ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - អាពូ ហ្សាការីយ៉ា

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
77 : 37

وَجَعَلْنَا ذُرِّیَّتَهٗ هُمُ الْبٰقِیْنَ ۟ؗۖ

37-77 او مونږ د هغه اولاده، بس هم هغه باقي پاتې كېدونكې وګرځوله info
التفاسير:

external-link copy
78 : 37

وَتَرَكْنَا عَلَیْهِ فِی الْاٰخِرِیْنَ ۟ؗۖ

37-78 او مونږ په ده باندې په وروستنيو خلقو كې (مدح او ثنا) پرېښودله info
التفاسير:

external-link copy
79 : 37

سَلٰمٌ عَلٰی نُوْحٍ فِی الْعٰلَمِیْنَ ۟

37-79 په عالمونو كې دې په نوح سلام وي info
التفاسير:

external-link copy
80 : 37

اِنَّا كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟

37-80 بېشكه مونږ نېكانو ته همداسې بدله وركوو info
التفاسير:

external-link copy
81 : 37

اِنَّهٗ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

37-81 بېشكه هغه زمونږ د مومنو بنده ګانو څخه و info
التفاسير:

external-link copy
82 : 37

ثُمَّ اَغْرَقْنَا الْاٰخَرِیْنَ ۟

37-82 بیا مونږ هغه نور (كافر) خلق غرق كړل info
التفاسير:

external-link copy
83 : 37

وَاِنَّ مِنْ شِیْعَتِهٖ لَاِبْرٰهِیْمَ ۟ۘ

37-83 او بېشكه د هغه له ملګرو ځنې خامخا ابراهیم دى info
التفاسير:

external-link copy
84 : 37

اِذْ جَآءَ رَبَّهٗ بِقَلْبٍ سَلِیْمٍ ۟

37-84 (یاد كړه) كله چې هغه خپل رب ته په ډېر روغ زړه سره راغى info
التفاسير:

external-link copy
85 : 37

اِذْ قَالَ لِاَبِیْهِ وَقَوْمِهٖ مَاذَا تَعْبُدُوْنَ ۟ۚ

37-85 كله چې هغه خپل پلار او خپل قوم ته وویل: څه شى دى چې تاسو يې عبادت كوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
86 : 37

اَىِٕفْكًا اٰلِهَةً دُوْنَ اللّٰهِ تُرِیْدُوْنَ ۟ؕ

37-86 ایا تاسو د دروغو (او باطلو) لپاره له الله پرته معبودان غواړئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
87 : 37

فَمَا ظَنُّكُمْ بِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟

37-87 نو په رب العالمین مو ستاسو څه ګمان دى info
التفاسير:

external-link copy
88 : 37

فَنَظَرَ نَظْرَةً فِی النُّجُوْمِ ۟ۙ

37-88 نو په ستوریو كې نظر يې واچوه، یو نظر info
التفاسير:

external-link copy
89 : 37

فَقَالَ اِنِّیْ سَقِیْمٌ ۟

37-89 نو ويې ويل:بېشكه زه ناجوړه یم info
التفاسير:

external-link copy
90 : 37

فَتَوَلَّوْا عَنْهُ مُدْبِرِیْنَ ۟

37-90 نو دوى له هغه نه وګرځېدل، په داسې حال كې چې شاكوونكي وو info
التفاسير:

external-link copy
91 : 37

فَرَاغَ اِلٰۤی اٰلِهَتِهِمْ فَقَالَ اَلَا تَاْكُلُوْنَ ۟ۚ

37-91 نو د دوى معبودانو (بتانو) ته پټ راغى، نو ويې ويل: ایا تاسو (دا خوراكونه) نه خورئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
92 : 37

مَا لَكُمْ لَا تَنْطِقُوْنَ ۟

37-92 په تاسو څه شوي دي چې تاسو خبرې نه كوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
93 : 37

فَرَاغَ عَلَیْهِمْ ضَرْبًا بِالْیَمِیْنِ ۟

37-93 نو په مهارت سره يې په دوى باندې راباندې كړل، په داسې حال كې چې په ښي لاس سره وهونكى و info
التفاسير:

external-link copy
94 : 37

فَاَقْبَلُوْۤا اِلَیْهِ یَزِفُّوْنَ ۟

37-94 نو هغوى (مشركانو) ده ته متوجه شول، چې ورپسې منډې يې وهلې info
التفاسير:

external-link copy
95 : 37

قَالَ اَتَعْبُدُوْنَ مَا تَنْحِتُوْنَ ۟ۙ

37-95 ده وویل: ایا تاسو د هغه څه عبادت كوئ چې تاسو يې (پخپله) تراشئ info
التفاسير:

external-link copy
96 : 37

وَاللّٰهُ خَلَقَكُمْ وَمَا تَعْمَلُوْنَ ۟

37-96‚ حال دا چې الله تاسو او هغه عملونه چې تاسو يې كوئ، پیدا كړي دي info
التفاسير:

external-link copy
97 : 37

قَالُوا ابْنُوْا لَهٗ بُنْیَانًا فَاَلْقُوْهُ فِی الْجَحِیْمِ ۟

37-97 دوى وویل: د ده لپاره یوه ودانۍ جوړه كړئ، بیا تاسو دا په لمبې وهونكي اور كې واچوئ info
التفاسير:

external-link copy
98 : 37

فَاَرَادُوْا بِهٖ كَیْدًا فَجَعَلْنٰهُمُ الْاَسْفَلِیْنَ ۟

37-98 نو دوى له ده سره د فریب اراده وكړه، نو مونږ همدوى تر ټولو زیات ذلیله كړل info
التفاسير:

external-link copy
99 : 37

وَقَالَ اِنِّیْ ذَاهِبٌ اِلٰی رَبِّیْ سَیَهْدِیْنِ ۟

37-99 او ده (ابراهیم) وویل: بېشكه زه خپل رب ته تلونكى یم، ژر به هغه ما ته لاره وښیي info
التفاسير:

external-link copy
100 : 37

رَبِّ هَبْ لِیْ مِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟

37-100 اى زما ربه! ته ما ته (زوى) راكړې، چې له صالحانو ځنې وي info
التفاسير:

external-link copy
101 : 37

فَبَشَّرْنٰهُ بِغُلٰمٍ حَلِیْمٍ ۟

37-101 نو مونږ ده ته د ډېر حلم والا هلك زېرى وركړ info
التفاسير:

external-link copy
102 : 37

فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْیَ قَالَ یٰبُنَیَّ اِنِّیْۤ اَرٰی فِی الْمَنَامِ اَنِّیْۤ اَذْبَحُكَ فَانْظُرْ مَاذَا تَرٰی ؕ— قَالَ یٰۤاَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ ؗ— سَتَجِدُنِیْۤ اِنْ شَآءَ اللّٰهُ مِنَ الصّٰبِرِیْنَ ۟

37-102 نو كله چې هغه (هلك) له ده (خپل پلار) سره منډې وهلو ته ورسېده، ويې ويل:اى زما خوږه زویه! بېشكه زه په خوب كې وینم داسې چې بېشكه زه تا ذبحه كوم، نو ته وګوره چې ستا څه رايه ده؟ هغه وویل: اى زما پلار جانه! ته هغه كار وكړه چې تا ته يې امر كول شي، ژر ده چې كه الله وغواړي، ته به ما له صبر كوونكو ځنې ومومې info
التفاسير: