ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - មជ្ឈមណ្ឌលបកប្រែរ៉ូវ៉ាទ

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
71 : 36

اَوَلَمْ یَرَوْا اَنَّا خَلَقْنَا لَهُمْ مِّمَّا عَمِلَتْ اَیْدِیْنَاۤ اَنْعَامًا فَهُمْ لَهَا مٰلِكُوْنَ ۟

او آيا دوی نه ګوري چې یقینا پیدا کړي موږ دوى لپاره له هغو څه چې زموږ لاسونو کړي څاروي نو دوى يې مالكان دي. info
التفاسير:

external-link copy
72 : 36

وَذَلَّلْنٰهَا لَهُمْ فَمِنْهَا رَكُوْبُهُمْ وَمِنْهَا یَاْكُلُوْنَ ۟

او هغه مو ورته تابع كړي هم دي چې ځينې يې د دوى سپرلۍ دي او له ځينو يې خوراك كوي. info
التفاسير:

external-link copy
73 : 36

وَلَهُمْ فِیْهَا مَنَافِعُ وَمَشَارِبُ ؕ— اَفَلَا یَشْكُرُوْنَ ۟

او په هغو كې د دوى لپاره ډېرې ګټې او د څښاك شيان دي نو اّيا شكر نه باسي. info
التفاسير:

external-link copy
74 : 36

وَاتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اٰلِهَةً لَّعَلَّهُمْ یُنْصَرُوْنَ ۟ؕ

او نیولي دي دوى پرته له الله څخه حقداران د بندګۍ د دې لپاره چې دوی سره مرسته وکړی شي. info
التفاسير:

external-link copy
75 : 36

لَا یَسْتَطِیْعُوْنَ نَصْرَهُمْ وَهُمْ لَهُمْ جُنْدٌ مُّحْضَرُوْنَ ۟

ځواک نه لري (د خپل ځان او د دوی) د مرستې کولو او دوی [دا مشرکان] هغوی [دې باطل معبودانو] لره لښکر دی حاضر کړی شوی. info
التفاسير:

external-link copy
76 : 36

فَلَا یَحْزُنْكَ قَوْلُهُمْ ۘ— اِنَّا نَعْلَمُ مَا یُسِرُّوْنَ وَمَا یُعْلِنُوْنَ ۟

پس غمجن دې نه کړي تا لره وینا د دوی، يقيناً موږ پوهيږو په هغه څه چې دوى يې پټوي او په هغه څه چې ښكاره کوي یې. info
التفاسير:

external-link copy
77 : 36

اَوَلَمْ یَرَ الْاِنْسَانُ اَنَّا خَلَقْنٰهُ مِنْ نُّطْفَةٍ فَاِذَا هُوَ خَصِیْمٌ مُّبِیْنٌ ۟

اّيا انسان نه دي ليدلي چې هغه مو له يوه څاڅكي (نطفې) پيدا كړ خو بيا يو دم څرګند جګړه مار (ترې جوړ) شو. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 36

وَضَرَبَ لَنَا مَثَلًا وَّنَسِیَ خَلْقَهٗ ؕ— قَالَ مَنْ یُّحْیِ الْعِظَامَ وَهِیَ رَمِیْمٌ ۟

او موږ ته مثال بيانوي او خپل پيدايښت يې هېر كړ وايي څوك به دا هډوكي راژوندي كوي چې وراسته رژېدلي وي. info
التفاسير:

external-link copy
79 : 36

قُلْ یُحْیِیْهَا الَّذِیْۤ اَنْشَاَهَاۤ اَوَّلَ مَرَّةٍ ؕ— وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِیْمُ ۟ۙ

ورته وايه: هغه ذات به يې راژوندي كوي كوم چې په لومړي ځل يې پيدا كړي او هماغه په هر ډول پيدايښت ښه پوه دى. info
التفاسير:

external-link copy
80 : 36

١لَّذِیْ جَعَلَ لَكُمْ مِّنَ الشَّجَرِ الْاَخْضَرِ نَارًا فَاِذَاۤ اَنْتُمْ مِّنْهُ تُوْقِدُوْنَ ۟

هغه چې تاسو ته يې له شنې ونې اور پيدا كړ او له هغې نه تاسو اور بلوئ. info
التفاسير:

external-link copy
81 : 36

اَوَلَیْسَ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ بِقٰدِرٍ عَلٰۤی اَنْ یَّخْلُقَ مِثْلَهُمْ ؔؕ— بَلٰی ۗ— وَهُوَ الْخَلّٰقُ الْعَلِیْمُ ۟

اّيا هغه ذات چې اسمانونه او ځمكه يې پيدا كړي، په دې نه دى قادر چې د دوى په شان (نور څه) پيدا كړي؟ ولې نه، (قادر دى) او هماغه ښه پيدا كونكى ډېر پوه دى. info
التفاسير:

external-link copy
82 : 36

اِنَّمَاۤ اَمْرُهٗۤ اِذَاۤ اَرَادَ شَیْـًٔا اَنْ یَّقُوْلَ لَهٗ كُنْ فَیَكُوْنُ ۟

بیشکه د هغه امر خو كله چې څه وغواړي دا دى چې و وايي: شه! نو هغه وشي. info
التفاسير:

external-link copy
83 : 36

فَسُبْحٰنَ الَّذِیْ بِیَدِهٖ مَلَكُوْتُ كُلِّ شَیْءٍ وَّاِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟۠

نو هغه ذات لره پاكي ده چې د هر شي باچايي يې په لاس کې ده او (خاص) ده ته به ورګرځول كېږئ. info
التفاسير: