Kilniojo Korano reikšmių vertimas - Vertimas į puštūnų k. - Sarfaraz

external-link copy
72 : 9

وَعَدَ اللّٰهُ الْمُؤْمِنِیْنَ وَالْمُؤْمِنٰتِ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا وَمَسٰكِنَ طَیِّبَةً فِیْ جَنّٰتِ عَدْنٍ ؕ— وَرِضْوَانٌ مِّنَ اللّٰهِ اَكْبَرُ ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟۠

الله پاک له مؤمنو سړیو او مؤمنو ښځو سره د هغو باغونو وعده کړې ده چې لاندې به ترې ویالې بهیږي تل تر تله به پکې وي او هم یې په تل سمسورو باغونو کې د ښکلو قصرونو وعده ورسره کړې او له دې د پاسه د الله رضا یې په برخه ده چې تر هر څه لوړه او غوره ده هو! همدا لوی بری دی. info
التفاسير: