ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - សារិហ្វរ៉ាស

هود

external-link copy
1 : 11

الٓرٰ ۫— كِتٰبٌ اُحْكِمَتْ اٰیٰتُهٗ ثُمَّ فُصِّلَتْ مِنْ لَّدُنْ حَكِیْمٍ خَبِیْرٍ ۟ۙ

الر. دا یو کتاب دی چې د حکیم او خبیر ذات له لورې يې ټول ایتونه له نیمګړتیاوو نه پاک په پوره تفصیل سره بیان شوي دي. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 11

اَلَّا تَعْبُدُوْۤا اِلَّا اللّٰهَ ؕ— اِنَّنِیْ لَكُمْ مِّنْهُ نَذِیْرٌ وَّبَشِیْرٌ ۟ۙ

تاسې پرته له الله نه د بل هیڅ شي عبادت مه کوئ په یقیني توګه زه تاسې ته د هغه له لورې ډاروونکی او زیری در کوونکی یم. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 11

وَّاَنِ اسْتَغْفِرُوْا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوْبُوْۤا اِلَیْهِ یُمَتِّعْكُمْ مَّتَاعًا حَسَنًا اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی وَّیُؤْتِ كُلَّ ذِیْ فَضْلٍ فَضْلَهٗ ؕ— وَاِنْ تَوَلَّوْا فَاِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ عَذَابَ یَوْمٍ كَبِیْرٍ ۟

د خپل رب نه مو بښنه وغواړئ او په پوره اخلاص سره د هغه په لور وګرځئ. هغه به هم تاسې ته تر ټاکلې نیټې پورې ښه ژوند در په برخه او د نیکیو والا ته به د هغه د نیکیو بدله ورکړي. او که مخ مو واړولو، نو زه پر تاسې د یوې لويې ورځې له عذاب نه ډاریږم. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 11

اِلَی اللّٰهِ مَرْجِعُكُمْ ۚ— وَهُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟

ستاسې ټولو ورتګ د یو الله په لور دی. او هغه په هر شي توانا دی. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 11

اَلَاۤ اِنَّهُمْ یَثْنُوْنَ صُدُوْرَهُمْ لِیَسْتَخْفُوْا مِنْهُ ؕ— اَلَا حِیْنَ یَسْتَغْشُوْنَ ثِیَابَهُمْ ۙ— یَعْلَمُ مَا یُسِرُّوْنَ وَمَا یُعْلِنُوْنَ ۚ— اِنَّهٗ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ ۟

وګورئ چې کافران خپلې سینې تاوه وي تر څو له الله نه ځانونه پټ کړي خو باید پوه وي چې الله هغه وخت هم د هغوی په پټو او ښکاره وو پوه دی چې هغوی ځانونه په کالیو کې رانغاړي. ځکه چې هغه لا ان د سینو په پټو رازونو هم پوه دی. info
التفاسير: