وه‌رگێڕانی ماناكانی قورئانی پیرۆز - وەرگێڕاوی پەشتۆ - سەرفراز

شمس

external-link copy
1 : 91

وَالشَّمْسِ وَضُحٰىهَا ۟

قسم په لمر او د هغه په رڼا. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 91

وَالْقَمَرِ اِذَا تَلٰىهَا ۟

قسم په سپوږمۍ چې له لمر وروسته راوخیژي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 91

وَالنَّهَارِ اِذَا جَلّٰىهَا ۟

قسم په ورځ چې لمر را ښکاره کړي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 91

وَالَّیْلِ اِذَا یَغْشٰىهَا ۟

قسم په شپه چې لمر پټ کړي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 91

وَالسَّمَآءِ وَمَا بَنٰىهَا ۟

قسم په اسمان او د هغه په جوړوونکي ذات. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 91

وَالْاَرْضِ وَمَا طَحٰىهَا ۟

قسم په ځمکه او د هغې په غوړوونکي ذات. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 91

وَنَفْسٍ وَّمَا سَوّٰىهَا ۟

قسم په نفس او د هغه په برابر وونکي ذات. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 91

فَاَلْهَمَهَا فُجُوْرَهَا وَتَقْوٰىهَا ۟

نو په زړه کې يي ورو اچوله بدي او نیکي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 91

قَدْ اَفْلَحَ مَنْ زَكّٰىهَا ۟

په رښتیا چې بریمن شو هغه چې نفس يې پاک کړ. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 91

وَقَدْ خَابَ مَنْ دَسّٰىهَا ۟ؕ

او زیانمن شوهغه چې خپل نفس یې له ګناهونو څخه لاندې کړ. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 91

كَذَّبَتْ ثَمُوْدُ بِطَغْوٰىهَاۤ ۟

ثمودیانو د خپلې سرغړونې له کبله رسول درواغجن ګڼلی و. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 91

اِذِ انْۢبَعَثَ اَشْقٰىهَا ۟

پدې ډول چې کله یې بدبخته ورانکاری راپورته شو. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 91

فَقَالَ لَهُمْ رَسُوْلُ اللّٰهِ نَاقَةَ اللّٰهِ وَسُقْیٰهَا ۟ؕ

نو د الله رسول ورته وویل:د الله اوښې ته لاس ورنه وړئ.او نه یې له اوبو سره کار ولرئ. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 91

فَكَذَّبُوْهُ فَعَقَرُوْهَا— فَدَمْدَمَ عَلَیْهِمْ رَبُّهُمْ بِذَنْۢبِهِمْ فَسَوّٰىهَا ۟

خو هغوی درواغجن وګاڼه او اوښه یې زخمې کړه رب ئې پرې خپل قهر او غضب راښکته کړ او ټوله ځمکه يې پرې یو برابر کړه. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 91

وَلَا یَخَافُ عُقْبٰهَا ۟۠

او الله دخپلې کړنې له نتیجې څخه نه ډاریږي. info
التفاسير: