[۷] هغه سیلاب چې د بند له نړیدلو بر هغوی راغلی و( فتح القدیر او تفهیم القران).
[۸] جوړ باغونه يي له مینځه ولاړل او د سیلابونو له کبله په دښتو کې ځنګلونه رازرغون شول( فتح القدیر او تفهیم القران).
[۹] دا د بل نعمت یادونه ده: دوی په یمن کې وو او برکت نا ښارونه له شام او فلسطین څخه عبارت وو او تر هغه ځایه ټوله لار اباده وه( فتح القدیر).
[۱۰] سیلاب پرې راغي. وطن يي وران ویجاړ شو او دوی د ځمکې په مخ خوار واره شول: مصر، نجد، مدینې او نورو ځایونو ته ولاړل( فتح القدیر د امام الشوکاني).
[۱۱] ابلیس د رټل کیدلو په وخت ویلي وو( زه به پرته له مخلصو بنده ګانو ټول بې لارې کړمة (سورة الحجر۳۹-۴۰ ایتونه).