Kilniojo Korano reikšmių vertimas - Kilniojo Korano sutrumpinto aiškinimo vertimas į puštūnų k.

Puslapio numeris:close

external-link copy
25 : 14

تُؤْتِیْۤ اُكُلَهَا كُلَّ حِیْنٍ بِاِذْنِ رَبِّهَا ؕ— وَیَضْرِبُ اللّٰهُ الْاَمْثَالَ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ یَتَذَكَّرُوْنَ ۟

دغه غوره ونه د خپل پالونکي په امر خپله غوره مېوه هر وخت ورکوي، الله چې هغه لره پاکي ده او لوړ دی د خلکو لپاره بېلګې بيانوي په دې هيله چې هغوی پند واخلي. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 14

وَمَثَلُ كَلِمَةٍ خَبِیْثَةٍ كَشَجَرَةٍ خَبِیْثَةِ ١جْتُثَّتْ مِنْ فَوْقِ الْاَرْضِ مَا لَهَا مِنْ قَرَارٍ ۟

د شرک د پليتې کلمې بېلګه د هغې پليتې ونې غوندې ده، چې هغه د مرغوڼې( حنظل) ونه ده، له بېخه اېستل شوې ده، هغې لره نه پرځمکه ځای پرځای پاتې کېدل شته، او نه اسمان ته پورته کېدل، مري او بادونه يې پرې کوي؛ نو د کفر د کلمې پای له منځه تلل دي، د هغې د څښتن لپاره د الله لوري هيڅ ښه عمل نه پورته کيږي. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 14

یُثَبِّتُ اللّٰهُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَفِی الْاٰخِرَةِ ۚ— وَیُضِلُّ اللّٰهُ الظّٰلِمِیْنَ ۙ۫— وَیَفْعَلُ اللّٰهُ مَا یَشَآءُ ۟۠

الله مؤمنان د توحيد په ثابته کلمه په بشپړه ايمان سره د دنيا په ژوند کې ثابتوي تردې چې مړه شي حال داچې هغوی پر ايمان وي، په برزخ کې په خپلو قبرونو کې يې د پوښتنې پرمهال او د قيامت په ورځ يې ثابتوي، پر الله د شرک او کفر له امله الله ظالمان لارورکي کوي له حق او لارښوونې څخه، او الله هغه څه کوي له لارورکۍ چې په خپل عدل د چا د لارورکۍ اراده وکړي، له لارښوونې چې په خپله پېرزوينه د چا لارښوونه وغواړي؛ نو هغه پاک ذات لره کوم اړ اېستونکی نشته. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 14

اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ بَدَّلُوْا نِعْمَتَ اللّٰهِ كُفْرًا وَّاَحَلُّوْا قَوْمَهُمْ دَارَ الْبَوَارِ ۟ۙ

بېشکه تا له قريشو د هغه کسانو حال وليدئ چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې کفر کړی کله يې چې د الله هغه انعام بدل کړ چې پر هغوی يې کړی و په حرم کې د ډاډ انعام او په هغوی کې د محمد صلی الله عليه وسلم د لېږل کېدو انعام دغه يې بدل کړل: د الله په نعمتونو په کفرکولو سره، کله يې چې هغه څه درواغ وګڼل چې هغه د خپل پالونکي لخوا ورسره راغلی و، له قومونو يې هغه کسان چې په کفر کې يې د هغوی پيروي وکړه د تباهۍ کورته ورکوز کړل. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 14

جَهَنَّمَ ۚ— یَصْلَوْنَهَا ؕ— وَبِئْسَ الْقَرَارُ ۟

او د تباهۍ کور هغه دوزخ دی چې ورننوځي به، ګرمي به يې زغمي او بد د پاتې کېدو ځای د هغوی د پاتې کېدو ځای دی. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 14

وَجَعَلُوْا لِلّٰهِ اَنْدَادًا لِّیُضِلُّوْا عَنْ سَبِیْلِهٖ ؕ— قُلْ تَمَتَّعُوْا فَاِنَّ مَصِیْرَكُمْ اِلَی النَّارِ ۟

او مشرکانو الله لره شريکان او سيالان وګرځول تر څو هغه څوک د الله له لارې لارورکی کړي چې د هغوی پيروي يې کړې وروسته تردې چې هغوی په خپله ترې لارورکي شوي دي، ای رسوله! هغوی ته ووايه: خوند واخلئ له هغو نفسي غوښتنو چې پکښې ياست او په دنيا کې د هغو نفسي غوښتنو له خپرولوڅخه، ځکه د قيامت په ورځ ستاسو ورګرځېدل اور ته دي له هغه پرته بل د ورګرځېدو ځای مو نشته. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 14

قُلْ لِّعِبَادِیَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا یُقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَیُنْفِقُوْا مِمَّا رَزَقْنٰهُمْ سِرًّا وَّعَلَانِیَةً مِّنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَ یَوْمٌ لَّا بَیْعٌ فِیْهِ وَلَا خِلٰلٌ ۟

ای رسوله! مؤمنانوته ووايه: ای مؤمنانو! په بشپړه توګه لمونځ اداکړئ، او له هغه څه چې الله په روزي درکړي واجب او مستحب صدقې ورکړئ په پټه د ځان ښودنې له وېرې او په ښکاره ترڅو نور ستاسو پيروي وکړي، مخکې د هغې ورځې تر راتګ چې نه راکړه ورکړه وي پکښې او نه فديه چې د الله له سزا پرې ژغورنه وشي او نه به ملګري وي چې ملګری د بل ملګري سپارښتنه وکړي. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 14

اَللّٰهُ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَاَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَاَخْرَجَ بِهٖ مِنَ الثَّمَرٰتِ رِزْقًا لَّكُمْ ۚ— وَسَخَّرَ لَكُمُ الْفُلْكَ لِتَجْرِیَ فِی الْبَحْرِ بِاَمْرِهٖ ۚ— وَسَخَّرَ لَكُمُ الْاَنْهٰرَ ۟ۚ

الله هغه ذات دی چې آسمانونه او ځمکه يې پرته له مخکينۍ نمونې رامنځته کړي، له اسمانه يې د باران اوبه نازلې کړې دي، پر دغو نازل کړل شويو اوبو يې ای خلکو! ستاسو لپاره د روزۍ په توګه ډول ډول مېوې را اېستلې دي، کښتۍ يې درته اېل کړې دي چې له اندازې سره سمې پر اوبو چليږي، نهرونه يې درته اېل کړې دي ترڅو ترې څښاک وکړئ او څاروي او کښتونه مو پرې اوبه کړئ. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 14

وَسَخَّرَ لَكُمُ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ دَآىِٕبَیْنِ ۚ— وَسَخَّرَ لَكُمُ الَّیْلَ وَالنَّهَارَ ۟ۚ

لمر او سپوږمۍ يې درته اېل کړي په پرله پسې ډول ګرځي، شپه او ورځ يې يو په بل پسې درته اېل کړي، شپه ستاسو د خوب او آرام لپاره ده او ورځ ستاسو د خوځښت او کوښښ لپاره. info
التفاسير:
Šiame puslapyje pateiktų ajų nauda:
• تشبيه كلمة الكفر بشجرة الحَنْظل الزاحفة، فهي لا ترتفع، ولا تنتج طيبًا، ولا تدوم.
د کفر کلمې تشبيه د حنظل (مړغونې) څښېدونکې ونې سره چې هغه نه لوړيږي، نه غوره مېوه کوي او نه دوام کوي. info

• الرابط بين الأمر بالصلاة والزكاة مع ذكر الآخرة هو الإشعار بأنهما مما تكون به النجاة يومئذ.
د لمانځه او زکات د امر ترمنځ اړيکه، د آخرت له يادونې سره دې خبرې ته اشاره ده چې دغه دواړه هغه څه دي چې ژغورنه به پرې کيږي. info

• تعداد بعض النعم العظيمة إشارة لعظم كفر بعض بني آدم وجحدهم نعمه سبحانه وتعالى .
د ځينو نعمتونو په شمېرلو کې د آدم د ځينې اولاد د کفر لوی والی او د الله پاک له نعمتونو څخه يې نټې ته اشاره ده. info