ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - សារិហ្វរ៉ាស

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
17 : 56

یَطُوْفُ عَلَیْهِمْ وِلْدَانٌ مُّخَلَّدُوْنَ ۟ۙ

په یو عمر او یو رنګ تل پاتې هلکان به پرې ګرځي راګرځي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 56

بِاَكْوَابٍ وَّاَبَارِیْقَ ۙ۬— وَكَاْسٍ مِّنْ مَّعِیْنٍ ۟ۙ

د بهیدونکو صافو شرابو له ډکو ګیلاسونو،جکونو او کاسو سره. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 56

لَّا یُصَدَّعُوْنَ عَنْهَا وَلَا یُنْزِفُوْنَ ۟ۙ

ته به یي سردرد ترې پيدا کیږي او نه نیشه او بې خودي. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 56

وَفَاكِهَةٍ مِّمَّا یَتَخَیَّرُوْنَ ۟ۙ

او د هغوی د خوښې ډول ډول میوې به ور وړاندې کیږي. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 56

وَلَحْمِ طَیْرٍ مِّمَّا یَشْتَهُوْنَ ۟ؕ

او د زړونو د غوښتنې په رڼا کې یې د مارغانو غوښې. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 56

وَحُوْرٌ عِیْنٌ ۟ۙ

او هم د ښکلو او غټو سترګو حورې. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 56

كَاَمْثَالِ اللُّؤْلُو الْمَكْنُوْنِ ۟ۚ

لکه پوښل شوې ملغلرې. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 56

جَزَآءً بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟

دا د هغو کړنو بدل دی چې په دنیا کې یې کړي دي. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 56

لَا یَسْمَعُوْنَ فِیْهَا لَغْوًا وَّلَا تَاْثِیْمًا ۟ۙ

هلته به نه چټي خبرې اوري او نه د ګناه خبرې. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 56

اِلَّا قِیْلًا سَلٰمًا سَلٰمًا ۟

مګر یوازې یو پر بل به[۱۹]سلام اوري. info

[۱۹] ـ د الله او ملایکو له لورې سلام،یا معنا یې ښې خبرې.

التفاسير:

external-link copy
27 : 56

وَاَصْحٰبُ الْیَمِیْنِ ۙ۬— مَاۤ اَصْحٰبُ الْیَمِیْنِ ۟ؕ

او د ښي لاس خاوندان.څومره غوره دي د ښي لاس خاوندان. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 56

فِیْ سِدْرٍ مَّخْضُوْدٍ ۟ۙ

په بي اغزیو بیرو. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 56

وَّطَلْحٍ مَّنْضُوْدٍ ۟ۙ

او یو پر بل سپرو کیلو. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 56

وَّظِلٍّ مَّمْدُوْدٍ ۟ۙ

او ترې لرې اوږدوشو سیورو. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 56

وَّمَآءٍ مَّسْكُوْبٍ ۟ۙ

او هر وخت به لوښو او ویالو کې اچول شوو اوبو. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 56

وَّفَاكِهَةٍ كَثِیْرَةٍ ۟ۙ

او په پریمانه میوو. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 56

لَّا مَقْطُوْعَةٍ وَّلَا مَمْنُوْعَةٍ ۟ۙ

چې نه پاي ته رسي او نه بندیږي. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 56

وَّفُرُشٍ مَّرْفُوْعَةٍ ۟ؕ

او په لوړو او هسکو فرشونو کې به وي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 56

اِنَّاۤ اَنْشَاْنٰهُنَّ اِنْشَآءً ۟ۙ

بې له شکه چې:مونږ دغه حورې او جنتي ښځې نوي په نوي سنګار پیدا کړي. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 56

فَجَعَلْنٰهُنَّ اَبْكَارًا ۟ۙ

پیغلې مو ګرځولي. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 56

عُرُبًا اَتْرَابًا ۟ۙ

له میړونو سره مینه او محبت کوونکي هم عمره دي. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 56

لِّاَصْحٰبِ الْیَمِیْنِ ۟ؕ۠

دا هرڅه د ښي لاسو خلکو لپاره دي. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 56

ثُلَّةٌ مِّنَ الْاَوَّلِیْنَ ۟ۙ

دا خلک په لومړیو کې یوه لویه ډله. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 56

وَثُلَّةٌ مِّنَ الْاٰخِرِیْنَ ۟ؕ

او په وروستیو کې هم لویه ډله ده. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 56

وَاَصْحٰبُ الشِّمَالِ ۙ۬— مَاۤ اَصْحٰبُ الشِّمَالِ ۟ؕ

او د کیڼ لاس خاوندان.څومره بد دي د کیڼ لاس خاوندان. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 56

فِیْ سَمُوْمٍ وَّحَمِیْمٍ ۟ۙ

په سوزوونکي اور او خوټیدونکو ګرمو اوبو کې به وي. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 56

وَّظِلٍّ مِّنْ یَّحْمُوْمٍ ۟ۙ

د تور لوګي تر سیورې لاندې به وي. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 56

لَّا بَارِدٍ وَّلَا كَرِیْمٍ ۟

نه به سوړ وي او نه دمه ورکوونکی. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 56

اِنَّهُمْ كَانُوْا قَبْلَ ذٰلِكَ مُتْرَفِیْنَ ۟ۚۖ

خکه چې په دنیا کې په ښو نعمتونو کې وو. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 56

وَكَانُوْا یُصِرُّوْنَ عَلَی الْحِنْثِ الْعَظِیْمِ ۟ۚ

او په لویه ګناه[۲۰]یې خورا ټینګار کاو. info

[۲۰] ـ شرک،د الله او د هغه د رسول نه مننه او ترې سرغړونه.(فتح القدیر).

التفاسير:

external-link copy
47 : 56

وَكَانُوْا یَقُوْلُوْنَ ۙ۬— اَىِٕذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَّعِظَامًا ءَاِنَّا لَمَبْعُوْثُوْنَ ۟ۙ

او ویل به یې چې:مونږ مړه شو او بیا خاورې او هډوکي نو بیا به هم بیرته پاڅول کیږو؟ info
التفاسير:

external-link copy
48 : 56

اَوَاٰبَآؤُنَا الْاَوَّلُوْنَ ۟

زمونږ پخواني پلرونه او نیکونه به هم راپاڅول کیږي؟ info
التفاسير:

external-link copy
49 : 56

قُلْ اِنَّ الْاَوَّلِیْنَ وَالْاٰخِرِیْنَ ۟ۙ

ای محمده ووایه چي لومړي او وروستي. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 56

لَمَجْمُوْعُوْنَ ۙ۬— اِلٰی مِیْقَاتِ یَوْمٍ مَّعْلُوْمٍ ۟

ټول به خامخا د معلومې ورځې غونډې ته راټولولای شي. info
التفاسير: