Kilniojo Korano reikšmių vertimas - Vertimas į puštūnų k. - Abu Zakarija

Puslapio numeris:close

external-link copy
68 : 25

وَالَّذِیْنَ لَا یَدْعُوْنَ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ وَلَا یَقْتُلُوْنَ النَّفْسَ الَّتِیْ حَرَّمَ اللّٰهُ اِلَّا بِالْحَقِّ وَلَا یَزْنُوْنَ ۚؕ— وَمَنْ یَّفْعَلْ ذٰلِكَ یَلْقَ اَثَامًا ۟ۙ

25-68 او هغه كسان دي چې له الله سره بل معبود نه بلي او هغه نفس چې الله حرام كړى وي؛ ناحقه نه قتلوي او زنا نه كوي او څوك چې د غه (كارونه) وكړي (نو) هغه به د خپلې ګناه له جزا سره ملاقات وكړي info
التفاسير:

external-link copy
69 : 25

یُّضٰعَفْ لَهُ الْعَذَابُ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ وَیَخْلُدْ فِیْهٖ مُهَانًا ۟ۗۖ

25-69 د قیامت په ورځ به ده ته عذاب دوه چنده كولى شي او په هغه (عذاب) كې به تل وي، په داسې حال چې چې خوار او ذلیله به وي info
التفاسير:

external-link copy
70 : 25

اِلَّا مَنْ تَابَ وَاٰمَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَاُولٰٓىِٕكَ یُبَدِّلُ اللّٰهُ سَیِّاٰتِهِمْ حَسَنٰتٍ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟

25-70 مګر هغه كس چې توبه وباسي او ایمان راوړي او نېك عمل وكړي، نو دغه كسان دي چې الله به د دوى بدۍ په نېكۍ سره بدلې كړي او الله له ازله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى info
التفاسير:

external-link copy
71 : 25

وَمَنْ تَابَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَاِنَّهٗ یَتُوْبُ اِلَی اللّٰهِ مَتَابًا ۟

25-71 او هغه څوك چې توبه وباسي او نېك عمل وكړي، نو بېشكه دغه كس الله ته رجوع كوي، رجوع كول info
التفاسير:

external-link copy
72 : 25

وَالَّذِیْنَ لَا یَشْهَدُوْنَ الزُّوْرَ ۙ— وَاِذَا مَرُّوْا بِاللَّغْوِ مَرُّوْا كِرَامًا ۟

25-72 او هغه كسان دي چې باطلو ته نه حاضرېږي او كله چې په بېكاره كار تېرېږي (نو) عزت داره تېرېږي info
التفاسير:

external-link copy
73 : 25

وَالَّذِیْنَ اِذَا ذُكِّرُوْا بِاٰیٰتِ رَبِّهِمْ لَمْ یَخِرُّوْا عَلَیْهَا صُمًّا وَّعُمْیَانًا ۟

25-73 او هغه كسان دي چې كله دوى ته د خپل رب په ایتونو سره نصیحت وكړى شي (نو) په دې (ایتونو) باندې كاڼه او ړانده نه غورځېږي info
التفاسير:

external-link copy
74 : 25

وَالَّذِیْنَ یَقُوْلُوْنَ رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ اَزْوَاجِنَا وَذُرِّیّٰتِنَا قُرَّةَ اَعْیُنٍ وَّاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِیْنَ اِمَامًا ۟

25-74 او هغه كسان دي چې وايي: اى زمونږه ربه! ته مونږ ته زمونږ له ښځو نه او زمونږ له اولادونو نه د سترګو یخ والى راوبښه او ته مونږ د متقیانو امام وګرځوه info
التفاسير:

external-link copy
75 : 25

اُولٰٓىِٕكَ یُجْزَوْنَ الْغُرْفَةَ بِمَا صَبَرُوْا وَیُلَقَّوْنَ فِیْهَا تَحِیَّةً وَّسَلٰمًا ۟ۙ

25-75 دغه كسان دي چې د صبر كولو په سبب به دوى ته د اوچتو ماڼیو بدله وركولى شي او په دې (جنت) كې به د ژوند په دعا او سلام سره د دوى استقبال كولى شي info
التفاسير:

external-link copy
76 : 25

خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— حَسُنَتْ مُسْتَقَرًّا وَّمُقَامًا ۟

25-76 په داسې حال كې چې همېشه به وي دوى په دغه (جنت) كې، د قرار او استوګنې په لحاظ دا ښه ځاى دى info
التفاسير:

external-link copy
77 : 25

قُلْ مَا یَعْبَؤُا بِكُمْ رَبِّیْ لَوْلَا دُعَآؤُكُمْ ۚ— فَقَدْ كَذَّبْتُمْ فَسَوْفَ یَكُوْنُ لِزَامًا ۟۠

25-77 ته (دوى ته) ووایه: زما رب ستاسو څه پروا كوي كه ستاسو دعا كول نه وى، نو یقینًا تاسو تكذیب كړى دى، نو ژر به دا (د تكذیب سزا تاسو سره) لازمه وي info
التفاسير: