وه‌رگێڕانی ماناكانی قورئانی پیرۆز - وەرگێڕاوی پەشتۆ - ئەبو زەکەریا

ژمارەی پەڕە:close

external-link copy
58 : 21

فَجَعَلَهُمْ جُذٰذًا اِلَّا كَبِیْرًا لَّهُمْ لَعَلَّهُمْ اِلَیْهِ یَرْجِعُوْنَ ۟

21-58 نو هغه، دغه (بتان) ټوټې ټوټې كړل د هغو له لوى نه غير (چې هغه يې پرېښود)، د دې لپاره چې هغوى همده ته رجوع وكړي info
التفاسير:

external-link copy
59 : 21

قَالُوْا مَنْ فَعَلَ هٰذَا بِاٰلِهَتِنَاۤ اِنَّهٗ لَمِنَ الظّٰلِمِیْنَ ۟

21-59 دوى وویل: زمونږ له معبودانو سره دا كار چا كړى دى، بېشكه دغه كس یقینًا له ظالمانو ځنې دى info
التفاسير:

external-link copy
60 : 21

قَالُوْا سَمِعْنَا فَتًی یَّذْكُرُهُمْ یُقَالُ لَهٗۤ اِبْرٰهِیْمُ ۟ؕ

21-60 دوى وویل: مونږ له یو زلمي نه اورېدلي وو، چې دوى به يې (په سپكه) یادول، هغه ته ابراهیم ویلى شي info
التفاسير:

external-link copy
61 : 21

قَالُوْا فَاْتُوْا بِهٖ عَلٰۤی اَعْیُنِ النَّاسِ لَعَلَّهُمْ یَشْهَدُوْنَ ۟

21-61 هغوى وویل: نو هغه د خلقو د سترګو په وړاندې راولئ، د دې لپاره چې هغوى (يې وویني او) ګواهي وكړي info
التفاسير:

external-link copy
62 : 21

قَالُوْۤا ءَاَنْتَ فَعَلْتَ هٰذَا بِاٰلِهَتِنَا یٰۤاِبْرٰهِیْمُ ۟ؕ

21-62 ويې ويل:اى ابراهیمه! ایا تا زمونږ له معبودانو سره دا كار كړى دى؟ info
التفاسير:

external-link copy
63 : 21

قَالَ بَلْ فَعَلَهٗ ۖۗ— كَبِیْرُهُمْ هٰذَا فَسْـَٔلُوْهُمْ اِنْ كَانُوْا یَنْطِقُوْنَ ۟

21-63 هغه وویل: بلكې دا كار د دوى دې مشر (لوى بت) كړى دى، نو تاسو له دوى نه پوښتنه وكړئ كه دوى خبرې كوي info
التفاسير:

external-link copy
64 : 21

فَرَجَعُوْۤا اِلٰۤی اَنْفُسِهِمْ فَقَالُوْۤا اِنَّكُمْ اَنْتُمُ الظّٰلِمُوْنَ ۟ۙ

21-64 نو دوى خپلو نفسونو ته رجوع وكړه، بیا يې وویل: بېشكه هم تاسو ظالمان یئ info
التفاسير:

external-link copy
65 : 21

ثُمَّ نُكِسُوْا عَلٰی رُءُوْسِهِمْ ۚ— لَقَدْ عَلِمْتَ مَا هٰۤؤُلَآءِ یَنْطِقُوْنَ ۟

21-65 بیا دوى په خپلو سرونو نسكور كړى شول (ويې ویل:) یقینًا یقینًا ته پوه يې چې دا (بتان) خبرې نشي كولى info
التفاسير:

external-link copy
66 : 21

قَالَ اَفَتَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَا یَنْفَعُكُمْ شَیْـًٔا وَّلَا یَضُرُّكُمْ ۟ؕ

21-66 هغه وویل: ایا نو تاسو له الله نه پرته د هغه څه عبادت كوئ چې تاسو ته هېڅ نفع نشي رسولى او نه تاسو ته ضرر رسولى شي info
التفاسير:

external-link copy
67 : 21

اُفٍّ لَّكُمْ وَلِمَا تَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟

21-67 اُف په تاسو او په هغو چې تاسو يې له الله نه پرته عبادت كوئ، ایا نو تاسو عقل نه لرئ info
التفاسير:

external-link copy
68 : 21

قَالُوْا حَرِّقُوْهُ وَانْصُرُوْۤا اٰلِهَتَكُمْ اِنْ كُنْتُمْ فٰعِلِیْنَ ۟

21-68 ويې ويل:دا وسوځوئ او د خپلو معبودانو مرسته وكړئ كه چېرې تاسو (څه) كوونكي یئ info
التفاسير:

external-link copy
69 : 21

قُلْنَا یٰنَارُ كُوْنِیْ بَرْدًا وَّسَلٰمًا عَلٰۤی اِبْرٰهِیْمَ ۟ۙ

21-69 مونږ وویل: اى اوره! یخ او سلامتیا والا شه په ابراهیم باندې info
التفاسير:

external-link copy
70 : 21

وَاَرَادُوْا بِهٖ كَیْدًا فَجَعَلْنٰهُمُ الْاَخْسَرِیْنَ ۟ۚ

21-70 او دوى له هغه سره د ضررناك مكر كولو اراده كړې وه، نو مونږه هم دوى بې حده تاوانیان وګرځول info
التفاسير:

external-link copy
71 : 21

وَنَجَّیْنٰهُ وَلُوْطًا اِلَی الْاَرْضِ الَّتِیْ بٰرَكْنَا فِیْهَا لِلْعٰلَمِیْنَ ۟

21-71 او مونږ هغه ته او لوط ته نجات وركړ د هغې ځمكې په طرف چې مونږ په هغې كې د عالَمونو لپاره بركت اچولى دى info
التفاسير:

external-link copy
72 : 21

وَوَهَبْنَا لَهٗۤ اِسْحٰقَ ؕ— وَیَعْقُوْبَ نَافِلَةً ؕ— وَكُلًّا جَعَلْنَا صٰلِحِیْنَ ۟

21-72 او مونږ هغه ته اسحق عطا كړ او یعقوب، زیاتي، او مونږه (دغه) هر یو نېكان ګرځولي دي info
التفاسير: