ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - មជ្ឈមណ្ឌលបកប្រែរ៉ូវ៉ាទ

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
39 : 41

وَمِنْ اٰیٰتِهٖۤ اَنَّكَ تَرَی الْاَرْضَ خَاشِعَةً فَاِذَاۤ اَنْزَلْنَا عَلَیْهَا الْمَآءَ اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ ؕ— اِنَّ الَّذِیْۤ اَحْیَاهَا لَمُحْیِ الْمَوْتٰی ؕ— اِنَّهٗ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟

او د هغه له نښانو څخه دا دي چې ته ځمكه وينې چې وچه (شاړه) ده خو كله چې موږ ورباندې اورښت وکړو، نو سره وخوځيږي او راوپړسيږي، په رېښتيا همغه ذات دی چې دا يې راژوندۍ كړه هرومرو د مړو راژوندى كوونكى هم دى، بېشكه هغه په هر څه ځواکمن دى. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 41

اِنَّ الَّذِیْنَ یُلْحِدُوْنَ فِیْۤ اٰیٰتِنَا لَا یَخْفَوْنَ عَلَیْنَا ؕ— اَفَمَنْ یُّلْقٰی فِی النَّارِ خَیْرٌ اَمْ مَّنْ یَّاْتِیْۤ اٰمِنًا یَّوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— اِعْمَلُوْا مَا شِئْتُمْ ۙ— اِنَّهٗ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ ۟

په رېښتيا هغه خلك چې زموږ په آيتونو كې كوږوالى كوي، له موږه پټ نه دي، آيا نو څوك چې په اور كې غورځول كيږي هغه غوره دى، كه هغه څوك چې د قيامت په ورځ بې غمه راشي؟ څه چې غواړئ هغه وكړئ، هغه ستاسو د هغو كارو چې كوئ يې ښه ليدونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 41

اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِالذِّكْرِ لَمَّا جَآءَهُمْ ۚ— وَاِنَّهٗ لَكِتٰبٌ عَزِیْزٌ ۟ۙ

بېشكه څوك چې په دې ذكر (قرآن) كافر شول كله چې ورته راغلو (هغوى هم پټ نه دي)، حال دا چې هغه يو ډېر قوي كتاب دى. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 41

لَّا یَاْتِیْهِ الْبَاطِلُ مِنْ بَیْنِ یَدَیْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهٖ ؕ— تَنْزِیْلٌ مِّنْ حَكِیْمٍ حَمِیْدٍ ۟

چې هغه ته باطل نه له مخې ورتللى شي نه له څټه يې، د حكمت والا ستايل شوي (الله) له لوري نازل شوى دى. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 41

مَا یُقَالُ لَكَ اِلَّا مَا قَدْ قِیْلَ لِلرُّسُلِ مِنْ قَبْلِكَ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ لَذُوْ مَغْفِرَةٍ وَّذُوْ عِقَابٍ اَلِیْمٍ ۟

تا ته خو بل څه نه ويل كيږي پرته له هغه چې له تا مخكې رسولانو ته ويل شوي و په رېښتيا ستا رب خامخا بخښنې والا او د دردوونکي عذاب څښتن دى. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 41

وَلَوْ جَعَلْنٰهُ قُرْاٰنًا اَعْجَمِیًّا لَّقَالُوْا لَوْلَا فُصِّلَتْ اٰیٰتُهٗ ؕ— ءَاَؔعْجَمِیٌّ وَّعَرَبِیٌّ ؕ— قُلْ هُوَ لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا هُدًی وَّشِفَآءٌ ؕ— وَالَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ فِیْۤ اٰذَانِهِمْ وَقْرٌ وَّهُوَ عَلَیْهِمْ عَمًی ؕ— اُولٰٓىِٕكَ یُنَادَوْنَ مِنْ مَّكَانٍ بَعِیْدٍ ۟۠

او كه هغه مو د عجمي ژبې قرآن ګرځولى واى نو خامخا به هغوى ويلي و چې د دې آيتونه ولې څرګند نه دي بيان شوي؟ آيا عجمي (كتاب) او عربي (رسول)؟ ووايه: دا د هغو خلكو لپاره چې ايمان يې راوړى هدايت او شفاء ده، او كوم كسان چې باور نه كوي د هغوى په غوږونو كې دروندوالى دى، او هغه پر دوى ړوندوالى دى هغوى داسې خلک دي (لكه) چې د لرې ځاى نه اّواز ورته كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 41

وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ فَاخْتُلِفَ فِیْهِ ؕ— وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَّبِّكَ لَقُضِیَ بَیْنَهُمْ وَاِنَّهُمْ لَفِیْ شَكٍّ مِّنْهُ مُرِیْبٍ ۟

او بېشكه موږ موسى ته كتاب وركړى و خو په هغه كې هم اختلاف وكړى شو او كه هغه خبره نه واى چې ستا د رب لخوا مخكې (ټاكل) شوې ده، نو خامخا به يې تر منځه پرېكړه شوې وه او په رېښتيا دوى له هغه نه په يو پرېشانوونكي شک كې دي. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 41

مَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِنَفْسِهٖ ۚ— وَمَنْ اَسَآءَ فَعَلَیْهَا ؕ— وَمَا رَبُّكَ بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِیْدِ ۟

چا چې نېک عمل وكړ نو د خپل ځان لپاره يې دى او چا چې بد وكړل نو (بد) هم پر هغه دي او ستا رب پر بندګانو ظلم كوونكى نه دى. info
التفاسير: