وه‌رگێڕانی ماناكانی قورئانی پیرۆز - وەرگێڕاوی پەشتۆ - ناوەندی ڕواد بۆ وەرگێڕان

ژمارەی پەڕە:close

external-link copy
28 : 54

وَنَبِّئْهُمْ اَنَّ الْمَآءَ قِسْمَةٌ بَیْنَهُمْ ۚ— كُلُّ شِرْبٍ مُّحْتَضَرٌ ۟

او خبر يې كړه چې دا اوبه يې ترمنځه وېشل شوې دي، هر وار څښلو ته به (خپل خاوند) حاضرېدونكى وي. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 54

فَنَادَوْا صَاحِبَهُمْ فَتَعَاطٰی فَعَقَرَ ۟

خو هغوى خپل ملګري ته نارې كړې نو را ويې نيوله او پښې يې ترې غوڅې كړې. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 54

فَكَیْفَ كَانَ عَذَابِیْ وَنُذُرِ ۟

نو زما عذاب او وېرول څنګه وو؟ info
التفاسير:

external-link copy
31 : 54

اِنَّاۤ اَرْسَلْنَا عَلَیْهِمْ صَیْحَةً وَّاحِدَةً فَكَانُوْا كَهَشِیْمِ الْمُحْتَظِرِ ۟

بېشكه موږ پر هغوى يوه چيغه راولېږله نو داسې شول لكه د غوجل مات رامات واښه. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 54

وَلَقَدْ یَسَّرْنَا الْقُرْاٰنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُّدَّكِرٍ ۟

او بېشكه قرآن مو د پوهېدو لپاره آسان كړى دى نو آيا څوك عبرت اخيستونكى شته؟ info
التفاسير:

external-link copy
33 : 54

كَذَّبَتْ قَوْمُ لُوْطٍۭ بِالنُّذُرِ ۟

د لوط قوم وېروونكي درواغجن وګڼل. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 54

اِنَّاۤ اَرْسَلْنَا عَلَیْهِمْ حَاصِبًا اِلَّاۤ اٰلَ لُوْطٍ ؕ— نَجَّیْنٰهُمْ بِسَحَرٍ ۟ۙ

موږ پر هغوى كاڼي وروونكى باد ور ولېږلو، (مګر) پرته د لوط له كورنۍ چې سباوون مهال مو وژغورله. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 54

نِّعْمَةً مِّنْ عِنْدِنَا ؕ— كَذٰلِكَ نَجْزِیْ مَنْ شَكَرَ ۟

زموږ له خوا د لورينې په توګه. څوك چې شكر باسي موږ همداسې بدله وركوو. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 54

وَلَقَدْ اَنْذَرَهُمْ بَطْشَتَنَا فَتَمَارَوْا بِالنُّذُرِ ۟

او پرته له شکه هغوی يې زموږ له نيولو وېرولي وو خو هغوى په وېروونكو شک وکړ. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 54

وَلَقَدْ رَاوَدُوْهُ عَنْ ضَیْفِهٖ فَطَمَسْنَاۤ اَعْیُنَهُمْ فَذُوْقُوْا عَذَابِیْ وَنُذُرِ ۟

او له هغه يې د مېلمنو د ورسپارلو غوښتنه وکړه خو موږ يې سترګې ړندې كړې نو (اوس) زما د عذاب او وېرولو خوند وڅكئ. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 54

وَلَقَدْ صَبَّحَهُمْ بُكْرَةً عَذَابٌ مُّسْتَقِرٌّ ۟ۚ

او په رېښتيا چې سهار وختي پر هغوى يو پاتېدونكى عذاب راغلو او تباه يې كړل. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 54

فَذُوْقُوْا عَذَابِیْ وَنُذُرِ ۟

نو زما د عذاب او وېرولو خوند وڅكئ. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 54

وَلَقَدْ یَسَّرْنَا الْقُرْاٰنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُّدَّكِرٍ ۟۠

او په رېښتيا موږ قرآن د نصيحت لپاره آسانه كړى دى نو آيا څوك درس اخيستونكى شته؟ info
التفاسير:

external-link copy
41 : 54

وَلَقَدْ جَآءَ اٰلَ فِرْعَوْنَ النُّذُرُ ۟ۚ

او بېشكه فرعونيانو ته وېروونكي ورغلي وو. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 54

كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا كُلِّهَا فَاَخَذْنٰهُمْ اَخْذَ عَزِیْزٍ مُّقْتَدِرٍ ۟

هغوى زموږ ګردې نښانې درواغ وګڼلې نو بيا مو د برلاسي قادر (الله) په نيولو سره راګير كړل. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 54

اَكُفَّارُكُمْ خَیْرٌ مِّنْ اُولٰٓىِٕكُمْ اَمْ لَكُمْ بَرَآءَةٌ فِی الزُّبُرِ ۟ۚ

آيا ستاسو كافران تر هغوى غوره دي يا تاسو ته په پخوانيو كتابونو كې څه خلاصون راغلى دى؟ info
التفاسير:

external-link copy
44 : 54

اَمْ یَقُوْلُوْنَ نَحْنُ جَمِیْعٌ مُّنْتَصِرٌ ۟

(او) كه هغوى وايي چې موږ يو بل سره مرستيال غچ اخېستونكى ټولى يو؟ info
التفاسير:

external-link copy
45 : 54

سَیُهْزَمُ الْجَمْعُ وَیُوَلُّوْنَ الدُّبُرَ ۟

دا ټولى به زر ماتې وخوري او شاوې به واړوي. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 54

بَلِ السَّاعَةُ مَوْعِدُهُمْ وَالسَّاعَةُ اَدْهٰی وَاَمَرُّ ۟

په اصل كې قيامت د هغوى د ژمنې ټاكلى وخت دى او قيامت ډېر سخت او تريخ دى. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 54

اِنَّ الْمُجْرِمِیْنَ فِیْ ضَلٰلٍ وَّسُعُرٍ ۟ۘ

بېشکه دا مجرمان په بې لارۍ او ليونتوب (يا بل اور) كې دي. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 54

یَوْمَ یُسْحَبُوْنَ فِی النَّارِ عَلٰی وُجُوْهِهِمْ ؕ— ذُوْقُوْا مَسَّ سَقَرَ ۟

هغه ورځ چې هغوى پړمخ په اور كې كشول كيږي چې (اوس) د دوزخ اور د رسېدلو مزه وڅكئ. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 54

اِنَّا كُلَّ شَیْءٍ خَلَقْنٰهُ بِقَدَرٍ ۟

بېشكه موږ هر شى په يوه ټاكلې اندازه پيدا كړي. info
التفاسير: