ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಸರ್ಫರಾಜ್

ಪುಟ ಸಂಖ್ಯೆ:close

external-link copy
164 : 7

وَاِذْ قَالَتْ اُمَّةٌ مِّنْهُمْ لِمَ تَعِظُوْنَ قَوْمَا ۙ— ١للّٰهُ مُهْلِكُهُمْ اَوْ مُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا شَدِیْدًا ؕ— قَالُوْا مَعْذِرَةً اِلٰی رَبِّكُمْ وَلَعَلَّهُمْ یَتَّقُوْنَ ۟

او کله چې د هغوی یوي ډلې بلې ته وویل چې تاسې ولې هغو خلکو ته پند او نصیحت کوئ چې الله به يي هلاک او یا به سخت عذاب ورکړي؟ ځواب یي ورکړ چې په دی تکل پند ورکوو چې ستاسې رب ته مو خپل معذرت وړاندی کړی وي او هم کیدای شي چې هغوی له ګناه څخه ځانونه وژغوري. info
التفاسير:

external-link copy
165 : 7

فَلَمَّا نَسُوْا مَا ذُكِّرُوْا بِهٖۤ اَنْجَیْنَا الَّذِیْنَ یَنْهَوْنَ عَنِ السُّوْٓءِ وَاَخَذْنَا الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا بِعَذَابٍۭ بَىِٕیْسٍ بِمَا كَانُوْا یَفْسُقُوْنَ ۟

چې ورکړای شوی پند يي هیر کړ نو مونږ هغه خلک خلاص کړل چې د بدۍ مخه يي نیول. او تیري کوونکي مو د هغوی د ګناهونو له کبله په سخت عذاب وربړول. info
التفاسير:

external-link copy
166 : 7

فَلَمَّا عَتَوْا عَنْ مَّا نُهُوْا عَنْهُ قُلْنَا لَهُمْ كُوْنُوْا قِرَدَةً خٰسِىِٕیْنَ ۟

او چې له منع شوو کارونو څخه د هغوی سرغړونه لوړ پړاو ته ورسیده نو مونږ ورته ویل چې سپک او رټل شوي بیزوګان شئ. info
التفاسير:

external-link copy
167 : 7

وَاِذْ تَاَذَّنَ رَبُّكَ لَیَبْعَثَنَّ عَلَیْهِمْ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ مَنْ یَّسُوْمُهُمْ سُوْٓءَ الْعَذَابِ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ لَسَرِیْعُ الْعِقَابِ ۖۚ— وَاِنَّهٗ لَغَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟

او کله چې ستا رب اعلان وکړ چې خامخا به پر بني اسرائیلو داسې څوک مسلطوي چې تر قیامته به يي په سخت عذاب ربړوي. بې له شکه چې ستا د رب عذاب ډیر ژر راځي او بې شکه چې الله ډير بښونکی خورا مهربان دی. info
التفاسير:

external-link copy
168 : 7

وَقَطَّعْنٰهُمْ فِی الْاَرْضِ اُمَمًا ۚ— مِنْهُمُ الصّٰلِحُوْنَ وَمِنْهُمْ دُوْنَ ذٰلِكَ ؗ— وَبَلَوْنٰهُمْ بِالْحَسَنٰتِ وَالسَّیِّاٰتِ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟

او مونږ هغوی په ځمکه کې خواره واره کړل چې ځیني يې نیکان او ځيني يي پریوتي وو. او په ښه او بد ژوند سره مو وازمایل کیدای شي چې هغوی بیرته د الله په لور وګرځي. info
التفاسير:

external-link copy
169 : 7

فَخَلَفَ مِنْ بَعْدِهِمْ خَلْفٌ وَّرِثُوا الْكِتٰبَ یَاْخُذُوْنَ عَرَضَ هٰذَا الْاَدْنٰی وَیَقُوْلُوْنَ سَیُغْفَرُ لَنَا ۚ— وَاِنْ یَّاْتِهِمْ عَرَضٌ مِّثْلُهٗ یَاْخُذُوْهُ ؕ— اَلَمْ یُؤْخَذْ عَلَیْهِمْ مِّیْثَاقُ الْكِتٰبِ اَنْ لَّا یَقُوْلُوْا عَلَی اللّٰهِ اِلَّا الْحَقَّ وَدَرَسُوْا مَا فِیْهِ ؕ— وَالدَّارُ الْاٰخِرَةُ خَیْرٌ لِّلَّذِیْنَ یَتَّقُوْنَ ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟

خو هغوی چې له دوی وروسته پاتې او د تورات وارثان شول یوازې دنیوي ګټې اخلي او وايي چې: الله به بښنه راته وکړي او چې هر څومره ګټې يي مخې ته ورځي دریغ ترې نه کوي ایا له هغوی نه د تورات په واسطه وعده نه وه اخیستل شوې چې په الله به پرته له حق نه بل څه نه وایې؟ هغوی د کتاب لیکنه په بشپړ ډول لوستلې وه. او د اخرت کور د هغو خلکو لپاره ډیر غوره ځای دی چې ځانونه له بدیو څخه ژغوري. ایا له عقل څخه کار نه اخلئ؟. info
التفاسير:

external-link copy
170 : 7

وَالَّذِیْنَ یُمَسِّكُوْنَ بِالْكِتٰبِ وَاَقَامُوا الصَّلٰوةَ ؕ— اِنَّا لَا نُضِیْعُ اَجْرَ الْمُصْلِحِیْنَ ۟

او کومو کسانو چې په کتاب منګولي لګوي او لمونځ ودروي د هغوی په هکله دا خبره پخه ده چې مونږ د نیکو کارانو بدل نه ضایع کوو. info
التفاسير: