ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಅಲ್-ಮುಖ್ತಸರ್ ಫಿ ತಫ್ಸೀರಿಲ್ ಕುರ್‌ಆನಿಲ್ ಕರೀಮ್ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ

ಪುಟ ಸಂಖ್ಯೆ:close

external-link copy
160 : 26

كَذَّبَتْ قَوْمُ لُوْطِ ١لْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚۖ

د لوط قوم رسولان درواغجن وګڼل، ځکه هغوی خپل نبي لوط عليه السلام درواغجن وګڼی. info
التفاسير:

external-link copy
161 : 26

اِذْ قَالَ لَهُمْ اَخُوْهُمْ لُوْطٌ اَلَا تَتَّقُوْنَ ۟ۚ

کله چې هغوی ته يې نسبي ورور لوط وويل: آيا له الله څخه نه وېرېږئ چې د هغه له وېرې شرک پرېږدئ.
info
التفاسير:

external-link copy
162 : 26

اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌ ۟ۙ

پرته له شکه زه تاسوته رسول يم، الله تاسو ته لېږلی يم، امانت دار يم نه په هغه څه کې چې د هغه لخوا يې رسوم نه څه پکې زياتوم او نه څه ترې کموم. info
التفاسير:

external-link copy
163 : 26

فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ

له الله و وېرېږئ د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو څخه يې په ډډه کولو سره، زما پيروي وکړئ په هغه څه کې چې امر يې درته کوم او له څه څخه مو چې منع کوم. info
التفاسير:

external-link copy
164 : 26

وَمَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ ۚ— اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلٰی رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ؕ

او زه له تاسو پر هغه څه بدله نه غواړم چې د خپل پالونکي لخوا يې درته رسوم، زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده، نه پر بل چا. info
التفاسير:

external-link copy
165 : 26

اَتَاْتُوْنَ الذُّكْرَانَ مِنَ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ

ايا تاسو يوازې له خلکو څخه نارينه وو ته د شا لخوا ورځئ؟!. info
التفاسير:

external-link copy
166 : 26

وَتَذَرُوْنَ مَا خَلَقَ لَكُمْ رَبُّكُمْ مِّنْ اَزْوَاجِكُمْ ؕ— بَلْ اَنْتُمْ قَوْمٌ عٰدُوْنَ ۟

او هغه څه پرېږدئ چې الله ستاسو د شهوتونو د پوره کولو لپاره پيداکړي دي چې هغه ستاسو د مېرمنو شرمځايونه دي؟! بلکې تاسو د الله له پولو په دغه ناوړه نابلده کار اوښتونکي ياست. info
التفاسير:

external-link copy
167 : 26

قَالُوْا لَىِٕنْ لَّمْ تَنْتَهِ یٰلُوْطُ لَتَكُوْنَنَّ مِنَ الْمُخْرَجِیْنَ ۟

قوم يې ورته وويل: ای لوطه! که چېرې له دغه کاره زموږ له منع کولو او پر موږ د بد ويلو څخه لاس په سر نه شې، هرومرو به ته او څوک چې درسره دي زموږ له کلي څخه د اېستل شويو څخه شې. info
التفاسير:

external-link copy
168 : 26

قَالَ اِنِّیْ لِعَمَلِكُمْ مِّنَ الْقَالِیْنَ ۟ؕ

هغوی ته لوط وويل: پرته له شکه زه ستاسو د دغه کار چې کوئ يې له بد ګڼونکو او ناوړه ګڼونکو څخه يم. info
التفاسير:

external-link copy
169 : 26

رَبِّ نَجِّنِیْ وَاَهْلِیْ مِمَّا یَعْمَلُوْنَ ۟

هغه د خپل پالونکي په رابللو سره وويل: ای زما پالونکيه! ما او کورنۍ مې له هغه عذابه وساتې چې دغو خلکو ته د هغوی د ناروا کار له امله رسيږي. info
التفاسير:

external-link copy
170 : 26

فَنَجَّیْنٰهُ وَاَهْلَهٗۤ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ

نو د هغه دعا مو قبوله کړه او هغه او ټوله کورنۍ مو يې وژغورله. info
التفاسير:

external-link copy
171 : 26

اِلَّا عَجُوْزًا فِی الْغٰبِرِیْنَ ۟ۚ

پرته د هغه له مېرمنې، بېشکه هغه کافره وه؛ نو له منځه تلونکو او تباه کېدونکو څخه وه. info
التفاسير:

external-link copy
172 : 26

ثُمَّ دَمَّرْنَا الْاٰخَرِیْنَ ۟ۚ

بيا وروسته له دې چې لوط او کورنۍ يې له سدوم نومي کلي څخه ووتل، پاتې قوم مو يې له هغه وروسته په سخته تباهۍ تباه کړل. info
التفاسير:

external-link copy
173 : 26

وَاَمْطَرْنَا عَلَیْهِمْ مَّطَرًا ۚ— فَسَآءَ مَطَرُ الْمُنْذَرِیْنَ ۟

او پر هغوی مو له آسمانه د باران غوندې ډبرې و اورولې؛ نو د دغو کسانو باران چې لوط وېرول او د الله له عذابه يې ډارول ډېر بد و، ځکه چې هغوی د ناوړه کار په ترسره کولو کې دوام وکړ. info
التفاسير:

external-link copy
174 : 26

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

پرته له شکه د لوط پر قوم د هغوی د ناوړه کار له امله یاد نازل شوي عذاب کې د پند اخېستونکو لپاره پند دی خو د هغوی ډېری ايمان راوړونکي نه دي. info
التفاسير:

external-link copy
175 : 26

وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠

او پرته له شکه ای رسوله! ستا پالونکی برلاسی دی چې له خپلو دښمنانو يې غچ اخلي، پر هغه چا مهربانه دی چې له بندګانو يې څوک توبه وباسي. info
التفاسير:

external-link copy
176 : 26

كَذَّبَ اَصْحٰبُ لْـَٔیْكَةِ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚۖ

د ګڼې ونې والا کلي خلکو رسولان درواغجن وګڼل، کله يې چې خپل نبي شعيب عليه السلام درواغجن وګڼلو.
info
التفاسير:

external-link copy
177 : 26

اِذْ قَالَ لَهُمْ شُعَیْبٌ اَلَا تَتَّقُوْنَ ۟ۚ

کله چې هغوی ته يې نبي شعيب وويل: آيا له الله څخه د هغه له وېرې د شرک په پرېښودلو نه وېرېږئ؟!. info
التفاسير:

external-link copy
178 : 26

اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌ ۟ۙ

زه ستاسې لپاره یو استازی یم، الله تعالی تاسې ته رالیږلی یم، امانتګر یم هغه څه چې الله تعالی یې راته وحې کړې ده؛ نه پرې څه زیاتوم او نه یې ترې کموم. info
التفاسير:

external-link copy
179 : 26

فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ

نو له الله ووېرېږئ د هغه د امرونو په منلو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره، او په هغه څه کې زما پيروي وکړئ چې امر يې درته کوم او يا مو ترې منع کوم. info
التفاسير:

external-link copy
180 : 26

وَمَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ ۚ— اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلٰی رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ؕ

او زه له تاسو پر هغه څه بدله نه غواړم چې د خپل پالونکي لخوا يې درته رسوم، زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده، نه پر بل چا. info
التفاسير:

external-link copy
181 : 26

اَوْفُوا الْكَیْلَ وَلَا تَكُوْنُوْا مِنَ الْمُخْسِرِیْنَ ۟ۚ

خلکو ته پېمانه پوره ورکوئ، کله چې څه پرې پلورئ او له هغه چا مه کېږئ چې خلکو ته د پېر پر مهال په پېمانه کې کمی کوي.
info
التفاسير:

external-link copy
182 : 26

وَزِنُوْا بِالْقِسْطَاسِ الْمُسْتَقِیْمِ ۟ۚ

او کله چې نورو خلکو تلل کوئ؛ نو په سمه تله تول کوئ. info
التفاسير:

external-link copy
183 : 26

وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ اَشْیَآءَهُمْ وَلَا تَعْثَوْا فِی الْاَرْضِ مُفْسِدِیْنَ ۟ۚ

او د خلکو حقوق مه کموئ، او د ګناهونو په ترسره کولو په زمکه کې فساد مه زیاتوئ. info
التفاسير:
ಈ ಪುಟದಲ್ಲಿರುವ ಶ್ಲೋಕಗಳ ಉಪಯೋಗಗಳು:
• اللواط شذوذ عن الفطرة ومنكر عظيم.
لواطت د فطرت څخه وتل دي او لوی ناوړه کار دی. info

• من الابتلاء للداعية أن يكون أهل بيته من أصحاب الكفر أو المعاصي.
د الله لارې ته د رابلونکي له ازامويښت څخه دا دی چې کورنۍ يې کافره او ګناهکاره وي. info

• العلاقات الأرضية ما لم يصحبها الإيمان، لا تنفع صاحبها إذا نزل العذاب.
له ځمکنيو اړيکو سره چې تر څو ايمان نه وي، څښتن ته يې ګټه نه شي رسولی کله چې عذاب پرې راشي. info

• وجوب وفاء الكيل وحرمة التَّطْفِيف.
د پېمانې پوره ورکولو لازموالی او د کمولو نارواوالی. info