ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - អាពូ ហ្សាការីយ៉ា

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
13 : 36

وَاضْرِبْ لَهُمْ مَّثَلًا اَصْحٰبَ الْقَرْیَةِ ۘ— اِذْ جَآءَهَا الْمُرْسَلُوْنَ ۟ۚ

36-13 او ته دوى ته د دغه كلي اوسېدونكي مثال وګرځوه، كله چې دوى ته رسولان راغلل info
التفاسير:

external-link copy
14 : 36

اِذْ اَرْسَلْنَاۤ اِلَیْهِمُ اثْنَیْنِ فَكَذَّبُوْهُمَا فَعَزَّزْنَا بِثَالِثٍ فَقَالُوْۤا اِنَّاۤ اِلَیْكُمْ مُّرْسَلُوْنَ ۟

36-14 كله چې مونږ دوى ته دوه پېغمبران ولېږل، نو دوى هغو دواړو ته دروغجن وویل، نو مونږ (دغه) په دریم سره مضبوط كړل، نو دغو (رسولانو) وویل: بېشكه مونږ تاسو ته رسولان (رالېږل شوي) یو info
التفاسير:

external-link copy
15 : 36

قَالُوْا مَاۤ اَنْتُمْ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا ۙ— وَمَاۤ اَنْزَلَ الرَّحْمٰنُ مِنْ شَیْءٍ ۙ— اِنْ اَنْتُمْ اِلَّا تَكْذِبُوْنَ ۟

36-15 دوى وویل، تاسو نه يئ مګر زمونږ په شان انسانان او رحمٰن هېڅ شى هم نه دى نازل كړى، نه یئ تاسو مګر دروغ وایئ info
التفاسير:

external-link copy
16 : 36

قَالُوْا رَبُّنَا یَعْلَمُ اِنَّاۤ اِلَیْكُمْ لَمُرْسَلُوْنَ ۟

36-16 دغو (رسولانو) وویل: زمونږ رب پوهېږي، بېشكه مونږ تاسو ته یقینًا (پېغمبران) راستول شوي یو info
التفاسير:

external-link copy
17 : 36

وَمَا عَلَیْنَاۤ اِلَّا الْبَلٰغُ الْمُبِیْنُ ۟

36-17 او زمونږ په ذمه نشته مګر ښكاره پېغام رسونه info
التفاسير:

external-link copy
18 : 36

قَالُوْۤا اِنَّا تَطَیَّرْنَا بِكُمْ ۚ— لَىِٕنْ لَّمْ تَنْتَهُوْا لَنَرْجُمَنَّكُمْ وَلَیَمَسَّنَّكُمْ مِّنَّا عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

36-18 دغو خلقو وویل: بېشكه مونږ په تاسو سره بدفالي نیولې ده، قسم دى كه تاسو منع نشوئ (، نو) مونږ به خامخا ضرور تاسو سنګسار كړو او زمونږ له جانبه به تاسو ته خامخا ضرور ډېر دردوونكى عذاب درورسېږي info
التفاسير:

external-link copy
19 : 36

قَالُوْا طَآىِٕرُكُمْ مَّعَكُمْ ؕ— اَىِٕنْ ذُكِّرْتُمْ ؕ— بَلْ اَنْتُمْ قَوْمٌ مُّسْرِفُوْنَ ۟

36-19 دغو(پېغمبرانو) وویل: ستاسو بدفالي له هم تاسو سره ده، ایا نو كه تاسو ته پند دركړى شي (نو تاسو دغه ته بدفالي وایئ؟) بلكې تاسو له حده تېرېدونكى قوم یئ info
التفاسير:

external-link copy
20 : 36

وَجَآءَ مِنْ اَقْصَا الْمَدِیْنَةِ رَجُلٌ یَّسْعٰی ؗ— قَالَ یٰقَوْمِ اتَّبِعُوا الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۙ

36-20 او د ښار تر ټولو لرې جانب نه یو سړى راغى، چې منډې يې وهلې، ويې ويل:اى زما قومه! تاسو د رسولانو پیروي وكړئ info
التفاسير:

external-link copy
21 : 36

اتَّبِعُوْا مَنْ لَّا یَسْـَٔلُكُمْ اَجْرًا وَّهُمْ مُّهْتَدُوْنَ ۟

36-21 تاسو د هغه چا پیروي وكړئ چې له تاسو نه څه اجر (او مزدوري) نه غواړي، په داسې حال كې چې دوى (پخپله) هدایت موندونكي دي info
التفاسير:

external-link copy
22 : 36

وَمَا لِیَ لَاۤ اَعْبُدُ الَّذِیْ فَطَرَنِیْ وَاِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟

36-22 او په ما څه شوي دي (څه مانع دى) چې زه به د هغه ذات عبادت نه كوم چې زه يې پیدا كړى یم او خاص هغه ته به تاسو بېرته بېول كېږئ info
التفاسير:

external-link copy
23 : 36

ءَاَتَّخِذُ مِنْ دُوْنِهٖۤ اٰلِهَةً اِنْ یُّرِدْنِ الرَّحْمٰنُ بِضُرٍّ لَّا تُغْنِ عَنِّیْ شَفَاعَتُهُمْ شَیْـًٔا وَّلَا یُنْقِذُوْنِ ۟ۚ

36-23 ایا زه له هغه (الله) نه غیر نور داسې معبوان ونیسم چې كه رحمٰن ما ته د ضرر رسولو اراده وكړي، (نو) له ما نه به د دوى سفارش هېڅ شى (ضرر) دفع (لرې) نه كړى شي او نه به ما دوى خلاص كړى شي info
التفاسير:

external-link copy
24 : 36

اِنِّیْۤ اِذًا لَّفِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟

36-24 بېشكه زه به په دغه وخت كې خامخا په ښكاره ګمراهۍ كې یم info
التفاسير:

external-link copy
25 : 36

اِنِّیْۤ اٰمَنْتُ بِرَبِّكُمْ فَاسْمَعُوْنِ ۟ؕ

36-25 بېشكه زه چې یم، ما ستاسو په رب ایمان راوړى دى، نو تاسو (ټول) زما (دا خبره) واورئ info
التفاسير:

external-link copy
26 : 36

قِیْلَ ادْخُلِ الْجَنَّةَ ؕ— قَالَ یٰلَیْتَ قَوْمِیْ یَعْلَمُوْنَ ۟ۙ

36-26 ده ته وویل شو: ته جنت ته ننوځه! ده وویل: اى كاشكې چې زما قوم پوه شي! info
التفاسير:

external-link copy
27 : 36

بِمَا غَفَرَ لِیْ رَبِّیْ وَجَعَلَنِیْ مِنَ الْمُكْرَمِیْنَ ۟

36-27 په هغه شي چې زما رب ما ته په هغه سره بخښنه وكړه او زه يې له عزتمنو څخه كړمه info
التفاسير: