وه‌رگێڕانی ماناكانی قورئانی پیرۆز - وەرگێڕاوی پەشتۆ - ناوەندی ڕواد بۆ وەرگێڕان

ژمارەی پەڕە:close

external-link copy
34 : 43

وَلِبُیُوْتِهِمْ اَبْوَابًا وَّسُرُرًا عَلَیْهَا یَتَّكِـُٔوْنَ ۟ۙ

او د كوټو دروازې او تختونه به يې (هم د زرو) وو چې هغوى تكيه پرې لګوي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 43

وَزُخْرُفًا ؕ— وَاِنْ كُلُّ ذٰلِكَ لَمَّا مَتَاعُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ؕ— وَالْاٰخِرَةُ عِنْدَ رَبِّكَ لِلْمُتَّقِیْنَ ۟۠

او سره زر [ور به یې کړو]، اویقینا خامخا دا ټول دنيوي ګټه ده او آخرت خو ستا د رب پر وړاندې يوازې د متقيانو لپاره دى. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 43

وَمَنْ یَّعْشُ عَنْ ذِكْرِ الرَّحْمٰنِ نُقَیِّضْ لَهٗ شَیْطٰنًا فَهُوَ لَهٗ قَرِیْنٌ ۟

او څوک چې د قران څخه ځان ړوند کړي، يو شيطان به پرې وګومارو نو هغه به يې (تل) ملګرى وي. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 43

وَاِنَّهُمْ لَیَصُدُّوْنَهُمْ عَنِ السَّبِیْلِ وَیَحْسَبُوْنَ اَنَّهُمْ مُّهْتَدُوْنَ ۟

او هغوى به له سمې لارې ايساروي خو هغوى به انګېري چې لار موندونكي دي. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 43

حَتّٰۤی اِذَا جَآءَنَا قَالَ یٰلَیْتَ بَیْنِیْ وَبَیْنَكَ بُعْدَ الْمَشْرِقَیْنِ فَبِئْسَ الْقَرِیْنُ ۟

تر دې چې موږ ته راشي وايي به كاشكي زما او ستا تر منځ خو د ختيځ او لويديځ لرې والى واى، نو دا بد ملګرى دى. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 43

وَلَنْ یَّنْفَعَكُمُ الْیَوْمَ اِذْ ظَّلَمْتُمْ اَنَّكُمْ فِی الْعَذَابِ مُشْتَرِكُوْنَ ۟

او څنګه چې تاسو ظلم كړى و نو نن به په عذاب كې ستاسو دا يو ځاى والى هيڅ ګټه در ونه رسوي. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 43

اَفَاَنْتَ تُسْمِعُ الصُّمَّ اَوْ تَهْدِی الْعُمْیَ وَمَنْ كَانَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟

آيا نو ته كاڼه ته ور اورولى شې، يا ړانده په لار سمولاى شې او څوك چې په ښكاره بې لاريتوب كې وي؟ info
التفاسير:

external-link copy
41 : 43

فَاِمَّا نَذْهَبَنَّ بِكَ فَاِنَّا مِنْهُمْ مُّنْتَقِمُوْنَ ۟ۙ

نو كه تا (له دې ځايه) بوځو هم، موږ خو له هغوى غچ اخيستونكي يو. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 43

اَوْ نُرِیَنَّكَ الَّذِیْ وَعَدْنٰهُمْ فَاِنَّا عَلَیْهِمْ مُّقْتَدِرُوْنَ ۟

يا به تا ته هم هغه (عذاب) در ووينو چې هغوى سره مو ژمنه كړې، نو موږ خو پرې واكمن يو. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 43

فَاسْتَمْسِكْ بِالَّذِیْۤ اُوْحِیَ اِلَیْكَ ۚ— اِنَّكَ عَلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟

نو هغه څه ټينـګ ونيسه چې تا ته وحې شوى، ته په رېښتيا په نېغه لار (روان) يې. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 43

وَاِنَّهٗ لَذِكْرٌ لَّكَ وَلِقَوْمِكَ ۚ— وَسَوْفَ تُسْـَٔلُوْنَ ۟

او دا هرومرو ستا او ستا د قوم لپاره نصيحت دى او نېږدې ده چې وپوښتل شئ. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 43

وَسْـَٔلْ مَنْ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رُّسُلِنَاۤ اَجَعَلْنَا مِنْ دُوْنِ الرَّحْمٰنِ اٰلِهَةً یُّعْبَدُوْنَ ۟۠

او زموږ هغه رسولان وپوښته چې له تا وړاندې مو لېږلي وو، آيا له رحمن پرته مو نور معبودان ټاكلي وو چې لمانځل کېدل به؟ info
التفاسير:

external-link copy
46 : 43

وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا مُوْسٰی بِاٰیٰتِنَاۤ اِلٰی فِرْعَوْنَ وَمَلَاۡىِٕهٖ فَقَالَ اِنِّیْ رَسُوْلُ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟

او موسى مو له خپلو نښانو سره فرعون او د هغه درباريانو ته واستولو نو ورته ويې ويل چې زه د رب العالمين استازی يم. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 43

فَلَمَّا جَآءَهُمْ بِاٰیٰتِنَاۤ اِذَا هُمْ مِّنْهَا یَضْحَكُوْنَ ۟

نو كله چې زموږ له نښانو سره ورغى، هغوى يو دم ورپورې خندل. info
التفاسير: