وه‌رگێڕانی ماناكانی قورئانی پیرۆز - وەرگێڕاوی پەشتۆ - ئەبو زەکەریا

ژمارەی پەڕە:close

external-link copy
19 : 55

مَرَجَ الْبَحْرَیْنِ یَلْتَقِیٰنِ ۟ۙ

55-19 هغه دوه سمندرونه بهولي دي، په دې حال كې چې یوله بله سره میلاوېږي info
التفاسير:

external-link copy
20 : 55

بَیْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَّا یَبْغِیٰنِ ۟ۚ

55-20 د دواړو په مینځ كې یوه پرده ده، چې په یو بل باندې نه ورګډېږي info
التفاسير:

external-link copy
21 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

55-21 نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
22 : 55

یَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَالْمَرْجَانُ ۟ۚ

55-22 له دواړو (د سمندرونو) نه ملغلرې او مرجان راوځي info
التفاسير:

external-link copy
23 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

55-23 نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
24 : 55

وَلَهُ الْجَوَارِ الْمُنْشَاٰتُ فِی الْبَحْرِ كَالْاَعْلَامِ ۟ۚ

55-24 او خاص هغه لره دي په سمندر كې بادبان پورته كړى شوې بېړۍ، لكه غرونه info
التفاسير:

external-link copy
25 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟۠

55-25 نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
26 : 55

كُلُّ مَنْ عَلَیْهَا فَانٍ ۟ۚۖ

55-26 هر هغه څوك چې په دې (ځمكې) باندې دي؛ فاني كېدونكي دي info
التفاسير:

external-link copy
27 : 55

وَّیَبْقٰی وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلٰلِ وَالْاِكْرَامِ ۟ۚ

55-27 او باقي به پاتې شي ستا د رب مخ (ذات) چې د جلال او د عزت خاوند دى info
التفاسير:

external-link copy
28 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

55-28 نو (اى انسانانو او پېریانو! ) تاسو دواړه د خپل رب په نعمتونو كې كوم یو دروغ ګڼئ ؟ info
التفاسير:

external-link copy
29 : 55

یَسْـَٔلُهٗ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— كُلَّ یَوْمٍ هُوَ فِیْ شَاْنٍ ۟ۚ

55-29 له ده نه سوال كوي هر هغه څوك چې په ا سمانونو او ځمكه كې دي، هر وخت هغه په یوكار كې دى info
التفاسير:

external-link copy
30 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

55-30 نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
31 : 55

سَنَفْرُغُ لَكُمْ اَیُّهَ الثَّقَلٰنِ ۟ۚ

55-31 ژر ده چې مونږ به تاسو ته وزګار شو، اى دوه درنو قبیلو (انسانانو او پېریانو!) info
التفاسير:

external-link copy
32 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

55-32 نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
33 : 55

یٰمَعْشَرَ الْجِنِّ وَالْاِنْسِ اِنِ اسْتَطَعْتُمْ اَنْ تَنْفُذُوْا مِنْ اَقْطَارِ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ فَانْفُذُوْا ؕ— لَا تَنْفُذُوْنَ اِلَّا بِسُلْطٰنٍ ۟ۚ

55-33 اى د پېریانو او انسانانو ډلې! كه چېرې تاسو د دې طاقت لرئ چې تاسو د اسمانونو او ځمكې له غاړو نه بهر ووځئ، نو ووځئ او تاسو به بهر ونه وتلى شئ مګر په قوت (او زور) سره info
التفاسير:

external-link copy
34 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

55-34 نو (اى پېریانو او انسانانو!) تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
35 : 55

یُرْسَلُ عَلَیْكُمَا شُوَاظٌ مِّنْ نَّارٍ ۙ۬— وَّنُحَاسٌ فَلَا تَنْتَصِرٰنِ ۟ۚ

55-35 په تاسو دواړو (ډلو) باندې به د اور خالصې لمبې او لوګى درخوشې كړى شي، بیا به تاسو یوله بل سره مدد نشئ كولى info
التفاسير:

external-link copy
36 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

55-36 نو تاسو دواړه (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې له كوم كوم نه انكار كوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
37 : 55

فَاِذَا انْشَقَّتِ السَّمَآءُ فَكَانَتْ وَرْدَةً كَالدِّهَانِ ۟ۚ

55-37 بیا چې كله اسمان څیرې شي، نو سور رنګه ګل به شي، لكه د سرې څرمنې info
التفاسير:

external-link copy
38 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

55-38 نو تاسو دواړه (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
39 : 55

فَیَوْمَىِٕذٍ لَّا یُسْـَٔلُ عَنْ ذَنْۢبِهٖۤ اِنْسٌ وَّلَا جَآنٌّ ۟ۚ

55-39 نو په دغې ورځ كې به د خپلې ګناه په باره كې نه له انسان نه پوښتنه كولى شي او نه له پېري نه info
التفاسير:

external-link copy
40 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

55-40 نو (اى پېریانو او انسانانو!) تاسو دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
41 : 55

یُعْرَفُ الْمُجْرِمُوْنَ بِسِیْمٰهُمْ فَیُؤْخَذُ بِالنَّوَاصِیْ وَالْاَقْدَامِ ۟ۚ

55-41 مجرمان به په خپلو نښو سره پېژندلى شي، نو (د مجرمانو) وچولي او قدمونه به ونیولى شي info
التفاسير: