ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಅಲ್-ಮುಖ್ತಸರ್ ಫಿ ತಫ್ಸೀರಿಲ್ ಕುರ್‌ಆನಿಲ್ ಕರೀಮ್ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ

ಪುಟ ಸಂಖ್ಯೆ:close

external-link copy
61 : 26

فَلَمَّا تَرَآءَ الْجَمْعٰنِ قَالَ اَصْحٰبُ مُوْسٰۤی اِنَّا لَمُدْرَكُوْنَ ۟ۚ

کله چې فرعون او د هغه قوم، د موسی او د هغه له قوم سره مخ شول، په داسې حال کې چې هرې ډلې بله ډله ليدله، د موسی ملګرو وويل: بېشکه فرعون او د هغه قوم په موږ پسې را ورسېدل او موږ د هغوی مقابله نه شو کولی. info
التفاسير:

external-link copy
62 : 26

قَالَ كَلَّا ۚ— اِنَّ مَعِیَ رَبِّیْ سَیَهْدِیْنِ ۟

موسی خپل قوم ته وويل: چاره داسې نه ده لکه تاسو چې تصور کوئ، پرته له شکه زما پالونکی زما تاييد او مرسته کوي، ژر به لارښوونه راته وکړي او د خلاصون لار به راته وښيي. info
التفاسير:

external-link copy
63 : 26

فَاَوْحَیْنَاۤ اِلٰی مُوْسٰۤی اَنِ اضْرِبْ بِّعَصَاكَ الْبَحْرَ ؕ— فَانْفَلَقَ فَكَانَ كُلُّ فِرْقٍ كَالطَّوْدِ الْعَظِیْمِ ۟ۚ

نو موسی ته مو د امر کوونکو په توګه وحي وکړه چې درياب په خپله لکڼه ووهي؛ نو هغه يې پرې وواهه، درياب و چاودلو او د بني اسرائیلو د قبيلو په شمېر دولس لارې ترې جوړې شوې، د درياب هره چاودل شوې ټوټه په لوی والي او ځای په ځای کېدو کې د لوی غره غوندې وه، په داسې ډول چې اوبه نه ترې بهېدلې. info
التفاسير:

external-link copy
64 : 26

وَاَزْلَفْنَا ثَمَّ الْاٰخَرِیْنَ ۟ۚ

او فرعون او د هغه قوم مو دومره رانېږدې کړل چې درياب ته د داسې ګومان کوونکو په توګه ننوتل چې دغه د تګ وړ لاره ده. info
التفاسير:

external-link copy
65 : 26

وَاَنْجَیْنَا مُوْسٰی وَمَنْ مَّعَهٗۤ اَجْمَعِیْنَ ۟ۚ

موسی او ورسره بني اسرائيل مو وژغورل، له هغوی مو هيڅوک هم تباه نه کړل. info
التفاسير:

external-link copy
66 : 26

ثُمَّ اَغْرَقْنَا الْاٰخَرِیْنَ ۟ؕ

بيا مو فرعون او د هغه قوم په درياب کې په ډوبېدو تباه کړل. info
التفاسير:

external-link copy
67 : 26

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

پرته له شکه د موسی لپاره د درياب په چاودلو، د هغه په خلاصون، د فرعون او د هغه د قوم په تباهۍ کې يوه داسې نښانه ده چې د موسی پر رېښتينولۍ دلالت کوي، خو ډېری هغه کسان چې له فرعون سره دي پرې باور کوونکي نه دي. info
التفاسير:

external-link copy
68 : 26

وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠

پرته له شکه ای رسوله! ستا پالونکی داسې برلاسی دی چې له دښمنانو يې غچ اخلي، پر هغه چا مهربانه دی چې توبه ورته وباسي. info
التفاسير:

external-link copy
69 : 26

وَاتْلُ عَلَیْهِمْ نَبَاَ اِبْرٰهِیْمَ ۟ۘ

ای رسوله! پر هغوی د ابراهيم کيسه ولوله. info
التفاسير:

external-link copy
70 : 26

اِذْ قَالَ لِاَبِیْهِ وَقَوْمِهٖ مَا تَعْبُدُوْنَ ۟

کله يې چې خپل پلار آزر او قوم ته وويل: له الله پرته دا د څه شي عبادت کوئ؟. info
التفاسير:

external-link copy
71 : 26

قَالُوْا نَعْبُدُ اَصْنَامًا فَنَظَلُّ لَهَا عٰكِفِیْنَ ۟

قوم يې ورته وويل: بوتان لمانځو تل به يې همداسې په لمانځلو لګيا اوسو. info
التفاسير:

external-link copy
72 : 26

قَالَ هَلْ یَسْمَعُوْنَكُمْ اِذْ تَدْعُوْنَ ۟ۙ

ابراهيم هغوی ته وويل: آيا بتان ستاسو خبره اوري کله يې چې رابولئ؟. info
التفاسير:

external-link copy
73 : 26

اَوْ یَنْفَعُوْنَكُمْ اَوْ یَضُرُّوْنَ ۟

او يا ګټه در رسوي که يې پيروي وکړئ، او يا هم زيان در رسوي که سرغړونه ترې وکړئ؟. info
التفاسير:

external-link copy
74 : 26

قَالُوْا بَلْ وَجَدْنَاۤ اٰبَآءَنَا كَذٰلِكَ یَفْعَلُوْنَ ۟

هغوی وويل: نه اوري کله يې چې رابولو، نه ګټه را رسولی شي که يې پيروي وکړو، او نه زيان را رسولی شي که سرغړونه ترې وکړو، بلکې لنډه دا چې موږ خپل پلرونه موندلي چې همداسې يې کول؛ نو موږ د هغوی پيروي کوو. info
التفاسير:

external-link copy
75 : 26

قَالَ اَفَرَءَیْتُمْ مَّا كُنْتُمْ تَعْبُدُوْنَ ۟ۙ

ابراهيم وويل: آيا فکر مو کړی چې هغه بتان مو ليدلي وای چې له الله پرته مو لمانځل؟ info
التفاسير:

external-link copy
76 : 26

اَنْتُمْ وَاٰبَآؤُكُمُ الْاَقْدَمُوْنَ ۟ؗ

او هغه څه چې ستاسو پخوانيو پلرونو يې عبادت کاوه. info
التفاسير:

external-link copy
77 : 26

فَاِنَّهُمْ عَدُوٌّ لِّیْۤ اِلَّا رَبَّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ

پرته له شکه د ټولو مخلوقاتو له پالونکي پرته، نور هغوی ټول زما دښمنان دي، ځکه هغوی پر باطل دي. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 26

الَّذِیْ خَلَقَنِیْ فَهُوَ یَهْدِیْنِ ۟ۙ

همغه ذات چې زه يې پيداکړی يم، د دنيا او آخرت ښېګڼې ته مې لارښوونه کوي. info
التفاسير:

external-link copy
79 : 26

وَالَّذِیْ هُوَ یُطْعِمُنِیْ وَیَسْقِیْنِ ۟ۙ

او يوازې همغه ذات دی چې کله وږی شم خواړه راکوي او چې کله تږی شم څښاک راکوي. info
التفاسير:

external-link copy
80 : 26

وَاِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ یَشْفِیْنِ ۟

او چې کله ناروغ شم يوازې همغه ذات له ناروغۍ روغتيا راکوي له هغه پرته بل روغتيا راکوونکی ما لره نشته. info
التفاسير:

external-link copy
81 : 26

وَالَّذِیْ یُمِیْتُنِیْ ثُمَّ یُحْیِیْنِ ۟ۙ

او يوازې همغه ذات دی چې مړ کوي مې چې کله مې نېته پوره شي او له مرګ وروسته مې بېرته راژوندی کوي. info
التفاسير:

external-link copy
82 : 26

وَالَّذِیْۤ اَطْمَعُ اَنْ یَّغْفِرَ لِیْ خَطِیْٓـَٔتِیْ یَوْمَ الدِّیْنِ ۟ؕ

او هغه ذات دی چې يوازې له هغه څخه دا هيله لرم چې د جزا په ورځ به مې تېروتنې را وبښي. info
التفاسير:

external-link copy
83 : 26

رَبِّ هَبْ لِیْ حُكْمًا وَّاَلْحِقْنِیْ بِالصّٰلِحِیْنَ ۟ۙ

ابراهيم له خپل پالونکي څخه د دعاء غوښتو په حالت کې وويل: ای زما پالونکيه! ما ته په دين کې پوهه راکړه، له مخکېنيو نېکانو انبياو سره مې يوځای کړه چې له هغوی سره مې جنت ته داخل کړه. info
التفاسير:
ಈ ಪುಟದಲ್ಲಿರುವ ಶ್ಲೋಕಗಳ ಉಪಯೋಗಗಳು:
• الله مع عباده المؤمنين بالنصر والتأييد والإنجاء من الشدائد.
الله له مؤمنانو بنده ګانو سره يې وي چې مرسته او ملاتړ يې کوي او له سختيو يې ژغوري. info

• ثبوت صفتي العزة والرحمة لله تعالى.
د الله لپاره د عزت او رحمت صفتونو ثابتوالی. info

• خطر التقليد الأعمى.
د ړندې پيروۍ خطر. info

• أمل المؤمن في ربه عظيم.
د مؤمنانو هيله د خپل پالونکي په اړه لويه وي. info