وه‌رگێڕانی ماناكانی قورئانی پیرۆز - وەرگێڕاوی پەشتۆیی بۆ پوختەی تەفسیری قورئانی پیرۆز

حج

لە مەبەستەکانی سورەتەکە:
تعظيم الله سبحانه وتعالى وشعائره والتسليم لأمره.
د الله پاک تعالی او د هغه د شعائرو درناوی او امر ته يې غاړه اېښودل. info

external-link copy
1 : 22

یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اتَّقُوْا رَبَّكُمْ ۚ— اِنَّ زَلْزَلَةَ السَّاعَةِ شَیْءٌ عَظِیْمٌ ۟

ای خلکو! ووېرېږئ د خپل رب څخه په عملي کولو د هغه څه چې تاسې ته يې پرې امر کړی، او په ځان ساتلو سره د هغه څه نه چې تاسې یې ترې منعه کړي یاست، بېشکه هغه څه چې د قیامت د راتللو سره به یوځای وي د زلزلې د ځمکې او نورو سختو حالاتو څخه یقېنا ډیر لوی کار دی، لازم دي تیاری کول دې لره په هغه عمل چې الله تعالی خوشحاله کوي. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 22

یَوْمَ تَرَوْنَهَا تَذْهَلُ كُلُّ مُرْضِعَةٍ عَمَّاۤ اَرْضَعَتْ وَتَضَعُ كُلُّ ذَاتِ حَمْلٍ حَمْلَهَا وَتَرَی النَّاسَ سُكٰرٰی وَمَا هُمْ بِسُكٰرٰی وَلٰكِنَّ عَذَابَ اللّٰهِ شَدِیْدٌ ۟

په کومه ورځ چې وبه وینئ تاسې دا زلزله غافله به شي هره یوه پۍ ورکوونکي ښځه د خپل بچي نه، او وبه غورځوي هره یوه حامله زنانه خپل حمل لره د ډېرې وېرې د وجې، او وېنې به ته خلکو لره د هغوی د عقلونو د لاسه ورکولو له کبله د نشیانو په شان د دغه ځای او حالاتو د سختې وېرې له وجې، او دوی به د شرابو د څښولو له امله نشه نه وي، بلکې عذاب د الله تعالی ډېر سخت دی، نو د الله تعالی عذاب د دوی نه عقلونه ورک کړي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 22

وَمِنَ النَّاسِ مَنْ یُّجَادِلُ فِی اللّٰهِ بِغَیْرِ عِلْمٍ وَّیَتَّبِعُ كُلَّ شَیْطٰنٍ مَّرِیْدٍ ۟ۙ

او ځېني د خلکو نه هغه دي چې جګړه کوي د الله تعالی په قدرت کې په راژوندي کولو د مړو پرته له کوم دلېل نه چې دوی سره وي، او تابعداري کوي په خپله عقېده او وینا کې د هر یو شیطان چې سرکش وي د خپل رب د حکم نه، او د هر یو ګمراه مشر. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 22

كُتِبَ عَلَیْهِ اَنَّهٗ مَنْ تَوَلَّاهُ فَاَنَّهٗ یُضِلُّهٗ وَیَهْدِیْهِ اِلٰی عَذَابِ السَّعِیْرِ ۟

مقرر کړی شوې په دې سرکښ انسي او جني شیطان باندې چې یقېنا چا چې د ده تابعداري وکړه، او د ده خبره یې ومنله نو خامخا به یې دحق له لارې څخه بې لارې کوي، او عذاب د اور ته به یې رسوي د هغه د کفر او ګناهونو په وجه. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 22

یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اِنْ كُنْتُمْ فِیْ رَیْبٍ مِّنَ الْبَعْثِ فَاِنَّا خَلَقْنٰكُمْ مِّنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِنْ مُّضْغَةٍ مُّخَلَّقَةٍ وَّغَیْرِ مُخَلَّقَةٍ لِّنُبَیِّنَ لَكُمْ ؕ— وَنُقِرُّ فِی الْاَرْحَامِ مَا نَشَآءُ اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی ثُمَّ نُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوْۤا اَشُدَّكُمْ ۚ— وَمِنْكُمْ مَّنْ یُّتَوَفّٰی وَمِنْكُمْ مَّنْ یُّرَدُّ اِلٰۤی اَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَیْلَا یَعْلَمَ مِنْ بَعْدِ عِلْمٍ شَیْـًٔا ؕ— وَتَرَی الْاَرْضَ هَامِدَةً فَاِذَاۤ اَنْزَلْنَا عَلَیْهَا الْمَآءَ اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ وَاَنْۢبَتَتْ مِنْ كُلِّ زَوْجٍ بَهِیْجٍ ۟

ای خلکو! که چېرته تاسې سره شک وي زمونږ په قدرت باندې ستاسې په بېرته راژوندي کولو باندې، نو تاسې فکر وکړئ په خپل پيدایښت کې؛ نو بېشکه مونږ ستاسې پلار آدم د خاورې نه پیداکړی و، بیا مو د هغه اولاده د هغه څاڅکي د منۍ نه پیداکړه چې سړي یې د ښځي په رحم (بچې دانې) کې اچوي، بیا دا څاڅکی د منۍ بدل شي په کلکه وېنه باندې، بیا دا کلکه وینه د غوښي په ټوټې باندې بدله شي لکه د کرپندوکي په شان، بیا د غوښې دا ټوټه بدله شي؛ یا په پوره برابر پيدایښت باندې او یا پاتي شي په رحم (بچې دانۍ) کې تر دې چې هغه ژوندی بچی راووځي، او یا بدل شي ناقص شکل ته او رحم (بچه دانه) یې وغورځوي؛ دا د دې لپاره چې بیان کړو مونږ تاسې ته زمونږ قدرت په پیداکولو ستاسې کې په پی درپی ډول، او مونږ پرېږدو په بچه دانو کې هغه چې مونږ یې وغواړو د بچو نه تر دې چې پیداشي په نېټه مقرره کې چې هغه نهه میاشتې دي، بیا مو مونږ راوباسو د خېټو د مېندو ستاسې نه واړه واړه بچي، بیا تر دې چې تاسې ورسېږئ پوره والي د قوت او عقل ته، او ځېنې ستاسې څخه هغه دي چې د دې نه مخکې مړه شي، او ځېني ستاسې نه هغه څوک دي ژوند کوي تر دې چې د زوړوالي عمر ته ورسېږي داسې چې قوت او عقل دواړه یې کمزوري شي، تر دې چې د ماشوموالي د حال نه هم ډیر بدتر شي، نه پوهېږي په هغه څه چې دی پرې مخکې پوهېده، او وینې به ته زمکې لره وچه چې هیڅ بوټي پکې نه وي، نو کله چې مونږ په دې باندې د باران اوبه راووروو نو کولاو شي ځمکه د بوټو نه، او را اوچته شي په سبب د راټوکېدلو د بوټو د هغې، او راوباسي (رازرغون کړي) د هر یو قسم د ښایسته شکل والا بوټي نه. info
التفاسير:
سوودەکانی ئایەتەکان لەم پەڕەیەدا:
• وجوب الاستعداد ليوم القيامة بزاد التقوى.
واجب دی تیاری کول د قیامت ورځې ته د تقوی په توخې سره. info

• شدة أهوال القيامة حيث تنسى المرضعة طفلها وتسقط الحامل حملها وتذهب عقول الناس.
د قیامت د هېبت سختي داسې چې هیره به کړي هره یوه تی ورکوونکي زنانه خپل بچي لره او وبه غورځوي حامله زنانه خپل حمل لره او د خلکو عقلونه به لاړ شي. info

• التدرج في الخلق سُنَّة إلهية.
په پی درپی ډول پيداېښت؛ الهي قانون دی. info

• دلالة الخلق الأول على إمكان البعث.
د لومړي پيداېښت تر سره کېدل په بېرته راژوندي کولو باندې دلالت کوي. info

• ظاهرة المطر وما يتبعها من إنبات الأرض دليل ملموس على بعث الأموات.
د باران څرګنده نښه او هغه څه چې په دې پسې وروسته راځي د راټوکولو د زمکې نه یو څرګند دلیل دی په بېرته راژوندي کولو د مړو. info