ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - សារិហ្វរ៉ាស

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
38 : 2

قُلْنَا اهْبِطُوْا مِنْهَا جَمِیْعًا ۚ— فَاِمَّا یَاْتِیَنَّكُمْ مِّنِّیْ هُدًی فَمَنْ تَبِعَ هُدَایَ فَلَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَلَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ ۟

مونږ ورته وویل: له جنت څخه ټول ولاړ شئ نو که زما له لورې کومه لیار ښوونه درغله نو چا چې زما لیار ښوونه منلې وي هغوی به له ډار او غمونو څخه وژغورل شي. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 2

وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَكَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَاۤ اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ النَّارِ ۚ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟۠

او چا چې مننه نه وي کړي او زما ایاتونه یې درواغ ګڼلې وي نو اور ته به ور ځي او د تل لپاره به پکې وي. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 2

یٰبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اذْكُرُوْا نِعْمَتِیَ الَّتِیْۤ اَنْعَمْتُ عَلَیْكُمْ وَاَوْفُوْا بِعَهْدِیْۤ اُوْفِ بِعَهْدِكُمْ ۚ— وَاِیَّایَ فَارْهَبُوْنِ ۟

اې بنې اسرائیلو! زما هغه پیرزوینې چې په تاسې مې کړي دي را یادې کړئ او له ما سره مو کړی تړون پوره کړئ. زه به خپل هغه تړون چې له تاسې سره مې کړی دی پوره کړم. او یوازې له ما څخه وډارشئ. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 2

وَاٰمِنُوْا بِمَاۤ اَنْزَلْتُ مُصَدِّقًا لِّمَا مَعَكُمْ وَلَا تَكُوْنُوْۤا اَوَّلَ كَافِرٍ بِهٖ ۪— وَلَا تَشْتَرُوْا بِاٰیٰتِیْ ثَمَنًا قَلِیْلًا ؗ— وَّاِیَّایَ فَاتَّقُوْنِ ۟

او هغه کتاب ومنئ چې ما نازل کړی دی او له تاسې سره په لاسونو کې د پروت کتاب تائید کوي او باید چې ددې کتاب د نه منونکو مخکښان نشئ او نه زما په ایتونو لږې پیسې ترلاسه کړئ. او یوازې زما له عذاب څخه ځانونه وژغورئ. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 2

وَلَا تَلْبِسُوا الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُوا الْحَقَّ وَاَنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟

حق له باطل سره مه ګډه وئ. او نه حق پټ کړئ په داسې حال کې چې تاسې ښه پوهیږئ چې( حق کوم او باطل کوم دی؟). info
التفاسير:

external-link copy
43 : 2

وَاَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَاٰتُوا الزَّكٰوةَ وَارْكَعُوْا مَعَ الرّٰكِعِیْنَ ۟

لمونځونه وکړئ. او زکاتونه ورکړئ او له رکوع کوونکو سره یو ځای رکوع وکړئ. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 2

اَتَاْمُرُوْنَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَتَنْسَوْنَ اَنْفُسَكُمْ وَاَنْتُمْ تَتْلُوْنَ الْكِتٰبَ ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟

ایا دا هم کوم کار دی چې خلک د نیکۍ په لوربلئ او خپل ځانونه مو هیر کړي دي؟ او همدا تاسې کتاب هم لولئ ( چې هلته یې په دې هکله څومره د قهر خبرې کړي دي) عقل مو ولي په کار نه اچوئ. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 2

وَاسْتَعِیْنُوْا بِالصَّبْرِ وَالصَّلٰوةِ ؕ— وَاِنَّهَا لَكَبِیْرَةٌ اِلَّا عَلَی الْخٰشِعِیْنَ ۟ۙ

د صبر او لمانځه په خپلولو سره ځانونه پیاوړي کړئ. هو! دا یو دروند کار دی خو په عاجزۍ کوونکو دروند نه دی. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 2

الَّذِیْنَ یَظُنُّوْنَ اَنَّهُمْ مُّلٰقُوْا رَبِّهِمْ وَاَنَّهُمْ اِلَیْهِ رٰجِعُوْنَ ۟۠

پر هغوی چې پوخ باور یې وي چې: یوه ورځ به مړه او الله ته به ورتاویږي. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 2

یٰبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اذْكُرُوْا نِعْمَتِیَ الَّتِیْۤ اَنْعَمْتُ عَلَیْكُمْ وَاَنِّیْ فَضَّلْتُكُمْ عَلَی الْعٰلَمِیْنَ ۟

ای بني اسرائیلو! زما هغه لورینه در یاده کړئ چې په تاسې مې کړې او تاسې مې د خپلې ( زمانې) پر ګردو خلکو غوره کړي واست. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 2

وَاتَّقُوْا یَوْمًا لَّا تَجْزِیْ نَفْسٌ عَنْ نَّفْسٍ شَیْـًٔا وَّلَا یُقْبَلُ مِنْهَا شَفَاعَةٌ وَّلَا یُؤْخَذُ مِنْهَا عَدْلٌ وَّلَا هُمْ یُنْصَرُوْنَ ۟

او د هغې ورځې له ستونزو څخه وډارشئ چې هیڅوک به له هیچا څخه هیڅ شی نشي لرې کولای او نه به د چا په هکله سپارښتنه منل کیږي او نه به ترې د ستونزو په بدل کې تاوان اخیستل کیږي او نه به ورسره څوک لاس کولای شي. info
التفاسير: