ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - សារិហ្វរ៉ាស

external-link copy
84 : 11

وَاِلٰی مَدْیَنَ اَخَاهُمْ شُعَیْبًا ؕ— قَالَ یٰقَوْمِ اعْبُدُوا اللّٰهَ مَا لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرُهٗ ؕ— وَلَا تَنْقُصُوا الْمِكْیَالَ وَالْمِیْزَانَ اِنِّیْۤ اَرٰىكُمْ بِخَیْرٍ وَّاِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ عَذَابَ یَوْمٍ مُّحِیْطٍ ۟

او د مدین خلکو ته مونږ د هغوی ورور شعیب ولیږه. شعیب هغوی ته وویل ای زما قومه! د یو الله عبادت وکړئ له هغه پرته مو بل هیڅ خدای نشته. په پیمانه او تله کې کموالی مه کوئ نن مو په ښه حال کې وینم خو زه پر تاسې ډاریږم چې د هغې ورځې عذاب درباندې راشي چې له هر اړخه مو راګیر کړي. info
التفاسير: