വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - അൽ മുഖ്തസ്വർ ഫീ തഫ്സീറിൽ ഖുർആനിൽ കരീം (പഷ്തു വിവർത്തനം).

പേജ് നമ്പർ:close

external-link copy
17 : 56

یَطُوْفُ عَلَیْهِمْ وِلْدَانٌ مُّخَلَّدُوْنَ ۟ۙ

پر هغوی به د خدمت لپاره يې داسې هلکان تاويږي چې زوړوالی او پای ته رسېدل به نه ورته رسيږي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 56

بِاَكْوَابٍ وَّاَبَارِیْقَ ۙ۬— وَكَاْسٍ مِّنْ مَّعِیْنٍ ۟ۙ

پر هغوی به له داسې ګيلاسونو سره تاويږي چې لاستي نه لري او له داسې کوزو سره چې لاستي به لري، او د داسې روانو شرابو له پیالو سره چې هيڅ به نه ختميږي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 56

لَّا یُصَدَّعُوْنَ عَنْهَا وَلَا یُنْزِفُوْنَ ۟ۙ

د دنيا د شرابو غوندې به نه وي، چې څښونکي ته به يې سرخوږی نه رسيږي، او نه به يې عقل له منځه ځي. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 56

وَفَاكِهَةٍ مِّمَّا یَتَخَیَّرُوْنَ ۟ۙ

او پر هغوی به دغه هلکان له داسې مېوو سره تاويږي چې هغوی يې خوښوي. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 56

وَلَحْمِ طَیْرٍ مِّمَّا یَشْتَهُوْنَ ۟ؕ

او د مارعانو له غوښو سره تاويږي چې زړونه يې غواړي. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 56

وَحُوْرٌ عِیْنٌ ۟ۙ

او هغوی لره به په جنت کې په ښايست کې پراخه سترګو والا مېرمنې وي. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 56

كَاَمْثَالِ اللُّؤْلُو الْمَكْنُوْنِ ۟ۚ

د ملغرو غوندې په پوښ کې ساتل شوې info
التفاسير:

external-link copy
24 : 56

جَزَآءً بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟

دا د هغوی لپاره د هغه څه بدله ده چې په دنيا کې يې کوم نېک عملونه کول. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 56

لَا یَسْمَعُوْنَ فِیْهَا لَغْوًا وَّلَا تَاْثِیْمًا ۟ۙ

په جنت کې به ناوړه خبره نه اوري، او نه داسې څه چې څښتن لره يې کومه ګناه وي. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 56

اِلَّا قِیْلًا سَلٰمًا سَلٰمًا ۟

هغوی به نه اوري مګر يوازې پرهغوی د پرېښتو سلام، او د ځينو سلام پر ځينو باندې. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 56

وَاَصْحٰبُ الْیَمِیْنِ ۙ۬— مَاۤ اَصْحٰبُ الْیَمِیْنِ ۟ؕ

او د ښي اړخ خلک به هغه کسان وي چې عملنامې يې په ښي لاسونو ورکړل شي، د هغوی به د الله په وړاندې ډېره لويه مرتبه او شان وي.
info
التفاسير:

external-link copy
28 : 56

فِیْ سِدْرٍ مَّخْضُوْدٍ ۟ۙ

په داسې بېرو کې به وي چې اغزي يې ترې پرې کړل شوي وي او هيڅ ستنوزه پکې نه وي info
التفاسير:

external-link copy
29 : 56

وَّطَلْحٍ مَّنْضُوْدٍ ۟ۙ

او په داسې يو پر بل پاسه له پاسه زياتو کيلو کې به وي. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 56

وَّظِلٍّ مَّمْدُوْدٍ ۟ۙ

او په داسې اوږده غځېدلي سيوري کې به وي چې نه ختميږي. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 56

وَّمَآءٍ مَّسْكُوْبٍ ۟ۙ

او په داسې روانو اوبو کې به وي چې نه دريږي. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 56

وَّفَاكِهَةٍ كَثِیْرَةٍ ۟ۙ

او په داسې ډېرو مېوو کې چې نه منحصريږي. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 56

لَّا مَقْطُوْعَةٍ وَّلَا مَمْنُوْعَةٍ ۟ۙ

له هغوی به هيڅکله نه ختميږي، هغو لره به موسم نه وي، او نه به په هيڅ وخت کې د هغوی په مخکې خنډ راځي چې هغوی دغ مېوې غواړي. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 56

وَّفُرُشٍ مَّرْفُوْعَةٍ ۟ؕ

او په اوچتو لوړو داسې فرشو کې به وي چې پر تکيو اېښودل شوي وي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 56

اِنَّاۤ اَنْشَاْنٰهُنَّ اِنْشَآءً ۟ۙ

پرته له شکه موږ دغه يادې حورې په يو غير عادي پيداکولو سره پيداکړې دي. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 56

فَجَعَلْنٰهُنَّ اَبْكَارًا ۟ۙ

هغوی مو داسې پېغلې ګرځولې دي چې له دې مخکې هيڅ لمس شوې هم نه دي. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 56

عُرُبًا اَتْرَابًا ۟ۙ

خپلو مېړونو ته به يې ګرانې وي، په عمر کې به ورسره برابرې وي. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 56

لِّاَصْحٰبِ الْیَمِیْنِ ۟ؕ۠

هغوی مو د هغو ښي لاس خلکو لپاره پيداکړې دي چې د ښي لاس خلک به يې اخلي د هغوی د نېکمرغۍ د نښې په توګه. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 56

ثُلَّةٌ مِّنَ الْاَوَّلِیْنَ ۟ۙ

هغوی د پخوانيو نبيانو له ډلې څخه دي. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 56

وَثُلَّةٌ مِّنَ الْاٰخِرِیْنَ ۟ؕ

او بله ډله د محمد صلی الله عليه وسلم له امت څخه چې هغه تر ټولو وروستی امت دی. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 56

وَاَصْحٰبُ الشِّمَالِ ۙ۬— مَاۤ اَصْحٰبُ الشِّمَالِ ۟ؕ

او د ګيڼ اړخ خلک به هغه کسان وي چې عملنامې يې په چپو لاسونو ورکړل شي، د هغوی به ډېر بد حال او د ورګرځېدو ځای وي.
info
التفاسير:

external-link copy
42 : 56

فِیْ سَمُوْمٍ وَّحَمِیْمٍ ۟ۙ

په سختو ګرمو بادونو، او په سختو ګرمو اوبو کې به وي. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 56

وَّظِلٍّ مِّنْ یَّحْمُوْمٍ ۟ۙ

او د تک تور دود په سيوري کې به وي. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 56

لَّا بَارِدٍ وَّلَا كَرِیْمٍ ۟

نه به خوندور چلېدونکی وي او نه ښه منظر والا. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 56

اِنَّهُمْ كَانُوْا قَبْلَ ذٰلِكَ مُتْرَفِیْنَ ۟ۚۖ

پرته له شکه دې عذاب ته له ور ګرځېدو مخکې هغوی په دنيا کې په نعمتونو کې وو، يوازې د خپلو نفسي غوښتنو په غم کې يې وو. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 56

وَكَانُوْا یُصِرُّوْنَ عَلَی الْحِنْثِ الْعَظِیْمِ ۟ۚ

او هغوی پر الله د کفر کولو او له هغه پرته د بوتانو لمانځلو ټينګ هوډ لرلو. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 56

وَكَانُوْا یَقُوْلُوْنَ ۙ۬— اَىِٕذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَّعِظَامًا ءَاِنَّا لَمَبْعُوْثُوْنَ ۟ۙ

او هغوی له بېرته را ژوندي کېدو څخه نټه کوله، د ملنډو او لېرې ګڼلو په توګه به يې ورته ويل: کله چې موږ مړه شو، خاورې وراسته هډوکي وګرځو؛ نو له دغه وروسته به بيا را پاڅېږو؟! info
التفاسير:

external-link copy
48 : 56

اَوَاٰبَآؤُنَا الْاَوَّلُوْنَ ۟

او آيا زموږ لومړني پلرونه چې له موږ مخکې مړه شوي دي هغوی به هم بيا را څول کيږي؟! info
التفاسير:

external-link copy
49 : 56

قُلْ اِنَّ الْاَوَّلِیْنَ وَالْاٰخِرِیْنَ ۟ۙ

ای رسوله! دغو له بېرته را پاڅېدو څخه نټه کوونکو ته ووايه: پرته له شکه لومړني خلک او له هغوی وروستني (ټول به). info
التفاسير:

external-link copy
50 : 56

لَمَجْمُوْعُوْنَ ۙ۬— اِلٰی مِیْقَاتِ یَوْمٍ مَّعْلُوْمٍ ۟

هرومرو به هغوی د قيامت په ورځ د حساب او بدلې لپاره را غونډ کړل شي. info
التفاسير:
ഈ പേജിലെ ആയത്തുകളിൽ നിന്നുള്ള പാഠങ്ങൾ:
• العمل الصالح سبب لنيل النعيم في الآخرة.
نېک عمل په آخرت کې د نعمتونو ترلاسه کولو لامل دی. info

• الترف والتنعم من أسباب الوقوع في المعاصي.
عيش او عشرت په ګناهونو کې د اخته کېدو له لاملونو څخه دي. info

• خطر الإصرار على الذنب.
پر ګناه د ټينګار کولو خطر. info