وه‌رگێڕانی ماناكانی قورئانی پیرۆز - وەرگێڕاوی پەشتۆ - سەرفراز

external-link copy
43 : 7

وَنَزَعْنَا مَا فِیْ صُدُوْرِهِمْ مِّنْ غِلٍّ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهِمُ الْاَنْهٰرُ ۚ— وَقَالُوا الْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ هَدٰىنَا لِهٰذَا ۫— وَمَا كُنَّا لِنَهْتَدِیَ لَوْلَاۤ اَنْ هَدٰىنَا اللّٰهُ ۚ— لَقَدْ جَآءَتْ رُسُلُ رَبِّنَا بِالْحَقِّ ؕ— وَنُوْدُوْۤا اَنْ تِلْكُمُ الْجَنَّةُ اُوْرِثْتُمُوْهَا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟

د هغوی په زړونو کې چې کوم خیری وي هغه به مونږ وباسو، لاندی به ترې ویالې بهیږي او وایې به چې: دا د الله پاک مهرباني ده چې مونږ ته یې دا لار وښووله. که هغه مونږ ته ښوونه نه وای کړې مونږ په خپله لار نه شوای میندلای. رښتیا هم چې زمونږ د رب پیغمبران په حقه راغلي وو. په همغه وخت کې به غږ وشي دا جنت چې تاسې يې وارثان ګرځولي شوی یاست ستاسو د هغو عملونو بدل دی چې تاسو به کول. info
التفاسير: