ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - សារិហ្វរ៉ាស

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
61 : 26

فَلَمَّا تَرَآءَ الْجَمْعٰنِ قَالَ اَصْحٰبُ مُوْسٰۤی اِنَّا لَمُدْرَكُوْنَ ۟ۚ

نو کله چې دواړو ډلو یو بل ولیدل نو د موسی ملګرو وویل: بې له شکه اوس مونږ نیول کیږو. info
التفاسير:

external-link copy
62 : 26

قَالَ كَلَّا ۚ— اِنَّ مَعِیَ رَبِّیْ سَیَهْدِیْنِ ۟

موسی وویل: نه : مه وار خطا کیږئ مه رب مې مل دی ډیر ژر به ښوونه راته وکړي. info
التفاسير:

external-link copy
63 : 26

فَاَوْحَیْنَاۤ اِلٰی مُوْسٰۤی اَنِ اضْرِبْ بِّعَصَاكَ الْبَحْرَ ؕ— فَانْفَلَقَ فَكَانَ كُلُّ فِرْقٍ كَالطَّوْدِ الْعَظِیْمِ ۟ۚ

نو مونږ موسی ته وحې وکړه چې په امساء دې سیند ووهه. نو هغه وو چې سیند څیرې او هره برخه يې د لوی غره په شان ودریده. info
التفاسير:

external-link copy
64 : 26

وَاَزْلَفْنَا ثَمَّ الْاٰخَرِیْنَ ۟ۚ

او هلته مو هغه نور هم رانژدې کړل. info
التفاسير:

external-link copy
65 : 26

وَاَنْجَیْنَا مُوْسٰی وَمَنْ مَّعَهٗۤ اَجْمَعِیْنَ ۟ۚ

موسی او د هغه ملګرو ته مو نجات ورکړ. info
التفاسير:

external-link copy
66 : 26

ثُمَّ اَغْرَقْنَا الْاٰخَرِیْنَ ۟ؕ

او بیا مو هغه غرق کړل. info
التفاسير:

external-link copy
67 : 26

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

په رښتیا چې په دې پیښه کې د عبرت لویه نښه ده. خو د هغوی ډیر خلک ایمان نه راوي. info
التفاسير:

external-link copy
68 : 26

وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠

او په رښتیا چې ستا رب په هر څه برلاسی او مهربان دی. info
التفاسير:

external-link copy
69 : 26

وَاتْلُ عَلَیْهِمْ نَبَاَ اِبْرٰهِیْمَ ۟ۘ

او دوی ته د ابراهیم کیسه ووایه. info
التفاسير:

external-link copy
70 : 26

اِذْ قَالَ لِاَبِیْهِ وَقَوْمِهٖ مَا تَعْبُدُوْنَ ۟

کله چې هغه خپل پلار او قوم ته وویل: تاسې د څه عبادت کوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
71 : 26

قَالُوْا نَعْبُدُ اَصْنَامًا فَنَظَلُّ لَهَا عٰكِفِیْنَ ۟

هغوی وویل: مونږ د بوتانو عبادت کوو او تل ورته لاس په نامه یو. info
التفاسير:

external-link copy
72 : 26

قَالَ هَلْ یَسْمَعُوْنَكُمْ اِذْ تَدْعُوْنَ ۟ۙ

ابراهیم وویل: تاسې يې چې رابلئ خبره مو اوري؟ info
التفاسير:

external-link copy
73 : 26

اَوْ یَنْفَعُوْنَكُمْ اَوْ یَضُرُّوْنَ ۟

یا څه ګټه او تاوان در رسوي؟ info
التفاسير:

external-link copy
74 : 26

قَالُوْا بَلْ وَجَدْنَاۤ اٰبَآءَنَا كَذٰلِكَ یَفْعَلُوْنَ ۟

هغوی وویل: نه دا خبره نه ده بلکې مونږ ته همدا راپاتې ده زمونږ نیکونو همداسې کړي دي. info
التفاسير:

external-link copy
75 : 26

قَالَ اَفَرَءَیْتُمْ مَّا كُنْتُمْ تَعْبُدُوْنَ ۟ۙ

پوهیږئ چې د کوم څه تاسې عبادت کوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
76 : 26

اَنْتُمْ وَاٰبَآؤُكُمُ الْاَقْدَمُوْنَ ۟ؗ

تاسې او ستاسې پخوانیو نیکونو يې کړی. info
التفاسير:

external-link copy
77 : 26

فَاِنَّهُمْ عَدُوٌّ لِّیْۤ اِلَّا رَبَّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ

دا ټول زما دښمنان دي یوازې رب العالمین زما ملاتړ دی. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 26

الَّذِیْ خَلَقَنِیْ فَهُوَ یَهْدِیْنِ ۟ۙ

هغه ذات چې زه يې پیدا کړی او لار يې راته ښايې. info
التفاسير:

external-link copy
79 : 26

وَالَّذِیْ هُوَ یُطْعِمُنِیْ وَیَسْقِیْنِ ۟ۙ

او هغه ذات چې خوراک او څښاک راکوي. info
التفاسير:

external-link copy
80 : 26

وَاِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ یَشْفِیْنِ ۟

او چې ناروغ شم نو روغوي مې. info
التفاسير:

external-link copy
81 : 26

وَالَّذِیْ یُمِیْتُنِیْ ثُمَّ یُحْیِیْنِ ۟ۙ

او هغه ذات دی چې مړ کوي مې او بیا مې راژوندی کوي. info
التفاسير:

external-link copy
82 : 26

وَالَّذِیْۤ اَطْمَعُ اَنْ یَّغْفِرَ لِیْ خَطِیْٓـَٔتِیْ یَوْمَ الدِّیْنِ ۟ؕ

او هغه ذات دی چې زه ترې هیله من یم چې د حساب په ورځ به زما ټول ګناهونه وبښي. info
التفاسير:

external-link copy
83 : 26

رَبِّ هَبْ لِیْ حُكْمًا وَّاَلْحِقْنِیْ بِالصّٰلِحِیْنَ ۟ۙ

ای زما ربه! ما ته علم او پوهه را په برخه او له نیکانو سره مې یو ځای کړه. info
التفاسير: