ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - សារិហ្វរ៉ាស

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
77 : 56

اِنَّهٗ لَقُرْاٰنٌ كَرِیْمٌ ۟ۙ

چې بې شکه پر تا نازل د عزت والا قران دی. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 56

فِیْ كِتٰبٍ مَّكْنُوْنٍ ۟ۙ

هغه د لوح محفوظ په پوښل شوي کتاب کې ښکل دی. info
التفاسير:

external-link copy
79 : 56

لَّا یَمَسُّهٗۤ اِلَّا الْمُطَهَّرُوْنَ ۟ؕ

پرته له پاکو[۲۲]کړو شوو بل څوک یې نشي مسه کولی. info

[۲۲] ـ په لوح محفوظ کې یې پرته له پاکو ملایکو بل څوک نشې مسه کولی.او یا یې معنا ده:پرته له بااودسه مسلمانانو بل څوک باید لاس ورنه وړي( الماردی)

التفاسير:

external-link copy
80 : 56

تَنْزِیْلٌ مِّنْ رَّبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟

د ټول عالم د رب له لورې نازل شوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
81 : 56

اَفَبِهٰذَا الْحَدِیْثِ اَنْتُمْ مُّدْهِنُوْنَ ۟ۙ

نو ایا له دغه کلام سره تاسې سپکوونکې معامله کوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
82 : 56

وَتَجْعَلُوْنَ رِزْقَكُمْ اَنَّكُمْ تُكَذِّبُوْنَ ۟

او تاسې ته د در کړې شوې روزۍ شکریه به مو همدا وي چې:تاسې قرآن درواغ ګڼئ. info
التفاسير:

external-link copy
83 : 56

فَلَوْلَاۤ اِذَا بَلَغَتِ الْحُلْقُوْمَ ۟ۙ

نو ولې نه شئ کولای چې: د یو چاه ساه تر ستوني ورسي. info
التفاسير:

external-link copy
84 : 56

وَاَنْتُمْ حِیْنَىِٕذٍ تَنْظُرُوْنَ ۟ۙ

او تاسې په رډو،رډو ورته ګورئ. info
التفاسير:

external-link copy
85 : 56

وَنَحْنُ اَقْرَبُ اِلَیْهِ مِنْكُمْ وَلٰكِنْ لَّا تُبْصِرُوْنَ ۟

او مونږ ورته له تاسې نه خورا ډیر نژدی یو خو تاسې یې نه وینئ. info
التفاسير:

external-link copy
86 : 56

فَلَوْلَاۤ اِنْ كُنْتُمْ غَیْرَ مَدِیْنِیْنَ ۟ۙ

نو ولې نشئ کولای که رښتیا هم تاسې ته کومه جزا نه در کول کیږي. info
التفاسير:

external-link copy
87 : 56

تَرْجِعُوْنَهَاۤ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

چې همدا ساه بیرته ور وګرځوئ،که تاسې رښتیني یاست؟ info
التفاسير:

external-link copy
88 : 56

فَاَمَّاۤ اِنْ كَانَ مِنَ الْمُقَرَّبِیْنَ ۟ۙ

نو که مړ شوی انسان خدای ته له نژدې خلکو څخه وو. info
التفاسير:

external-link copy
89 : 56

فَرَوْحٌ وَّرَیْحَانٌ ۙ۬— وَّجَنَّتُ نَعِیْمٍ ۟

نو هوسايي،ښکلی ژوند،او د نعمتونو ډک جنت یې په برخه دی. info
التفاسير:

external-link copy
90 : 56

وَاَمَّاۤ اِنْ كَانَ مِنْ اَصْحٰبِ الْیَمِیْنِ ۟ۙ

او که د ښي لاس له خاوندانو څخه ؤ. info
التفاسير:

external-link copy
91 : 56

فَسَلٰمٌ لَّكَ مِنْ اَصْحٰبِ الْیَمِیْنِ ۟

نو د ښي لاس له خاوندانو څخه بالکل بې غم اوسه. info
التفاسير:

external-link copy
92 : 56

وَاَمَّاۤ اِنْ كَانَ مِنَ الْمُكَذِّبِیْنَ الضَّآلِّیْنَ ۟ۙ

او که له درواغجنو لار ورکو څخه وو. info
التفاسير:

external-link copy
93 : 56

فَنُزُلٌ مِّنْ حَمِیْمٍ ۟ۙ

نو د ګرمو خوټیدونکو اوبو میلمستیا ورته تیاره ده. info
التفاسير:

external-link copy
94 : 56

وَّتَصْلِیَةُ جَحِیْمٍ ۟

او د دوزخ اور ته یې ننویستل دي. info
التفاسير:

external-link copy
95 : 56

اِنَّ هٰذَا لَهُوَ حَقُّ الْیَقِیْنِ ۟ۚ

او بې له شکه همدا هر څه بیخي حق دي. info
التفاسير:

external-link copy
96 : 56

فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِیْمِ ۟۠

نو د خپل رب چې له هر څه نه لوی دی د پاک نامه ستاینه وکړه. info
التفاسير: