وه‌رگێڕانی ماناكانی قورئانی پیرۆز - وەرگێڕاوی پەشتۆ - ئەبو زەکەریا

ژمارەی پەڕە:close

external-link copy
11 : 70

یُّبَصَّرُوْنَهُمْ ؕ— یَوَدُّ الْمُجْرِمُ لَوْ یَفْتَدِیْ مِنْ عَذَابِ یَوْمِىِٕذٍ بِبَنِیْهِ ۟ۙ

70-11 حال دا چې دوى ته به هغوى ښودلى شي، مجرم (كافر) به ارزو كوي چې د دغې ورځې له عذابه خپل زامن په عوض كې وركړي info
التفاسير:

external-link copy
12 : 70

وَصَاحِبَتِهٖ وَاَخِیْهِ ۟ۙ

70-12 او خپله ښځه او خپل ورور info
التفاسير:

external-link copy
13 : 70

وَفَصِیْلَتِهِ الَّتِیْ تُـْٔوِیْهِ ۟ۙ

70-13 او خپله هغه قبیله چې ده ته به يې ځاى وركاوه info
التفاسير:

external-link copy
14 : 70

وَمَنْ فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا ۙ— ثُمَّ یُنْجِیْهِ ۟ۙ

70-14 او هر هغه څوك چې په ځمكه كې دي ټول، بیا ده ته (دا كار) نجات وركړي info
التفاسير:

external-link copy
15 : 70

كَلَّا ؕ— اِنَّهَا لَظٰی ۟ۙ

70-15 كله هم داسې نه ده، بېشكه دغه (د دوزخ اور) لمبې وهونكى دى info
التفاسير:

external-link copy
16 : 70

نَزَّاعَةً لِّلشَّوٰی ۟ۚۖ

70-16 چې (د سر، لاسونو او پښو) پوستكي وېستونكى دى info
التفاسير:

external-link copy
17 : 70

تَدْعُوْا مَنْ اَدْبَرَ وَتَوَلّٰی ۟ۙ

70-17 دا (دوزخ) به راغواړي هغه څوك چې شا كړې يې وي او مخ يې اړولى وي info
التفاسير:

external-link copy
18 : 70

وَجَمَعَ فَاَوْعٰی ۟

70-18 او جمع (د مال) يې كړې وي، نو ساتلى يې وي info
التفاسير:

external-link copy
19 : 70

اِنَّ الْاِنْسَانَ خُلِقَ هَلُوْعًا ۟ۙ

70-19 بېشكه انسان بې صبره پیدا كړى شوى دى info
التفاسير:

external-link copy
20 : 70

اِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ جَزُوْعًا ۟ۙ

70-20 كله چې ده ته شر (مصیبت) ورسېږي (نو) ډېر فریاد كوونكى وي info
التفاسير:

external-link copy
21 : 70

وَّاِذَا مَسَّهُ الْخَیْرُ مَنُوْعًا ۟ۙ

70-21 او كله چې ده ته خیر (او خوشحالي) ورسېږي (نو)، ډېر منع كوونكى (او بخل كوونكى) وي info
التفاسير:

external-link copy
22 : 70

اِلَّا الْمُصَلِّیْنَ ۟ۙ

70-22 (خو) له لمونځ ګزارو نه غیر info
التفاسير:

external-link copy
23 : 70

الَّذِیْنَ هُمْ عَلٰی صَلَاتِهِمْ دَآىِٕمُوْنَ ۟

70-23 هغه كسان چې دوى په خپلو لمونځونو باندې همېشه والى كوونكي وي info
التفاسير:

external-link copy
24 : 70

وَالَّذِیْنَ فِیْۤ اَمْوَالِهِمْ حَقٌّ مَّعْلُوْمٌ ۟

70-24 او هغه كسان چې د دوى په مالونو كې معلومه برخه (مقرر) ده info
التفاسير:

external-link copy
25 : 70

لِّلسَّآىِٕلِ وَالْمَحْرُوْمِ ۟

70-25 د سوالګر او محروم لپاره info
التفاسير:

external-link copy
26 : 70

وَالَّذِیْنَ یُصَدِّقُوْنَ بِیَوْمِ الدِّیْنِ ۟

70-26 او هغه كسان چې د بدلې د ورځې تصدیق (او باور) كوي info
التفاسير:

external-link copy
27 : 70

وَالَّذِیْنَ هُمْ مِّنْ عَذَابِ رَبِّهِمْ مُّشْفِقُوْنَ ۟ۚ

70-27 او هغه كسان چې دوى د خپل رب له عذاب نه وېرېدونكي دي info
التفاسير:

external-link copy
28 : 70

اِنَّ عَذَابَ رَبِّهِمْ غَیْرُ مَاْمُوْنٍ ۪۟

70-28 بېشكه د دوى د رب عذاب داسې دى چې بې وېرې كېدل ترې نشته info
التفاسير:

external-link copy
29 : 70

وَالَّذِیْنَ هُمْ لِفُرُوْجِهِمْ حٰفِظُوْنَ ۟ۙ

70-29 او هغه كسان چې هغوى د خپل شرم ځایونو حفاظت كوونكي دي info
التفاسير:

external-link copy
30 : 70

اِلَّا عَلٰۤی اَزْوَاجِهِمْ اَوْ مَا مَلَكَتْ اَیْمَانُهُمْ فَاِنَّهُمْ غَیْرُ مَلُوْمِیْنَ ۟ۚ

70-30 مګر له خپلو ښځو او خپلو وینځو نه، نو بېشكه دوى ملامت كړى شوي نه دي info
التفاسير:

external-link copy
31 : 70

فَمَنِ ابْتَغٰی وَرَآءَ ذٰلِكَ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْعٰدُوْنَ ۟ۚ

70-31 نو هغه څوك چې له دغو نه علاوه غواړي، نو هم دغه كسان له حده تېرېدونكي دي info
التفاسير:

external-link copy
32 : 70

وَالَّذِیْنَ هُمْ لِاَمٰنٰتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رٰعُوْنَ ۟

70-32 او هغه كسان چې دوى د خپلو امانتونو او خپلو وعدو لحاظ ساتونكي دي info
التفاسير:

external-link copy
33 : 70

وَالَّذِیْنَ هُمْ بِشَهٰدٰتِهِمْ قَآىِٕمُوْنَ ۟

70-33 او هغه كسان چې دوى په خپلو شهادتونو (ګواهیو) باندې قايم (او ولاړ) دي info
التفاسير:

external-link copy
34 : 70

وَالَّذِیْنَ هُمْ عَلٰی صَلَاتِهِمْ یُحَافِظُوْنَ ۟ؕ

70-34 او هغه كسان چې دوى په خپلو لمونځونو همېشه والى (او پابندي) كوي info
التفاسير:

external-link copy
35 : 70

اُولٰٓىِٕكَ فِیْ جَنّٰتٍ مُّكْرَمُوْنَ ۟ؕ۠

70-35 دغه كسان به په باغونو كې وي، عزتمن كړى شوي به وي info
التفاسير:

external-link copy
36 : 70

فَمَالِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا قِبَلَكَ مُهْطِعِیْنَ ۟ۙ

70-36 نو (اى نبي!) په دغو كافران شویو كسانو څه شوي دي چې ستا په طرف منډې راوهونكي دي info
التفاسير:

external-link copy
37 : 70

عَنِ الْیَمِیْنِ وَعَنِ الشِّمَالِ عِزِیْنَ ۟

70-37 له ښي اړخ نه او له چپ اړخ نه ډلې ډلې info
التفاسير:

external-link copy
38 : 70

اَیَطْمَعُ كُلُّ امْرِئٍ مِّنْهُمْ اَنْ یُّدْخَلَ جَنَّةَ نَعِیْمٍ ۟ۙ

70-38 ایا په دوى كې هر یو سړى دا طمع لري چې دى به د نعمتونو جنت ته ننه اېستل شي؟ info
التفاسير:

external-link copy
39 : 70

كَلَّا ؕ— اِنَّا خَلَقْنٰهُمْ مِّمَّا یَعْلَمُوْنَ ۟

70-49 هیڅكله نه! بېشكه همدا مونږ دوى له هغه څه نه پیدا كړي دي چې دوى يې پېژني info
التفاسير:

external-link copy
40 : 70

فَلَاۤ اُقْسِمُ بِرَبِّ الْمَشٰرِقِ وَالْمَغٰرِبِ اِنَّا لَقٰدِرُوْنَ ۟ۙ

70-40 نو زه د مشرقونو او مغربونو په رب قسم خورم چې بېشكه (او) یقینًا مونږ قادر یو info
التفاسير: