ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - សារិហ្វរ៉ាស

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
40 : 26

لَعَلَّنَا نَتَّبِعُ السَّحَرَةَ اِنْ كَانُوْا هُمُ الْغٰلِبِیْنَ ۟

ښايې چې مونږ د ساحرانو مننه وکړو که هغوی برلاسي شول. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 26

فَلَمَّا جَآءَ السَّحَرَةُ قَالُوْا لِفِرْعَوْنَ اَىِٕنَّ لَنَا لَاَجْرًا اِنْ كُنَّا نَحْنُ الْغٰلِبِیْنَ ۟

کله چې ساحران راغلل نو فرعون ته يې وویل: که مونږ برلاسي شو نو څه انعام مو شته؟ info
التفاسير:

external-link copy
42 : 26

قَالَ نَعَمْ وَاِنَّكُمْ اِذًا لَّمِنَ الْمُقَرَّبِیْنَ ۟

فرعون وویل: هو! او بیا به تاسې زما له نژدې خلکو یاست. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 26

قَالَ لَهُمْ مُّوْسٰۤی اَلْقُوْا مَاۤ اَنْتُمْ مُّلْقُوْنَ ۟

موسی ساحرانو ته وویل: وغورځوئ هغه څه چې تاسې يي غورزوونکي یاست. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 26

فَاَلْقَوْا حِبَالَهُمْ وَعِصِیَّهُمْ وَقَالُوْا بِعِزَّةِ فِرْعَوْنَ اِنَّا لَنَحْنُ الْغٰلِبُوْنَ ۟

نو هغوی خپلې رسۍ او امساګانې وغورزولې او ويې ویل: د فرعو په دبدبه لوړه ده چې مونږ برلاسي یو. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 26

فَاَلْقٰی مُوْسٰی عَصَاهُ فَاِذَا هِیَ تَلْقَفُ مَا یَاْفِكُوْنَ ۟ۚۖ

بیا موسی خپله امسا وغورځوله، امسا ټول هغه شیان تیر کړل چې هغوی درواغ جوړ کړي وو. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 26

فَاُلْقِیَ السَّحَرَةُ سٰجِدِیْنَ ۟ۙ

هغه وو چې ساحران پړ مخ په سجده پریوتل. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 26

قَالُوْۤا اٰمَنَّا بِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ

او ویې ویل: مونږ د عالمیانو په رب ایمان راوړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 26

رَبِّ مُوْسٰی وَهٰرُوْنَ ۟

د موسی او هارون په رب. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 26

قَالَ اٰمَنْتُمْ لَهٗ قَبْلَ اَنْ اٰذَنَ لَكُمْ ۚ— اِنَّهٗ لَكَبِیْرُكُمُ الَّذِیْ عَلَّمَكُمُ السِّحْرَ ۚ— فَلَسَوْفَ تَعْلَمُوْنَ ؕ۬— لَاُقَطِّعَنَّ اَیْدِیَكُمْ وَاَرْجُلَكُمْ مِّنْ خِلَافٍ وَّلَاُوصَلِّبَنَّكُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۚ

فرعون ویل: ایا زما له اجازې نه وړاندې مو په هغه ایمان راووړ؟ بې له شکه موسی ستاسې هغه لوی ساحر دی چې تاسې ته يي سحر ښوولی دی. نو ډیر ژر به تاسې پوه شئ. زه خامخا ستاسې لاسونه او پښې ادل بدل پرې کوم او تاسې ټول به په دار وځړوم. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 26

قَالُوْا لَا ضَیْرَ ؗ— اِنَّاۤ اِلٰی رَبِّنَا مُنْقَلِبُوْنَ ۟ۚ

هغوی وویل: هیڅ باک نشته مونږ په هر صورت د خپل رب په لور ورتلونکي یو. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 26

اِنَّا نَطْمَعُ اَنْ یَّغْفِرَ لَنَا رَبُّنَا خَطٰیٰنَاۤ اَنْ كُنَّاۤ اَوَّلَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟ؕ۠

مونږ هیله من یو چې رب مو ټول ګناهونه راوبښي ځکه چې مونږ لومړني ایمان راوړنکي یو. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 26

وَاَوْحَیْنَاۤ اِلٰی مُوْسٰۤی اَنْ اَسْرِ بِعِبَادِیْۤ اِنَّكُمْ مُّتَّبَعُوْنَ ۟

او مونږ موسی ته وحې وکړه چې زما بنده ګان د شپې روان کړه فرعونیان به په تاسې پسې را ووځي. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 26

فَاَرْسَلَ فِرْعَوْنُ فِی الْمَدَآىِٕنِ حٰشِرِیْنَ ۟ۚ

فرعون ښارونو ته جارچیان ولیږل. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 26

اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ لَشِرْذِمَةٌ قَلِیْلُوْنَ ۟ۙ

چې دغه یوه کوچنۍ ډله ده. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 26

وَاِنَّهُمْ لَنَا لَغَآىِٕظُوْنَ ۟ۙ

او همدوی زمونږ قهر راپارولی دی. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 26

وَاِنَّا لَجَمِیْعٌ حٰذِرُوْنَ ۟ؕ

او بې شکه مونږ ښه بیدار او تیار یو. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 26

فَاَخْرَجْنٰهُمْ مِّنْ جَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۙ

نو مونږ فرعونیان له باغونو او چینو نه وښکل. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 26

وَّكُنُوْزٍ وَّمَقَامٍ كَرِیْمٍ ۟ۙ

او له خزانو او غوره ماڼیو نه. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 26

كَذٰلِكَ ؕ— وَاَوْرَثْنٰهَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ؕ

هو! همدا مو وکړل. او هغه ټول مو بنې اسرائیلو ته په میراث ورکړل. info
التفاسير:

external-link copy
60 : 26

فَاَتْبَعُوْهُمْ مُّشْرِقِیْنَ ۟

نو هغوی په مؤمنانو پسې، او د لمرخاته په وخت کې ور ورسیدل. info
التفاسير: