Kilniojo Korano reikšmių vertimas - Vertimas į puštūnų k. - Sarfaraz

Puslapio numeris:close

external-link copy
69 : 6

وَمَا عَلَی الَّذِیْنَ یَتَّقُوْنَ مِنْ حِسَابِهِمْ مِّنْ شَیْءٍ وَّلٰكِنْ ذِكْرٰی لَعَلَّهُمْ یَتَّقُوْنَ ۟

د هغوی هیڅ پيټی د پرهیزګارانو په غاړه نشته البته پند ورکول یې دنده ده کیدای شي چې هغوی هم پرهیزکاري وکړي. info
التفاسير:

external-link copy
70 : 6

وَذَرِ الَّذِیْنَ اتَّخَذُوْا دِیْنَهُمْ لَعِبًا وَّلَهْوًا وَّغَرَّتْهُمُ الْحَیٰوةُ الدُّنْیَا وَذَكِّرْ بِهٖۤ اَنْ تُبْسَلَ نَفْسٌ بِمَا كَسَبَتْ ۖۗ— لَیْسَ لَهَا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَلِیٌّ وَّلَا شَفِیْعٌ ۚ— وَاِنْ تَعْدِلْ كُلَّ عَدْلٍ لَّا یُؤْخَذْ مِنْهَا ؕ— اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ اُبْسِلُوْا بِمَا كَسَبُوْا ۚ— لَهُمْ شَرَابٌ مِّنْ حَمِیْمٍ وَّعَذَابٌ اَلِیْمٌ بِمَا كَانُوْا یَكْفُرُوْنَ ۟۠

او هغه خلک پریږده چې له خپل دین نه یې لوبه او تماشا جوړه کړی او دنیو ژوند غولولي دي. او په قران هر چا ته پند ورکړه هسې نه چې د خپلو کړو له کبله داسې پریوزي چې پرته له الله به یې نه څوک دوست وي او نه سپارښت کوونکی. که د خلاصون لپاره هر څه وړاندې کوي ترې اخیستل کیږي به نه، دا هغه خلک دي چې د خپلو کړو له کبله هلاکت ته سپارل شوي دي. او د خپل کفر او بې لارۍ له مخې به یې ګرمې اوبه څښاک او دردناک عذاب په برخه وي. info
التفاسير:

external-link copy
71 : 6

قُلْ اَنَدْعُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَا یَنْفَعُنَا وَلَا یَضُرُّنَا وَنُرَدُّ عَلٰۤی اَعْقَابِنَا بَعْدَ اِذْ هَدٰىنَا اللّٰهُ كَالَّذِی اسْتَهْوَتْهُ الشَّیٰطِیْنُ فِی الْاَرْضِ حَیْرَانَ ۪— لَهٗۤ اَصْحٰبٌ یَّدْعُوْنَهٗۤ اِلَی الْهُدَی ائْتِنَا ؕ— قُلْ اِنَّ هُدَی اللّٰهِ هُوَ الْهُدٰی ؕ— وَاُمِرْنَا لِنُسْلِمَ لِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ

ای محمده! ووایه ایا مونږ پرته له الله د بل هغه څه عبادت وکړو چې نه راته ګټه رسولای شي او نه تاوان؟ او ایا سره له دی چې الله پاک راته لار ښوولې بیره ته مخ په څټ د هغه چا په شان وګرځو چې شیطانانو د ځمکې په مخ لار ورکي کړي، حیران هلک، پک ګرځي. ملګري يې رابولي چې راځه زمونږ په لور ورغې لارې ته. ای محمده ووایه چې یوازې د الله ښوونه ښوونه ده. او مونږ ته امر شوی دی چې ځانونه د ټول عالم رب ته وسپارو. info
التفاسير:

external-link copy
72 : 6

وَاَنْ اَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَاتَّقُوْهُ ؕ— وَهُوَ الَّذِیْۤ اِلَیْهِ تُحْشَرُوْنَ ۟

او مونږ ته امر شوی دی چې لمونځونه ودروئ له الله نه وډار شئ. او یوازې د هغه په لور به تاسې راټول کړای شئ. info
التفاسير:

external-link copy
73 : 6

وَهُوَ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ بِالْحَقِّ ؕ— وَیَوْمَ یَقُوْلُ كُنْ فَیَكُوْنُ ؕ۬— قَوْلُهُ الْحَقُّ ؕ— وَلَهُ الْمُلْكُ یَوْمَ یُنْفَخُ فِی الصُّوْرِ ؕ— عٰلِمُ الْغَیْبِ وَالشَّهَادَةِ ؕ— وَهُوَ الْحَكِیْمُ الْخَبِیْرُ ۟

او الله هغه ذات دی چې اسمانونه او ځمکه یې په حقه پیدا کړي دي. او په کومه ورڅ چې هغه ووایې وشه نو کیږي. د هغه خبره بالکل حق ده. د شپیلۍ د پوکي په ورځ واکمني یوازې د هغه ده. به پټو او ښکاره و ډیر ښه پوهیږي. خورا حکیم او له هر څه نه خبر دی. info
التفاسير: