ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಸರ್ಫರಾಜ್

ಪುಟ ಸಂಖ್ಯೆ:close

external-link copy
105 : 7

حَقِیْقٌ عَلٰۤی اَنْ لَّاۤ اَقُوْلَ عَلَی اللّٰهِ اِلَّا الْحَقَّ ؕ— قَدْ جِئْتُكُمْ بِبَیِّنَةٍ مِّنْ رَّبِّكُمْ فَاَرْسِلْ مَعِیَ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ؕ

دا خبره ډانګ پیلې کوم چې زه پر الله پرته له حق نه بل څه نه تړم ـ او دا هم پخه خبره ده چې زه تاسې ته ستاسي د رب له لورې د معجزې سره راغلې یم. نو پریږده چې بنې اسرائیل له ماسره شي. info
التفاسير:

external-link copy
106 : 7

قَالَ اِنْ كُنْتَ جِئْتَ بِاٰیَةٍ فَاْتِ بِهَاۤ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟

فرعون وویل که تا کومه نښه له ځان سره راوړې وي نو را وړاندې يي کړه که ته رښتینې يې. info
التفاسير:

external-link copy
107 : 7

فَاَلْقٰی عَصَاهُ فَاِذَا هِیَ ثُعْبَانٌ مُّبِیْنٌ ۟ۚۖ

هغه وو چې موسی خپله امسا میدان ته واچوله ځای په ځای ژوندی ګړندی ښامار و. info
التفاسير:

external-link copy
108 : 7

وَّنَزَعَ یَدَهٗ فَاِذَا هِیَ بَیْضَآءُ لِلنّٰظِرِیْنَ ۟۠

او چې لاس یې له ګریوانه را وویست نو ټول کتونکو ته تک سپین ځلیده. info
التفاسير:

external-link copy
109 : 7

قَالَ الْمَلَاُ مِنْ قَوْمِ فِرْعَوْنَ اِنَّ هٰذَا لَسٰحِرٌ عَلِیْمٌ ۟ۙ

د فرعون د قوم مشرانو وویل: بې شکه چې دی پوه او رسیدلی جادوګر دی. info
التفاسير:

external-link copy
110 : 7

یُّرِیْدُ اَنْ یُّخْرِجَكُمْ مِّنْ اَرْضِكُمْ ۚ— فَمَاذَا تَاْمُرُوْنَ ۟

غواړي چې تاسې له خپلې خاورې نه وشړي. نو اوس ستاسې مشوره څه ده؟. info
التفاسير:

external-link copy
111 : 7

قَالُوْۤا اَرْجِهْ وَاَخَاهُ وَاَرْسِلْ فِی الْمَدَآىِٕنِ حٰشِرِیْنَ ۟ۙ

هغوی وویل صیبه! دا او ورور یي په انتظار کړه او ورسره ښارونو ته استازي ولیږه. info
التفاسير:

external-link copy
112 : 7

یَاْتُوْكَ بِكُلِّ سٰحِرٍ عَلِیْمٍ ۟

چې ټول پوهان او رسیدلي ساحران درته راولي. info
التفاسير:

external-link copy
113 : 7

وَجَآءَ السَّحَرَةُ فِرْعَوْنَ قَالُوْۤا اِنَّ لَنَا لَاَجْرًا اِنْ كُنَّا نَحْنُ الْغٰلِبِیْنَ ۟

د فرعون ساحران راغلل. او ويي ویل صیبه! که مونږ برلاسي وو نو انعام خامخا شته. info
التفاسير:

external-link copy
114 : 7

قَالَ نَعَمْ وَاِنَّكُمْ لَمِنَ الْمُقَرَّبِیْنَ ۟

فرعون وویل: هو! او تاسې به مې له نژدې درباریانو یاست. info
التفاسير:

external-link copy
115 : 7

قَالُوْا یٰمُوْسٰۤی اِمَّاۤ اَنْ تُلْقِیَ وَاِمَّاۤ اَنْ نَّكُوْنَ نَحْنُ الْمُلْقِیْنَ ۟

ساحرانو وویل: موسی! وغورځوه او یا يې مونږ غورځوو. info
التفاسير:

external-link copy
116 : 7

قَالَ اَلْقُوْا ۚ— فَلَمَّاۤ اَلْقَوْا سَحَرُوْۤا اَعْیُنَ النَّاسِ وَاسْتَرْهَبُوْهُمْ وَجَآءُوْ بِسِحْرٍ عَظِیْمٍ ۟

موسی وویل تاسي يي وغوځوئ. نو چې هغوی خپل څیزونه وغورځول یو دم یي د خلکو سترګې تر اغیزې لاندې راوستلې او ويي ډار کړل، رښتیا هم چې ډیر لوی سحر يي وړاندې کړ. info
التفاسير:

external-link copy
117 : 7

وَاَوْحَیْنَاۤ اِلٰی مُوْسٰۤی اَنْ اَلْقِ عَصَاكَ ۚ— فَاِذَا هِیَ تَلْقَفُ مَا یَاْفِكُوْنَ ۟ۚ

او مونږ موسی ته وحی وکړه چې امسا دې وغورځوه. هغه وو چې امسا د هغوی ټول درواغ تس، نس کړل. info
التفاسير:

external-link copy
118 : 7

فَوَقَعَ الْحَقُّ وَبَطَلَ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟ۚ

حق ښکاره او د هغوی ټولې کړنې له مینځه ولاړې. info
التفاسير:

external-link copy
119 : 7

فَغُلِبُوْا هُنَالِكَ وَانْقَلَبُوْا صٰغِرِیْنَ ۟ۚ

نو په همغه میدان کې مات او خورا سپک شول. info
التفاسير:

external-link copy
120 : 7

وَاُلْقِیَ السَّحَرَةُ سٰجِدِیْنَ ۟ۙ

ساحران او کوډګر ځای په ځای په سجده پریوتل. info
التفاسير: