ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - មជ្ឈមណ្ឌលបកប្រែរ៉ូវ៉ាទ

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
30 : 41

اِنَّ الَّذِیْنَ قَالُوْا رَبُّنَا اللّٰهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوْا تَتَنَزَّلُ عَلَیْهِمُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ اَلَّا تَخَافُوْا وَلَا تَحْزَنُوْا وَاَبْشِرُوْا بِالْجَنَّةِ الَّتِیْ كُنْتُمْ تُوْعَدُوْنَ ۟

بېشكه هغه كسان چې وايي زموږ رب الله دى بيا پرې ټينګ هم شي، نو پر هغوى به پرېښتې رانازليږي چې مه وېرېږئ او مه خپه كيږئ او په هغه جنت خوشاله اوسئ چې ژمنه يې درسره كېدله. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 41

نَحْنُ اَوْلِیٰٓؤُكُمْ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَفِی الْاٰخِرَةِ ۚ— وَلَكُمْ فِیْهَا مَا تَشْتَهِیْۤ اَنْفُسُكُمْ وَلَكُمْ فِیْهَا مَا تَدَّعُوْنَ ۟ؕ

موږ د دنيا په ژوندانه كې هم ستاسي ملګري يو او په آخرت كې هم او هلته به ستاسي لپاره هر هغه څه وي چې ستاسي زړه يې غواړي او په هغه كې چې څه غواړئ هغه درته شته. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 41

نُزُلًا مِّنْ غَفُوْرٍ رَّحِیْمٍ ۟۠

(دا) مېلمستيا ده د بخښونكي مهربان (الله) له لوري. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 41

وَمَنْ اَحْسَنُ قَوْلًا مِّمَّنْ دَعَاۤ اِلَی اللّٰهِ وَعَمِلَ صَالِحًا وَّقَالَ اِنَّنِیْ مِنَ الْمُسْلِمِیْنَ ۟

او تر هغه زيات غوره وينا والا څوک دى چې د الله په لور بلنه كوي، نېک عمل كوي او وايي چې زه له مسلمانانو څخه يم. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 41

وَلَا تَسْتَوِی الْحَسَنَةُ وَلَا السَّیِّئَةُ ؕ— اِدْفَعْ بِالَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ فَاِذَا الَّذِیْ بَیْنَكَ وَبَیْنَهٗ عَدَاوَةٌ كَاَنَّهٗ وَلِیٌّ حَمِیْمٌ ۟

نیکي او بدي سره برابر نه دي؛ په ښایسته خصلتونو د بدۍ مخنیوی کوه؛ نو په دغه وخت کې بيا به هغه كس چې ستا او د هغه تر منځ دښمني وي، لكه يو مهربان دوست داسې شي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 41

وَمَا یُلَقّٰىهَاۤ اِلَّا الَّذِیْنَ صَبَرُوْا ۚ— وَمَا یُلَقّٰىهَاۤ اِلَّا ذُوْ حَظٍّ عَظِیْمٍ ۟

او دا (خصلت) پرته له هغو چې صبر يې كړى وي، بل چاته نه وركول كيږي او له لويې برخې والا پرته يې بل څوك نه شي موندلاى. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 41

وَاِمَّا یَنْزَغَنَّكَ مِنَ الشَّیْطٰنِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللّٰهِ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟

او كه د شيطان لخوا څه وسوسه درلوېدله نو په الله پورې پنا غواړه، بېشكه هغه ښه پوه اورېدونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 41

وَمِنْ اٰیٰتِهِ الَّیْلُ وَالنَّهَارُ وَالشَّمْسُ وَالْقَمَرُ ؕ— لَا تَسْجُدُوْا لِلشَّمْسِ وَلَا لِلْقَمَرِ وَاسْجُدُوْا لِلّٰهِ الَّذِیْ خَلَقَهُنَّ اِنْ كُنْتُمْ اِیَّاهُ تَعْبُدُوْنَ ۟

او د هغه له نښانو څخه شپه، ورځ، لمر او سپوږمۍ ده، مه لمر ته سجده كوئ او مه سپوږمۍ ته، او (يوازې) هغه الله ته سجده وكړئ چې هغه (ټول) يې پيدا كړي دي، كه چېرې تاسو يوازې د هغه بندګي کوئ. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 41

فَاِنِ اسْتَكْبَرُوْا فَالَّذِیْنَ عِنْدَ رَبِّكَ یُسَبِّحُوْنَ لَهٗ بِالَّیْلِ وَالنَّهَارِ وَهُمْ لَا یَسْـَٔمُوْنَ ۟

خو كه هغوى لويي كوي نو څوک چې ستا له رب سره دي [ ملایک]، هغوى شپه او ورځ د هغه تسبيح (پاکي) وايي او نه ستومانه كيږي. info
التفاسير: