ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - សារិហ្វរ៉ាស

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
88 : 20

فَاَخْرَجَ لَهُمْ عِجْلًا جَسَدًا لَّهٗ خُوَارٌ فَقَالُوْا هٰذَاۤ اِلٰهُكُمْ وَاِلٰهُ مُوْسٰی ۚۙ۬— فَنَسِیَ ۟ؕ

خو بیا یې د هغوی لپاره رمباړه وهونکی خوسی راوویست او ورته یي وویل:بس همدا ستاسې خدای دی،او د موسې خدای هم دی.خو له هغه نه هیر شوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
89 : 20

اَفَلَا یَرَوْنَ اَلَّا یَرْجِعُ اِلَیْهِمْ قَوْلًا ۙ۬— وَّلَا یَمْلِكُ لَهُمْ ضَرًّا وَّلَا نَفْعًا ۟۠

ایا دا خلک دیته نه ګوري چې جوړ کړی خدای يي نه د خبرې ځواب ورکوي.او نه هغوی ته د تاوان او ګټې رسولو واک او وس لري؟ info
التفاسير:

external-link copy
90 : 20

وَلَقَدْ قَالَ لَهُمْ هٰرُوْنُ مِنْ قَبْلُ یٰقَوْمِ اِنَّمَا فُتِنْتُمْ بِهٖ ۚ— وَاِنَّ رَبَّكُمُ الرَّحْمٰنُ فَاتَّبِعُوْنِیْ وَاَطِیْعُوْۤا اَمْرِیْ ۟

هارون د موسې له راتګ نه وړاندې هغوی ته ویلی وو چې:قومیانو!تاسې له یوه ازمیښت سره مخ شوي یاست. او رب مو یوازې رحمان ذات دی،نو زما لاره ونیسئ او زما خبره ومنئ. info
التفاسير:

external-link copy
91 : 20

قَالُوْا لَنْ نَّبْرَحَ عَلَیْهِ عٰكِفِیْنَ حَتّٰی یَرْجِعَ اِلَیْنَا مُوْسٰی ۟

هغوی وویل:مونږ به تر هغو همدا کار کوو تر څو چې موسې بیرته راشي. info
التفاسير:

external-link copy
92 : 20

قَالَ یٰهٰرُوْنُ مَا مَنَعَكَ اِذْ رَاَیْتَهُمْ ضَلُّوْۤا ۟ۙ

موسې وویل:هارونه! ته څه منع کړې کله چې تا ولیدل چې هغوی بې لارې شوي دي؟ info
التفاسير:

external-link copy
93 : 20

اَلَّا تَتَّبِعَنِ ؕ— اَفَعَصَیْتَ اَمْرِیْ ۟

ولې دې زما لار ونه نیوله؟ ایا زما له حکم نه دې سروغړاوه؟ info
التفاسير:

external-link copy
94 : 20

قَالَ یَبْنَؤُمَّ لَا تَاْخُذْ بِلِحْیَتِیْ وَلَا بِرَاْسِیْ ۚ— اِنِّیْ خَشِیْتُ اَنْ تَقُوْلَ فَرَّقْتَ بَیْنَ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ وَلَمْ تَرْقُبْ قَوْلِیْ ۟

هارون وویل:زما د مور ځویه!له ږیرې او سرنه مې مه نیسه،زه ډاریدم چې ته به بیا وايي:په بنې اسرائیلو کې دې بیلتون راوست،او زما تر خبرې دې نه دي کتلي. info
التفاسير:

external-link copy
95 : 20

قَالَ فَمَا خَطْبُكَ یٰسَامِرِیُّ ۟

موسې وویل:ای سامریه!ستا څه خبره ده؟ info
التفاسير:

external-link copy
96 : 20

قَالَ بَصُرْتُ بِمَا لَمْ یَبْصُرُوْا بِهٖ فَقَبَضْتُ قَبْضَةً مِّنْ اَثَرِ الرَّسُوْلِ فَنَبَذْتُهَا وَكَذٰلِكَ سَوَّلَتْ لِیْ نَفْسِیْ ۟

سامري وویل:ما هغه څه ولیدل چې خلکو نه وو لیدلي. ما د جبرائیل له پښو نه یو موټی خاوره واخیسته او هغه مې وغورځوله.او په دې توګه زما نفس ماته دا کار راوښود. info
التفاسير:

external-link copy
97 : 20

قَالَ فَاذْهَبْ فَاِنَّ لَكَ فِی الْحَیٰوةِ اَنْ تَقُوْلَ لَا مِسَاسَ ۪— وَاِنَّ لَكَ مَوْعِدًا لَّنْ تُخْلَفَهٗ ۚ— وَانْظُرْ اِلٰۤی اِلٰهِكَ الَّذِیْ ظَلْتَ عَلَیْهِ عَاكِفًا ؕ— لَنُحَرِّقَنَّهٗ ثُمَّ لَنَنْسِفَنَّهٗ فِی الْیَمِّ نَسْفًا ۟

موسې وویل:ولاړ شه او په ټول ژوند کې به نارې وهې چې:ماته لاس مه راوړئ.او ستا لپاره د حساب او کتاب یو وخت ټاکل شوی چې هیڅکله به ترې بچ نه شې.او اوس دې هغه معبود ته وګوره چې ته پرې پړ مخ پریوتلی وې.مونږ به یي وسوزوو بیا به یې خاورې په سیند کې وپاشو. info
التفاسير:

external-link copy
98 : 20

اِنَّمَاۤ اِلٰهُكُمُ اللّٰهُ الَّذِیْ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ؕ— وَسِعَ كُلَّ شَیْءٍ عِلْمًا ۟

او ای خلکو!ستاسې خدای یوازې یو الله دی.پرته له هغه بل هیڅ معبود نشته.او د هغه علم او پوهه هر څه ته رسیږي. info
التفاسير: