ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - អាពូ ហ្សាការីយ៉ា

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
25 : 37

مَا لَكُمْ لَا تَنَاصَرُوْنَ ۟

37-25 په تاسو څه دي چې یو له بله سره مرسته نه كوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
26 : 37

بَلْ هُمُ الْیَوْمَ مُسْتَسْلِمُوْنَ ۟

37-26 بلكې دوى نن ورځ (پخپله) تسليمېدونكي دي info
التفاسير:

external-link copy
27 : 37

وَاَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ یَّتَسَآءَلُوْنَ ۟

37-27 او د دوى ځینې به ځینو نورو ته مخ ورواړوي، یو تربله به پوښتنې كوي info
التفاسير:

external-link copy
28 : 37

قَالُوْۤا اِنَّكُمْ كُنْتُمْ تَاْتُوْنَنَا عَنِ الْیَمِیْنِ ۟

37-28 وبه وايي (كشران مشرانو ته) بېشكه هم تاسو وئ چې مونږ ته به په زور سره راتللئ info
التفاسير:

external-link copy
29 : 37

قَالُوْا بَلْ لَّمْ تَكُوْنُوْا مُؤْمِنِیْنَ ۟ۚ

37-29 وبه وايي (مشران په جواب كې) بلكې تاسو پخپله ایمان راوړونكي نه وئ info
التفاسير:

external-link copy
30 : 37

وَمَا كَانَ لَنَا عَلَیْكُمْ مِّنْ سُلْطٰنٍ ۚ— بَلْ كُنْتُمْ قَوْمًا طٰغِیْنَ ۟

37-30 او زمونږ لپاره پر تاسو باندې هېڅ زور (تسلط) نه و، بلكې تاسو پخپله سركښه قوم وئ info
التفاسير:

external-link copy
31 : 37

فَحَقَّ عَلَیْنَا قَوْلُ رَبِّنَاۤ ۖۗ— اِنَّا لَذَآىِٕقُوْنَ ۟

37-31 نو په مونږه باندې زمونږ د رب خبره ثابته شوه، یقینًا مونږ خامخا (عذاب لره) څكونكي یو info
التفاسير:

external-link copy
32 : 37

فَاَغْوَیْنٰكُمْ اِنَّا كُنَّا غٰوِیْنَ ۟

37-32 نو مونږ تاسو ګمراه كړئ، بېشكه مونږ (پخپله هم) ګمراهان وو info
التفاسير:

external-link copy
33 : 37

فَاِنَّهُمْ یَوْمَىِٕذٍ فِی الْعَذَابِ مُشْتَرِكُوْنَ ۟

37-33 پس بېشكه دوى په دغه ورځ په عذاب كې سره شریكان دي info
التفاسير:

external-link copy
34 : 37

اِنَّا كَذٰلِكَ نَفْعَلُ بِالْمُجْرِمِیْنَ ۟

37-34 بېشكه مونږ له مجرمانو سره همداسې كوو info
التفاسير:

external-link copy
35 : 37

اِنَّهُمْ كَانُوْۤا اِذَا قِیْلَ لَهُمْ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا اللّٰهُ یَسْتَكْبِرُوْنَ ۟ۙ

37-35 بېشكه دوى (داسې) وو چې كله به دوى ته وویل شول چې له الله نه غیر هېڅ لايق د عبادت نشته (،نو) دوى به تكبر كاوه info
التفاسير:

external-link copy
36 : 37

وَیَقُوْلُوْنَ اَىِٕنَّا لَتَارِكُوْۤا اٰلِهَتِنَا لِشَاعِرٍ مَّجْنُوْنٍ ۟ؕ

37-36 او دوى وايي چې ایا یقینًا مونږ په رښتیا سره د یو لېوني شاعر له وجې نه خپل معبودان (خدایان) پرېښودونكي یو info
التفاسير:

external-link copy
37 : 37

بَلْ جَآءَ بِالْحَقِّ وَصَدَّقَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟

37-37 (داسې نه ده) بلكې دغه (نبي) حق (دین) راوړى دى، او د رسولانو تصدیق يې كړى دى info
التفاسير:

external-link copy
38 : 37

اِنَّكُمْ لَذَآىِٕقُوا الْعَذَابِ الْاَلِیْمِ ۟ۚ

37-38 بېشكه تاسو خامخا ډېر دردوونكي عذاب لره څكونكي یئ info
التفاسير:

external-link copy
39 : 37

وَمَا تُجْزَوْنَ اِلَّا مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟ۙ

37-39 او تاسو ته بدله نه دركولى كېږي مګر د هغو عملونو چې تاسو به كول info
التفاسير:

external-link copy
40 : 37

اِلَّا عِبَادَ اللّٰهِ الْمُخْلَصِیْنَ ۟

37-40 لېكن د الله غوره كړى شوي بنده ګان info
التفاسير:

external-link copy
41 : 37

اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ رِزْقٌ مَّعْلُوْمٌ ۟ۙ

37-41 دغه كسان چې دي، د دوى لپاره معلومه روزي ده info
التفاسير:

external-link copy
42 : 37

فَوَاكِهُ ۚ— وَهُمْ مُّكْرَمُوْنَ ۟ۙ

37-42 چې (رنګارنګ) مېوي دي، په داسې حال كې چې دوى به عزتمن كړى شوي وي info
التفاسير:

external-link copy
43 : 37

فِیْ جَنّٰتِ النَّعِیْمِ ۟ۙ

37-43 د نعمتونو په باغونو كې info
التفاسير:

external-link copy
44 : 37

عَلٰی سُرُرٍ مُّتَقٰبِلِیْنَ ۟

37-44 (چې ناست به وي) په تختونو یو بل ته مخامخ info
التفاسير:

external-link copy
45 : 37

یُطَافُ عَلَیْهِمْ بِكَاْسٍ مِّنْ مَّعِیْنٍ ۟ۙ

37-45 په دوى به د روانو صافو شرابو جامونه ګرځولى شي info
التفاسير:

external-link copy
46 : 37

بَیْضَآءَ لَذَّةٍ لِّلشّٰرِبِیْنَ ۟ۚ

37-46 چې تك سپین به وي، د څښونكو لپاره به خوندور وي info
التفاسير:

external-link copy
47 : 37

لَا فِیْهَا غَوْلٌ وَّلَا هُمْ عَنْهَا یُنْزَفُوْنَ ۟

37-47 نه به په هغو كې سر خوږى وي او نه به دوى د دغو (شرابو) په وجه نشه كولى شي info
التفاسير:

external-link copy
48 : 37

وَعِنْدَهُمْ قٰصِرٰتُ الطَّرْفِ عِیْنٌ ۟ۙ

37-48 او له دوى سره به د (خپل) نظر رامنع كوونكې غټو سترګو والا حورې وي info
التفاسير:

external-link copy
49 : 37

كَاَنَّهُنَّ بَیْضٌ مَّكْنُوْنٌ ۟

37-49 ګویاكې دوى پټې ساتل شوې هګۍ دي info
التفاسير:

external-link copy
50 : 37

فَاَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ یَّتَسَآءَلُوْنَ ۟

37-50 نو د دغو (جنتیانو) ځینې به ځینو نورو ته مخ راوګرځوي، چې سره تپوس به كوي info
التفاسير:

external-link copy
51 : 37

قَالَ قَآىِٕلٌ مِّنْهُمْ اِنِّیْ كَانَ لِیْ قَرِیْنٌ ۟ۙ

37-51 په دوى كې يو ویونكى به ووايي: بېشكه زما یو دوست و info
التفاسير: