Kilniojo Korano reikšmių vertimas - Kilniojo Korano sutrumpinto aiškinimo vertimas į puštūnų k.

تکاثر

Sūros prasmės:
تذكير المتكاثرين واللاهين بالدنيا بالقبور والحساب.
د دنيا زياتوونکو او لوبه کوونکو ته قبرونه او حساب ور په يادول info

external-link copy
1 : 102

اَلْهٰىكُمُ التَّكَاثُرُ ۟ۙ

اې خلکو! پر مالونو او اولادونو وياړ کولو تاسې د الله له پيروۍ بوخت کړي ياست. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 102

حَتّٰی زُرْتُمُ الْمَقَابِرَ ۟ؕ

تردې چې مړه شئ او خپلو قبرونو ته مو ننوځئ. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 102

كَلَّا سَوْفَ تَعْلَمُوْنَ ۟ۙ

تاسې لره په کار نه وه چې پر هغو د وياړلو له امله د الله له پيروۍ بوخت شئ، ژر به د دغه بوختيا پر پايله پوه شئ. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 102

ثُمَّ كَلَّا سَوْفَ تَعْلَمُوْنَ ۟ؕ

بيا به ژر د هغو پر پايله پوه شئ. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 102

كَلَّا لَوْ تَعْلَمُوْنَ عِلْمَ الْیَقِیْنِ ۟ؕ

په رېښتيا که چېرې تاسې په یقيني توګه پوهېدلای چې تاسو به الله ته ور پاڅول کېږئ، او هغه به مو د اعمالو بدله درکوي؛ نو تاسې به پر مالونو او اولادونو مو پر وياړلو نه بوختېدلای. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 102

لَتَرَوُنَّ الْجَحِیْمَ ۟ۙ

پر الله قسم چې تاسې به د قيامت په ورځ اور ووينئ. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 102

ثُمَّ لَتَرَوُنَّهَا عَیْنَ الْیَقِیْنِ ۟ۙ

بيا به هرومرو تاسې هغه په يقني ليدلو سره ووينئ چې هيڅ شک به پکې نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 102

ثُمَّ لَتُسْـَٔلُنَّ یَوْمَىِٕذٍ عَنِ النَّعِیْمِ ۟۠

بيا به الله هرومرو په دغه ورځ له تاسې د هغه څه په اړه پوښتنه وکړي چې پر تاسو يې کومه روغتيا، شتمني او داسې نور پېرزو کړي وو. info
التفاسير:
Šiame puslapyje pateiktų ajų nauda:
• خطر التفاخر والتباهي بالأموال والأولاد.
پر مالونو او اولادونو د وياړ او فخر کولو خطر. info

• القبر مكان زيارة سرعان ما ينتقل منه الناس إلى الدار الآخرة.
قبر د ورتګ ځای دی، ژر به خلک د آخرت کور لوري ته ترې انتقال شي. info

• يوم القيامة يُسْأل الناس عن النعيم الذي أنعم به الله عليهم في الدنيا.
د قيامت په ورځ به خلک د هغو نعمتونو په اړه پوښتل کيږي چې په دنيا کې پرې پېرزو کړي دي. info

• الإنسان مجبول على حب المال.
د انسان طبيعت له مال سره د مينې پر بنسټ اېښودل شوی دی info