ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - អាពូ ហ្សាការីយ៉ា

حشر

external-link copy
1 : 59

سَبَّحَ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ۚ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟

59-1 د الله لپاره پاكې بیانوي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او هم دى ښه غالب، ډېر حكمت والا دى info
التفاسير:

external-link copy
2 : 59

هُوَ الَّذِیْۤ اَخْرَجَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ مِنْ دِیَارِهِمْ لِاَوَّلِ الْحَشْرِ ؔؕ— مَا ظَنَنْتُمْ اَنْ یَّخْرُجُوْا وَظَنُّوْۤا اَنَّهُمْ مَّا نِعَتُهُمْ حُصُوْنُهُمْ مِّنَ اللّٰهِ فَاَتٰىهُمُ اللّٰهُ مِنْ حَیْثُ لَمْ یَحْتَسِبُوْا وَقَذَفَ فِیْ قُلُوْبِهِمُ الرُّعْبَ یُخْرِبُوْنَ بُیُوْتَهُمْ بِاَیْدِیْهِمْ وَاَیْدِی الْمُؤْمِنِیْنَ ۗ— فَاعْتَبِرُوْا یٰۤاُولِی الْاَبْصَارِ ۟

59-2 دى هغه ذات دى چې كتابي كافران يې له خپلو كورونو نه ووېستل په اول وېستلو كې، تاسو دا ګمان نه كاوه چې دوى به ووځي او دوى ګمان كاوه چې د دوى قلاګانې دوى لره د الله (له عذاب) نه منع كوونكې (او ساتونكې) دي، نو الله دوى ته له هغه ځایه راغى چې دوى (يې) خیال هم نه كاوه او د دوى په زړونو كې يې رعب واچاوه، دوى خپل كورونه په خپلو لاسونو او د مومنانو په لاسونو ورانول، نو اى د سترګو خاوندانو! تاسو عبرت واخلئ info
التفاسير:

external-link copy
3 : 59

وَلَوْلَاۤ اَنْ كَتَبَ اللّٰهُ عَلَیْهِمُ الْجَلَآءَ لَعَذَّبَهُمْ فِی الدُّنْیَا ؕ— وَلَهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ عَذَابُ النَّارِ ۟

59-3 او كه الله په دوى باندې بې كوره كېدل نه وى لیكلي (نو) یقینًا دوى ته به يې په دنیا كې عذاب وركړى و او د دوى لپاره په اخرت كې د اور عذاب دى info
التفاسير: