ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - អាពូ ហ្សាការីយ៉ា

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
17 : 59

فَكَانَ عَاقِبَتَهُمَاۤ اَنَّهُمَا فِی النَّارِ خَالِدَیْنِ فِیْهَا ؕ— وَذٰلِكَ جَزٰٓؤُا الظّٰلِمِیْنَ ۟۠

59-17 نو د دغو دواړو عاقبت (او انجام) دا دى چې بېشكه دوى دواړه په اور كې دي، چې په ده كې به تل ترتله وي او دغه د ظالمانو بدله ده info
التفاسير:

external-link copy
18 : 59

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ وَلْتَنْظُرْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ لِغَدٍ ۚ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ خَبِیْرٌ بِمَا تَعْمَلُوْنَ ۟

59-18 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله نه ووېرېږئ او هر نفس دې هغه شي ته وګوري چې ده د سبا ورځې (قیامت) لپاره مخكې لېږلى دى او تاسو له الله نه ووېرېږئ ، بېشكه الله په هغو عملونو ښه خبردار دى چې تاسو يې كوئ info
التفاسير:

external-link copy
19 : 59

وَلَا تَكُوْنُوْا كَالَّذِیْنَ نَسُوا اللّٰهَ فَاَنْسٰىهُمْ اَنْفُسَهُمْ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْفٰسِقُوْنَ ۟

59-19 او تاسو د هغو كسانو په شان مه كېږئ چې الله يې هېر كړى دى، نو هغه (الله) له دوى نه خپل ځانونه هېر كړل، همدغه كسان نافرمانه دي info
التفاسير:

external-link copy
20 : 59

لَا یَسْتَوِیْۤ اَصْحٰبُ النَّارِ وَاَصْحٰبُ الْجَنَّةِ ؕ— اَصْحٰبُ الْجَنَّةِ هُمُ الْفَآىِٕزُوْنَ ۟

59-20 د دوزخ والا او د جنت والا سره برابر نه دي، جنت والا چې دي؛ هم دوى كامیاب (او په مراد رسېدلي) دي info
التفاسير:

external-link copy
21 : 59

لَوْ اَنْزَلْنَا هٰذَا الْقُرْاٰنَ عَلٰی جَبَلٍ لَّرَاَیْتَهٗ خَاشِعًا مُّتَصَدِّعًا مِّنْ خَشْیَةِ اللّٰهِ ؕ— وَتِلْكَ الْاَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ یَتَفَكَّرُوْنَ ۟

59-21 كه مونږ دا قرآن په یوه غره باندې نازل كړى وى (نو) تا به خامخا هغه (غر) لیدلى وى، چې وېرېدونكى او د الله له وېرې نه ټوټې ټوټې كېدونكى به وى او دغه مثالونه (دي) چې مونږ يې د خلقو لپاره بیانوو، د دې لپاره چې دوى فكر وكړي info
التفاسير:

external-link copy
22 : 59

هُوَ اللّٰهُ الَّذِیْ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ۚ— عٰلِمُ الْغَیْبِ وَالشَّهَادَةِ ۚ— هُوَ الرَّحْمٰنُ الرَّحِیْمُ ۟

59-22 دغه الله هغه ذات دى چې له ده نه غیر بل هېڅ حق معبود نشته، په غیبو او په ښكاره و عالم دى، هم دى ډېر مهربان، بې حده رحم كوونكى دى info
التفاسير:

external-link copy
23 : 59

هُوَ اللّٰهُ الَّذِیْ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ۚ— اَلْمَلِكُ الْقُدُّوْسُ السَّلٰمُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَیْمِنُ الْعَزِیْزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ ؕ— سُبْحٰنَ اللّٰهِ عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟

59-23 دغه الله هغه ذات دى چې نشته هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، چې (حقیقي) بادشاه دى، ښه پاك دى، سلامتي وركوونكى (او) امان وركوونكى دى، نګهبان (محافظ) ښه غالب (او زورور)، ډېر عظمت والا، ډېر لويي والا دى، الله پاك دى له هغو (شیانو) نه چې دوى يې ورسره شریكوي info
التفاسير:

external-link copy
24 : 59

هُوَ اللّٰهُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ لَهُ الْاَسْمَآءُ الْحُسْنٰی ؕ— یُسَبِّحُ لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ۚ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟۠

59-24 هم دغه الله پیدا كوونكى، (له نیشت نه وجود ته) راوېستونكى، صورت وركوونكى دى، خاص هم ده لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي، د ده پاكې بیانوي هر هغه شى چې په اسمانونو او ځمكه كې دى، او هم دى ښه غالب، ډېر حكمت والا دى info
التفاسير: