وه‌رگێڕانی ماناكانی قورئانی پیرۆز - وەرگێڕاوی پەشتۆ - سەرفراز

ژمارەی پەڕە:close

external-link copy
19 : 44

وَّاَنْ لَّا تَعْلُوْا عَلَی اللّٰهِ ؕ— اِنِّیْۤ اٰتِیْكُمْ بِسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟ۚ

ځانونه پر الله لوړ مه ګڼئ. په رښتیا چې زه تاسې ته یو ښکاره دلیل راوړم. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 44

وَاِنِّیْ عُذْتُ بِرَبِّیْ وَرَبِّكُمْ اَنْ تَرْجُمُوْنِ ۟ۚ

او زه له خپل او ستاسې له رب نه پناه غواړم چې تاسې مې په ډبرو ووژنئ. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 44

وَاِنْ لَّمْ تُؤْمِنُوْا لِیْ فَاعْتَزِلُوْنِ ۟

او که په ما ایمان نه راوړئ نو له ما نه لرې شئ او مخه مې خوشې کړئ. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 44

فَدَعَا رَبَّهٗۤ اَنَّ هٰۤؤُلَآءِ قَوْمٌ مُّجْرِمُوْنَ ۟

او بیا يي خپل رب ته لاسونه پورته کړل او ويې ویل: دا یو سر کشه او مجرم قوم دی. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 44

فَاَسْرِ بِعِبَادِیْ لَیْلًا اِنَّكُمْ مُّتَّبَعُوْنَ ۟ۙ

الله ورته وفرمایل: نو زما بنده ګان د شپې روان کړه په تاسې پسې به پل واخیستی شي. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 44

وَاتْرُكِ الْبَحْرَ رَهْوًا ؕ— اِنَّهُمْ جُنْدٌ مُّغْرَقُوْنَ ۟

او سیند په خپل حال ولاړ پریږده. بې له شکه چې هغوی غرقیدونکی لښکر دی. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 44

كَمْ تَرَكُوْا مِنْ جَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۙ

څومره ډیر باغونه او ښکلي چیني يې پریښوولې؟ info
التفاسير:

external-link copy
26 : 44

وَّزُرُوْعٍ وَّمَقَامٍ كَرِیْمٍ ۟ۙ

او څومره کښتونه او غوره او ښایسته محلونه؟ info
التفاسير:

external-link copy
27 : 44

وَّنَعْمَةٍ كَانُوْا فِیْهَا فٰكِهِیْنَ ۟ۙ

او څومره نعمتونه چې هغوی به پکې چړچې کولي؟ info
التفاسير:

external-link copy
28 : 44

كَذٰلِكَ ۫— وَاَوْرَثْنٰهَا قَوْمًا اٰخَرِیْنَ ۟

په همدې توګه مو هغوی هلاک او هر څه مو نورو ته په میراث ورکړل. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 44

فَمَا بَكَتْ عَلَیْهِمُ السَّمَآءُ وَالْاَرْضُ وَمَا كَانُوْا مُنْظَرِیْنَ ۟۠

په فرعونیانو نه اسمان وژړل او نه ځمکې او نه هغوی ته څه وخت ورکړای شو. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 44

وَلَقَدْ نَجَّیْنَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ مِنَ الْعَذَابِ الْمُهِیْنِ ۟ۙ

او مونږ بنې اسرائیل له سپکوونکي عذاب څخه خلاص کړل. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 44

مِنْ فِرْعَوْنَ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ عَالِیًا مِّنَ الْمُسْرِفِیْنَ ۟

د فرعون له عذاب نه په رښتیا چې هغه ډیر لوی متکبر او له پولو ور اووښتی وو. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 44

وَلَقَدِ اخْتَرْنٰهُمْ عَلٰی عِلْمٍ عَلَی الْعٰلَمِیْنَ ۟ۚ

او دخپل علم په رڼا کې مو هغوی پر ټولو خلکو غوره کړي وو. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 44

وَاٰتَیْنٰهُمْ مِّنَ الْاٰیٰتِ مَا فِیْهِ بَلٰٓؤٌا مُّبِیْنٌ ۟

او هغه لويي نښي مو ورکړ چې په څرګند ډول ازمیښت و. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 44

اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ لَیَقُوْلُوْنَ ۟ۙ

هو! همدغه خلک دي چې وايي: info
التفاسير:

external-link copy
35 : 44

اِنْ هِیَ اِلَّا مَوْتَتُنَا الْاُوْلٰی وَمَا نَحْنُ بِمُنْشَرِیْنَ ۟

زمونږ همدغه یو لومړنی مرګ وو او بیا مونږ ژوندي نه راپاڅول کیږو. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 44

فَاْتُوْا بِاٰبَآىِٕنَاۤ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

که نه نو زمونږ پلرونه ژوني راولئ که تاسې رښتینې یاست. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 44

اَهُمْ خَیْرٌ اَمْ قَوْمُ تُبَّعٍ ۙ— وَّالَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— اَهْلَكْنٰهُمْ ؗ— اِنَّهُمْ كَانُوْا مُجْرِمِیْنَ ۟

ایا دوی غوره دي؟ او که د تبع قوم؟ او هغه قومونه چې له تبع نه هم وړاندې تیر شوي وو؟ مونږ هغوی ټول ځکه هلاک کړل چې: مجرمان وو. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 44

وَمَا خَلَقْنَا السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَا لٰعِبِیْنَ ۟

مونږ اسمانونه، ځمکه او د دواړو په غیږ کې ټول څیزونه د لوبو لپاره نه دي پیدا کړي. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 44

مَا خَلَقْنٰهُمَاۤ اِلَّا بِالْحَقِّ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

مونږ پرته د حق له انګیزې په بله هیڅ انګیزه نه دي بیدا کړي خو ددوی دیر خلک نه پوهیږي. info
التفاسير: