ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - អាពូ ហ្សាការីយ៉ា

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
55 : 36

اِنَّ اَصْحٰبَ الْجَنَّةِ الْیَوْمَ فِیْ شُغُلٍ فٰكِهُوْنَ ۟ۚ

36-55 بېشكه د جنت والا نن ورځ په مشغولتیا كې دي، خوند اخيستونكي دي info
التفاسير:

external-link copy
56 : 36

هُمْ وَاَزْوَاجُهُمْ فِیْ ظِلٰلٍ عَلَی الْاَرَآىِٕكِ مُتَّكِـُٔوْنَ ۟ۚ

36-56 دوى او د دوى ښځې په سیورو كې (ناست) دي، په تختونو باندې تكیه وهونكي دي info
التفاسير:

external-link copy
57 : 36

لَهُمْ فِیْهَا فَاكِهَةٌ وَّلَهُمْ مَّا یَدَّعُوْنَ ۟ۚ

36-57 د دوى لپاره په دغو (جنتونو) ښې مېوې دي او د دوى لپاره هغه څه دي چې دوى يې غواړي info
التفاسير:

external-link copy
58 : 36

سَلٰمٌ ۫— قَوْلًا مِّنْ رَّبٍّ رَّحِیْمٍ ۟

36-58 سلام دى (چې دوى ته به ویلى شي) ښكاره ویل د رب له جانبه، چې ډېر مهربان دى info
التفاسير:

external-link copy
59 : 36

وَامْتَازُوا الْیَوْمَ اَیُّهَا الْمُجْرِمُوْنَ ۟

36-59 او (وبه ویل شي:) اى مجرمانو! تاسو نن ورځ بېل بېل شئ info
التفاسير:

external-link copy
60 : 36

اَلَمْ اَعْهَدْ اِلَیْكُمْ یٰبَنِیْۤ اٰدَمَ اَنْ لَّا تَعْبُدُوا الشَّیْطٰنَ ۚ— اِنَّهٗ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِیْنٌ ۟ۙ

36-60 اى بني ادمو! ایا ما تاسو ته كلك حكم نه و كړى، داسې چې تاسو د شیطان عبادت مه كوئ. یقینًا هغه ستاسو ښكاره دښمن دى info
التفاسير:

external-link copy
61 : 36

وَّاَنِ اعْبُدُوْنِیْ ؔؕ— هٰذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِیْمٌ ۟

36-61 او داسې چې تاسو زما عبادت كوئ، دا نېغه لار ده؟ info
التفاسير:

external-link copy
62 : 36

وَلَقَدْ اَضَلَّ مِنْكُمْ جِبِلًّا كَثِیْرًا ؕ— اَفَلَمْ تَكُوْنُوْا تَعْقِلُوْنَ ۟

36-62 او یقینًا یقینًا ده (شیطان) په تاسو كې ډېر خلق ګمراه كړي دي، ایا نو تاسو داسې نه یئ چې عقل وچلوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
63 : 36

هٰذِهٖ جَهَنَّمُ الَّتِیْ كُنْتُمْ تُوْعَدُوْنَ ۟

36-63 (منكرانو ته به په اخرت كې وویل شي:) دا هغه جهنم دى چې تاسو ته به يې وعده دركول كېده info
التفاسير:

external-link copy
64 : 36

اِصْلَوْهَا الْیَوْمَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْفُرُوْنَ ۟

36-64 تاسو ده ته په نن ورځ ننوځئ، په سبب د هغه كفر چې تاسو به كاوه info
التفاسير:

external-link copy
65 : 36

اَلْیَوْمَ نَخْتِمُ عَلٰۤی اَفْوَاهِهِمْ وَتُكَلِّمُنَاۤ اَیْدِیْهِمْ وَتَشْهَدُ اَرْجُلُهُمْ بِمَا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟

36-65 نن ورځ به مونږ د دوى په خولو مهر ولګوو، او زمونږ سره به د دوى لاسونه خبرې كوي او د دوى پښې به ګواهي كوي په هغو كارونو چې دوى به كول info
التفاسير:

external-link copy
66 : 36

وَلَوْ نَشَآءُ لَطَمَسْنَا عَلٰۤی اَعْیُنِهِمْ فَاسْتَبَقُوا الصِّرَاطَ فَاَنّٰی یُبْصِرُوْنَ ۟

36-66 او كه مونږ غوښتلى (نو) د دوى سترګې به مو محوه (هوارې) كړې وى، نو دوى به (خپلې معلومې) لارې ته وړاندې شوي وى، بیا به دوى څنګه لېدله info
التفاسير:

external-link copy
67 : 36

وَلَوْ نَشَآءُ لَمَسَخْنٰهُمْ عَلٰی مَكَانَتِهِمْ فَمَا اسْتَطَاعُوْا مُضِیًّا وَّلَا یَرْجِعُوْنَ ۟۠

36-67 او كه مونږ غوښتلى (نو) خامخا مونږ به دوى په خپلو ځایونو كې مسخ كړي وو، نو (بیا به) دوى نه د وړاندې تللو طاقت لاره او نه به بېرته ګرځېدلى وى info
التفاسير:

external-link copy
68 : 36

وَمَنْ نُّعَمِّرْهُ نُنَكِّسْهُ فِی الْخَلْقِ ؕ— اَفَلَا یَعْقِلُوْنَ ۟

36-68 او هر هغه څوك چې مونږ هغه ته اوږد عمر وركړو (نو) هغه په تخلیق (ساخت) كې نسكور كړو، ایا نو دوى عقل مندي نه كوي info
التفاسير:

external-link copy
69 : 36

وَمَا عَلَّمْنٰهُ الشِّعْرَ وَمَا یَنْۢبَغِیْ لَهٗ ؕ— اِنْ هُوَ اِلَّا ذِكْرٌ وَّقُرْاٰنٌ مُّبِیْنٌ ۟ۙ

36-69 او مونږ ده ته شعر نه دى ښودلى او نه دا له ده سره ښايېږي، نه دى دا كتاب مګر نصیحت دى او بیانوونكى قرآن دى info
التفاسير:

external-link copy
70 : 36

لِّیُنْذِرَ مَنْ كَانَ حَیًّا وَّیَحِقَّ الْقَوْلُ عَلَی الْكٰفِرِیْنَ ۟

36-70 د دې لپاره چې دغه (قرآن، یا نبي) هغه څوك ووېروي چې ژوندى وي او د دې لپاره چې په كافرانو خبره ثابته شي info
التفاسير: