Kilniojo Korano reikšmių vertimas - Vertimas į puštūnų k. - Sarfaraz

Puslapio numeris:close

external-link copy
21 : 32

وَلَنُذِیْقَنَّهُمْ مِّنَ الْعَذَابِ الْاَدْنٰی دُوْنَ الْعَذَابِ الْاَكْبَرِ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟

او مونږ به له ستر له ستر عذاب نه وړاندې د کوچني عذاب خوند هرو،مرو وروڅکو.کیدای شي چې سمي لارې ته راتا وشي. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 32

وَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنْ ذُكِّرَ بِاٰیٰتِ رَبِّهٖ ثُمَّ اَعْرَضَ عَنْهَا ؕ— اِنَّا مِنَ الْمُجْرِمِیْنَ مُنْتَقِمُوْنَ ۟۠

او له هغه نه به لوی تیری کوونکی څوک وي چې:د خپل رب په نښانو ور کړای شي خو هغه ترې مخ واړوي؟له شک نه وتلې ده چې مونږ له مجرمانو نه غچ اخیستونکي یو. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 32

وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ فَلَا تَكُنْ فِیْ مِرْیَةٍ مِّنْ لِّقَآىِٕهٖ وَجَعَلْنٰهُ هُدًی لِّبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ۚ

او په باروي توګه مونږ موسی ته کتاب ورکړی و.نو ای محمده!ته هم باوري اوسه چې له داسې کتاب سره به مخ شې[۹]او د موسي کتاب مو د بني اسرائیلو لارښود ګرځولی و. info

[۹] ـ ځینو مفسرینو داسې ترجمه کړې ده:ای محمده!باور ولره چې ته به له موسې سره مخ شي او د الله جل جلاله دا وعده د معراج په شپه پوره شوه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له موسې علیه السلام سره ولیدل.(تفسیر الماوردی).

التفاسير:

external-link copy
24 : 32

وَجَعَلْنَا مِنْهُمْ اَىِٕمَّةً یَّهْدُوْنَ بِاَمْرِنَا لَمَّا صَبَرُوْا ؕ۫— وَكَانُوْا بِاٰیٰتِنَا یُوْقِنُوْنَ ۟

او د هغوی ځینې هغه خلک مو چې صبر یي وکړ،او زمونږ په ایتونو یي پوخ باور وو.لارښوونکي وګرځول چې زمونږ په امر به یې لارښوونه کوله. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 32

اِنَّ رَبَّكَ هُوَ یَفْصِلُ بَیْنَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ فِیْمَا كَانُوْا فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ ۟

او دا خبره پخه ده چې ستا رب به د قیامت په ورځ د هغوی د خپل مینځي اختلافاتو پریکړه کوي. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 32

اَوَلَمْ یَهْدِ لَهُمْ كَمْ اَهْلَكْنَا مِنْ قَبْلِهِمْ مِّنَ الْقُرُوْنِ یَمْشُوْنَ فِیْ مَسٰكِنِهِمْ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ ؕ— اَفَلَا یَسْمَعُوْنَ ۟

ایا دې خلکو له دې نه درس نه دی اخیستې چې:مونږ د څومره ډیرو زمانو خلک هلاک کړي دي؟دا کافران یې په ورانو کورونو تیریږي.په رښتیا چې په دې کې ډیرې لویې نښې دي.ایا څه نه اوري؟ info
التفاسير:

external-link copy
27 : 32

اَوَلَمْ یَرَوْا اَنَّا نَسُوْقُ الْمَآءَ اِلَی الْاَرْضِ الْجُرُزِ فَنُخْرِجُ بِهٖ زَرْعًا تَاْكُلُ مِنْهُ اَنْعَامُهُمْ وَاَنْفُسُهُمْ ؕ— اَفَلَا یُبْصِرُوْنَ ۟

ایا نه یي دي لیدلي چې مونږ و چې شاړې ځمکې ته اوبه روانې او بیا ترې کښت راټوکه وو چې د هغوی څاروي او هم په خپله ترې خوراک کوي.ایا څه نه ویني؟ info
التفاسير:

external-link copy
28 : 32

وَیَقُوْلُوْنَ مَتٰی هٰذَا الْفَتْحُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

او کافران وایې چې که تاسې رښتیني یاست نو د پریکړې ورځ به کله وي؟ info
التفاسير:

external-link copy
29 : 32

قُلْ یَوْمَ الْفَتْحِ لَا یَنْفَعُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِیْمَانُهُمْ وَلَا هُمْ یُنْظَرُوْنَ ۟

اې محمده!ورته ووایه چې د پریکړې په ورځ به کافرانو ته نه د هغې ورځې ایمان راوړل څه ګټه ورسوي. او نه به نور مهلت ورکړای شي؟ info
التفاسير:

external-link copy
30 : 32

فَاَعْرِضْ عَنْهُمْ وَانْتَظِرْ اِنَّهُمْ مُّنْتَظِرُوْنَ ۟۠

په خپل حال یې پریږده او څار کوه باوري خبره ده چې هغوی هم څار کوي. info
التفاسير: