Kilniojo Korano reikšmių vertimas - Vertimas į puštūnų k. - Sarfaraz

Puslapio numeris:close

external-link copy
8 : 17

عَسٰی رَبُّكُمْ اَنْ یَّرْحَمَكُمْ ۚ— وَاِنْ عُدْتُّمْ عُدْنَا ۘ— وَجَعَلْنَا جَهَنَّمَ لِلْكٰفِرِیْنَ حَصِیْرًا ۟

اوس نژدې ده چې ستاسې رب په تاسې مهربان شي. خو که تاسې بیرته فساد ته وګرځیدئ، مونږ به هم ستاسې ربړولو او هلاکولو ته وګرځو. او مونږ کافرانو ته د جهنم بندي خانه جوړه کړې ده. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 17

اِنَّ هٰذَا الْقُرْاٰنَ یَهْدِیْ لِلَّتِیْ هِیَ اَقْوَمُ وَیُبَشِّرُ الْمُؤْمِنِیْنَ الَّذِیْنَ یَعْمَلُوْنَ الصّٰلِحٰتِ اَنَّ لَهُمْ اَجْرًا كَبِیْرًا ۟ۙ

بې له شکه چې قران د سیخې او نیغې لارې ښوونه کوي او هغو مؤمنانو ته چې نیکي کوي زیری ورکوي چې د هغوی لپاره لوی اجر دی. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 17

وَّاَنَّ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ اَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابًا اَلِیْمًا ۟۠

او د هغو کسانو لپاره چې په اخرت ایمان راوړي مونږ دردناک عذاب تیار کړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 17

وَیَدْعُ الْاِنْسَانُ بِالشَّرِّ دُعَآءَهٗ بِالْخَیْرِ ؕ— وَكَانَ الْاِنْسَانُ عَجُوْلًا ۟

او انسان همغومره شر غواړي چې هغه ته خیر غوښتل پکار وو. او انسان ډیر تلوار کوونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 17

وَجَعَلْنَا الَّیْلَ وَالنَّهَارَ اٰیَتَیْنِ فَمَحَوْنَاۤ اٰیَةَ الَّیْلِ وَجَعَلْنَاۤ اٰیَةَ النَّهَارِ مُبْصِرَةً لِّتَبْتَغُوْا فَضْلًا مِّنْ رَّبِّكُمْ وَلِتَعْلَمُوْا عَدَدَ السِّنِیْنَ وَالْحِسَابَ ؕ— وَكُلَّ شَیْءٍ فَصَّلْنٰهُ تَفْصِیْلًا ۟

او مونږ شپه او ورځ دوه نښآنې ګرځولي دي چې د شپي نښه مو تیاره او ورکه کړه. او د ورځې نښه مو روښانه او ځلیدونکې وګرځوله تر څو تاسې د خپل رب فضل ولټوئ. او د کلونو شمیر او نور حساب پرې معلوم کړئ او مونږ هر شی ښه پوره بیان کړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 17

وَكُلَّ اِنْسَانٍ اَلْزَمْنٰهُ طٰٓىِٕرَهٗ فِیْ عُنُقِهٖ ؕ— وَنُخْرِجُ لَهٗ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ كِتٰبًا یَّلْقٰىهُ مَنْشُوْرًا ۟

مونږ هر انسان ته د هغه عمل نامه په غاړه کې ور زوړنده کړې ده چې د قیامت په ورځ به يې د یو لوی کتاب په شکل کې ورته راوباسو او له یوه پرانستي کتاب سره به مخ شي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 17

اِقْرَاْ كِتٰبَكَ ؕ— كَفٰی بِنَفْسِكَ الْیَوْمَ عَلَیْكَ حَسِیْبًا ۟ؕ

ورته به وویل شي: کتاب دی ولوله نن دخپل ځان د حساب لپاره په خپله همدا ته بس یې. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 17

مَنِ اهْتَدٰی فَاِنَّمَا یَهْتَدِیْ لِنَفْسِهٖ ۚ— وَمَنْ ضَلَّ فَاِنَّمَا یَضِلُّ عَلَیْهَا ؕ— وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِّزْرَ اُخْرٰی ؕ— وَمَا كُنَّا مُعَذِّبِیْنَ حَتّٰی نَبْعَثَ رَسُوْلًا ۟

څوک چې په سمه روان شي نو د خپل ځان په ګټه يي لار ومیندله او چا چې لار ورکه کړه، نو د لار ورکونې تاوان د همده لپاره دی. او هیڅوک د بل پیټی نه شي پورته کولی. او مونږ چې پیغمبر نه وي لیږلی هیڅوک نه په عذابوو. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 17

وَاِذَاۤ اَرَدْنَاۤ اَنْ نُّهْلِكَ قَرْیَةً اَمَرْنَا مُتْرَفِیْهَا فَفَسَقُوْا فِیْهَا فَحَقَّ عَلَیْهَا الْقَوْلُ فَدَمَّرْنٰهَا تَدْمِیْرًا ۟

او کله هم چې مونږ د کوم کلي د هلاکولو تکل کړی. نو مشرانو او بډایانو ته مو امر کړی، هغوی پکې وران کاري کړې نو د هغه کلي د ورانولو خبره پخه او ښه پوره مو دړې وړې کړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 17

وَكَمْ اَهْلَكْنَا مِنَ الْقُرُوْنِ مِنْ بَعْدِ نُوْحٍ ؕ— وَكَفٰی بِرَبِّكَ بِذُنُوْبِ عِبَادِهٖ خَبِیْرًا بَصِیْرًا ۟

او مونږ له نوح نه راپه دیخوا خورا ډیر نسلونه هلاک کړي. او ستا رب د خپلو بنده ګانو د ګناهونو په خبریدلو او لیدلو کې یو دی. info
التفاسير: