ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - សារិហ្វរ៉ាស

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
52 : 20

قَالَ عِلْمُهَا عِنْدَ رَبِّیْ فِیْ كِتٰبٍ ۚ— لَا یَضِلُّ رَبِّیْ وَلَا یَنْسَی ۟ؗ

موسی وویل: د هغوی معلومات زما له رب سره لیکل شوی دی. هغه نه څه ورکوي او نه څه ترې هیریږي. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 20

الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الْاَرْضَ مَهْدًا وَّسَلَكَ لَكُمْ فِیْهَا سُبُلًا وَّاَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً ؕ— فَاَخْرَجْنَا بِهٖۤ اَزْوَاجًا مِّنْ نَّبَاتٍ شَتّٰی ۟

او زما رب هغه ذات دی چې ځمکه يي تاسې ته فرش غوړولې او په هغې کې یې ستاسې د تګ لارې جوړې کړي دي او له پاسه یي اوبه راورولي.او د اوبو په وسیله مونږ راز راز او جلا،جلا زرغون څیزونه راوټو کول. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 20

كُلُوْا وَارْعَوْا اَنْعَامَكُمْ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّاُولِی النُّهٰی ۟۠

وخورئ او څاروي مو وڅروئ.بې له شکه چې په دی کې د عقلمنو خلکو لپاره ډیرې نښانې دي. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 20

مِنْهَا خَلَقْنٰكُمْ وَفِیْهَا نُعِیْدُكُمْ وَمِنْهَا نُخْرِجُكُمْ تَارَةً اُخْرٰی ۟

له ځمکې مې پيدا کړئ همدې ته به مو بیرته ورولو،او له همدې نه به مو یو ځل بیا راوباسو. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 20

وَلَقَدْ اَرَیْنٰهُ اٰیٰتِنَا كُلَّهَا فَكَذَّبَ وَاَبٰی ۟

مونږ خپل ټول دلایل فرعون ته وروښوول خو هغه درواغ وګڼل،او منلو ته يي تیار نه وو. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 20

قَالَ اَجِئْتَنَا لِتُخْرِجَنَا مِنْ اَرْضِنَا بِسِحْرِكَ یٰمُوْسٰی ۟

او ويي ویل:موسې!آیا ته د همدې لپاره راغلی يي چې د خپل جادو په واسطه مونږ له خپلې خاورې نه وباسي. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 20

فَلَنَاْتِیَنَّكَ بِسِحْرٍ مِّثْلِهٖ فَاجْعَلْ بَیْنَنَا وَبَیْنَكَ مَوْعِدًا لَّا نُخْلِفُهٗ نَحْنُ وَلَاۤ اَنْتَ مَكَانًا سُوًی ۟

نو مونږ به هم ستا د سحر په شان سحر رامینځ ته کړو ته د مقابلې لپاره په یوه خلاص میدان کې وخت وټاکه چې نه به ترې مونږ وروسته کیږو او نه ته. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 20

قَالَ مَوْعِدُكُمْ یَوْمُ الزِّیْنَةِ وَاَنْ یُّحْشَرَ النَّاسُ ضُحًی ۟

موسې وویل:وعده مو د جشن او سیل ورځ ده،او خلک به څاښت راټولیږي. info
التفاسير:

external-link copy
60 : 20

فَتَوَلّٰی فِرْعَوْنُ فَجَمَعَ كَیْدَهٗ ثُمَّ اَتٰی ۟

فرعون له حق نه مخ واړولو ټول تدبیر يي په کار واچاو او بیا راغی. info
التفاسير:

external-link copy
61 : 20

قَالَ لَهُمْ مُّوْسٰی وَیْلَكُمْ لَا تَفْتَرُوْا عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا فَیُسْحِتَكُمْ بِعَذَابٍ ۚ— وَقَدْ خَابَ مَنِ افْتَرٰی ۟

موسې ساحرانو ته وویل:هلاک شئ.په الله درواغ مه جوړوئ که نه نو په سخت عذاب به مو هلاک کړي.او چا چې درواغ تړلې هغه زیانمن شوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
62 : 20

فَتَنَازَعُوْۤا اَمْرَهُمْ بَیْنَهُمْ وَاَسَرُّوا النَّجْوٰی ۟

هغوی د خپل کار په هکله په خپلو کې نانندرۍ شروع او په پټه یي سره مشورې وکړې. info
التفاسير:

external-link copy
63 : 20

قَالُوْۤا اِنْ هٰذٰنِ لَسٰحِرٰنِ یُرِیْدٰنِ اَنْ یُّخْرِجٰكُمْ مِّنْ اَرْضِكُمْ بِسِحْرِهِمَا وَیَذْهَبَا بِطَرِیْقَتِكُمُ الْمُثْلٰی ۟

خو بالاخره یې وویل:خلکو!دا دواړه جادوګر دي غواړي چې د خپل جادو په واسطه تاسې له خپلې خاورې نه وباسي او ستاسې د ژوند غوره کړنلاره له مینځه یوسي. info
التفاسير:

external-link copy
64 : 20

فَاَجْمِعُوْا كَیْدَكُمْ ثُمَّ ائْتُوْا صَفًّا ۚ— وَقَدْ اَفْلَحَ الْیَوْمَ مَنِ اسْتَعْلٰی ۟

نو نن خپل ټول توان یو ځای او په یو کتار کې راشئ میدان هغه چا ګټلی دی چې زوره ورشو. info
التفاسير: