ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - សារិហ្វរ៉ាស

external-link copy
88 : 11

قَالَ یٰقَوْمِ اَرَءَیْتُمْ اِنْ كُنْتُ عَلٰی بَیِّنَةٍ مِّنْ رَّبِّیْ وَرَزَقَنِیْ مِنْهُ رِزْقًا حَسَنًا ؕ— وَمَاۤ اُرِیْدُ اَنْ اُخَالِفَكُمْ اِلٰی مَاۤ اَنْهٰىكُمْ عَنْهُ ؕ— اِنْ اُرِیْدُ اِلَّا الْاِصْلَاحَ مَا اسْتَطَعْتُ ؕ— وَمَا تَوْفِیْقِیْۤ اِلَّا بِاللّٰهِ ؕ— عَلَیْهِ تَوَكَّلْتُ وَاِلَیْهِ اُنِیْبُ ۟

شعیب وویل ای زما قومه! په دې مې پوه کړئ چې که زه خپل رب له لورې په روښانه لار وم او د خپلې لورې يې ماته براخه روزي هم راکړې وي( نو څنګه ستاسې په شان خیانت وکړم؟) او زه نه غواړم چې هغه څه په خپله وکړم چې تاسې ترې منع کوم. زما ټوله غوښتنه همدا ده چې د توان تر اخرنۍ پولې دروغې جوړې او سموالي هڅه وکړم او پرته له الله نه د بل هیچا اسره راسره نشته. یوازې پر هغه مې توکل کړی او یوازې هغه ته مې پناه ده. info
التفاسير: