیْهِ مِنْكُمْ وَلٰكِنْ لَّا تُبْصِرُوْنَ ۟

او موږ د خپلې پوهې، خپل ځواک او خپلو پرېښتو له اړخه ستاسو مړي ته له تاسو زيات ور نېږدې يو، خو تاسو دغه پرېښتې نه وينئ. info
التفاسير:

external-link copy
86 : 56

فَلَوْلَاۤ اِنْ كُنْتُمْ غَیْرَ مَدِیْنِیْنَ ۟ۙ

نو که تاسو ګومان کوئ چې د خپلو کړنو د بدلې لپاره به نه را پاڅول کېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
87 : 56

تَرْجِعُوْنَهَاۤ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

دغه روح چې ستاسو له مړي څخه وزي ولې نه راستنوئ که تاسې رېښتيني ياست؟! او تاسې دا نه شئ کولای. info
التفاسير:

external-link copy
88 : 56

فَاَمَّاۤ اِنْ كَانَ مِنَ الْمُقَرَّبِیْنَ ۟ۙ

نو که هغه مړی ښېګڼو ته له مخکې کېدونکو څخه وي. info
التفاسير:

external-link copy
89 : 56

فَرَوْحٌ وَّرَیْحَانٌ ۙ۬— وَّجَنَّتُ نَعِیْمٍ ۟

نو هغه لره به داسې هوسايي چې له هغه وروسته به ستړيا نه وي، ښه روزي، لورېينه، او هغه لره داسې جنت وي چې په هغه څه به خوندونه اخلي چې زړه يې غواړي. info
التفاسير:

external-link copy
90 : 56

وَاَمَّاۤ اِنْ كَانَ مِنْ اَصْحٰبِ الْیَمِیْنِ ۟ۙ

او که هغه مړی د ښي لاس خلکو څخه وي؛ نو پر حالت يې مه خپه کېږه، هغوی لره سلامتي او امن دی. info
التفاسير:

external-link copy
91 : 56

فَسَلٰمٌ لَّكَ مِنْ اَصْحٰبِ الْیَمِیْنِ ۟

او که هغه مړی د ښي لاس خلکو څخه وي؛ نو پر حالت يې مه خپه کېږه، هغوی لره سلامتي او امن دی. info
التفاسير:

external-link copy
92 : 56

وَاَمَّاۤ اِنْ كَانَ مِنَ الْمُكَذِّبِیْنَ الضَّآلِّیْنَ ۟ۙ

او که هغه مړی د هغه څه له درواغ ګڼونکو څخه وي چې رسول صلی الله عليه وسلم ورسره راغلی له نېغې لارې څخه لار ورکی وي. info
التفاسير:

external-link copy
93 : 56

فَنُزُلٌ مِّنْ حَمِیْمٍ ۟ۙ

نو د هغه مېلمستيا چې هرکلی به يې پرې کيږي سختې ګرمې اوبه به وي. info
التفاسير:

external-link copy
94 : 56

وَّتَصْلِیَةُ جَحِیْمٍ ۟

او هغه لره به د دوزخ په اور سوزول وي. info
التفاسير:

external-link copy
95 : 56

اِنَّ هٰذَا لَهُوَ حَقُّ الْیَقِیْنِ ۟ۚ

ای رسوله! دغه څه چې موږ يې کيسه درته بيان کړه، هرومرو داسې باوري حق دی چې هيڅ شک پکې نشته. info
التفاسير:

external-link copy
96 : 56

فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِیْمِ ۟۠

نو د خپل لوی پالونکي په نوم دې پاکي بيانوه، او له عيبونو يې پاکي بيانوه. info
التفاسير:
ഈ പേജിലെ ആയത്തുകളിൽ നിന്നുള്ള പാഠങ്ങൾ:
• شدة سكرات الموت وعجز الإنسان عن دفعها.
د مرګ د سلګيو سختوالی او د انسان د هغو له مخنيوي څخه بې وسي. info

• الأصل أن البشر لا يرون الملائكة إلا إن أراد الله لحكمة.
اصل دادی چې انسان پرېښتې نه شي ليدلای مګر دا چې الله د کوم حکمت له مخې وغواړي. info

• أسماء الله (الأول، الآخر، الظاهر، الباطن) تقتضي تعظيم الله ومراقبته في الأعمال الظاهرة والباطنة.
د الله نومونه (الاول، الآخر، الظاهر، الباطن) د الله د درناوي او په ښکاره او پټو کړنو کې د هغه د څارنې غوښتنه کوي. info