ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - មជ្ឈមណ្ឌលបកប្រែរ៉ូវ៉ាទ

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
13 : 36

وَاضْرِبْ لَهُمْ مَّثَلًا اَصْحٰبَ الْقَرْیَةِ ۘ— اِذْ جَآءَهَا الْمُرْسَلُوْنَ ۟ۚ

او هغوى ته يوه بېلګه بيان كړه، د هغه كلي د خلكو چې كله (ډېر) رسولان ورغلي وو. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 36

اِذْ اَرْسَلْنَاۤ اِلَیْهِمُ اثْنَیْنِ فَكَذَّبُوْهُمَا فَعَزَّزْنَا بِثَالِثٍ فَقَالُوْۤا اِنَّاۤ اِلَیْكُمْ مُّرْسَلُوْنَ ۟

هغه وخت چې دوه كسان مو ورولېږل خو چې هغه دواړه يې درواغجن وبلل نو بيا مو يې په درېيم سره پياوړي کړل نو هغوى (درې واړو) وويل: په رېښتيا موږ تاسي ته رالېږل شوي استازي يو. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 36

قَالُوْا مَاۤ اَنْتُمْ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا ۙ— وَمَاۤ اَنْزَلَ الرَّحْمٰنُ مِنْ شَیْءٍ ۙ— اِنْ اَنْتُمْ اِلَّا تَكْذِبُوْنَ ۟

دوى وويل تاسو خو زموږ په شان له يو بشر پرته بل څوك نه ياست او نه رحمان (الله) څه رانازل كړي دي، تاسو بل څه نه ياست، يوازې درواغ واياست. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 36

قَالُوْا رَبُّنَا یَعْلَمُ اِنَّاۤ اِلَیْكُمْ لَمُرْسَلُوْنَ ۟

رسولانو وويل: زموږ رب پوهېږي موږ هرومرو تاسي ته د پيغمبرانو په توګه لېږل شوي يو. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 36

وَمَا عَلَیْنَاۤ اِلَّا الْبَلٰغُ الْمُبِیْنُ ۟

اوپر موږ باندې له روښانه څرګند پيغام رسولو پرته نور مسئوليت نشته. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 36

قَالُوْۤا اِنَّا تَطَیَّرْنَا بِكُمْ ۚ— لَىِٕنْ لَّمْ تَنْتَهُوْا لَنَرْجُمَنَّكُمْ وَلَیَمَسَّنَّكُمْ مِّنَّا عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

هغوى وويل: موږ پر تاسو بد فال نيولى (نو) كه ايسار نه شوئ هرومرو به مو په كاڼو وولو او زموږ له لاسه به دردوونکی عذاب در ورسي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 36

قَالُوْا طَآىِٕرُكُمْ مَّعَكُمْ ؕ— اَىِٕنْ ذُكِّرْتُمْ ؕ— بَلْ اَنْتُمْ قَوْمٌ مُّسْرِفُوْنَ ۟

وېلې: ستاسو سپېروالی خپله تاسي سره دى، آيا (په دې كې سپېروالی دى) چې تاسو ته نصيحت وشو؟ نه، په اصل كې تاسي خپله زياتى كوونكي ياست. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 36

وَجَآءَ مِنْ اَقْصَا الْمَدِیْنَةِ رَجُلٌ یَّسْعٰی ؗ— قَالَ یٰقَوْمِ اتَّبِعُوا الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۙ

او د هغه ښار له يو لېرې ځايه يو سړى په منډه راغى وېلې: ای زما قومه! په دغو رسولانو پسې لاړ شئ. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 36

اتَّبِعُوْا مَنْ لَّا یَسْـَٔلُكُمْ اَجْرًا وَّهُمْ مُّهْتَدُوْنَ ۟

دهغه چا پيروي وكړئ چې له تاسي څخه څه اجر نه غواړي او پر سمه لار دي. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 36

وَمَا لِیَ لَاۤ اَعْبُدُ الَّذِیْ فَطَرَنِیْ وَاِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟

او څه دې مالره چې د هغه ذات بندګي ونه كړم چې زه یې پيدا كړى يم او د هغه لوري ته ستاسي ټولو ورګرځېدل دي. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 36

ءَاَتَّخِذُ مِنْ دُوْنِهٖۤ اٰلِهَةً اِنْ یُّرِدْنِ الرَّحْمٰنُ بِضُرٍّ لَّا تُغْنِ عَنِّیْ شَفَاعَتُهُمْ شَیْـًٔا وَّلَا یُنْقِذُوْنِ ۟ۚ

آيا له هغه پرته نور داسې معبودان ونيسم چې كه رحمان ما ته څه تاوان رسول غواړي نو د هغوى سپارښت را څخه نه څه ايسارولاى شي او نه مې بچ كولاى شي. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 36

اِنِّیْۤ اِذًا لَّفِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟

(كه زه دا كار وكړم) نو زه به په دغه وخت څرګنده ګمراهۍ كې یم. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 36

اِنِّیْۤ اٰمَنْتُ بِرَبِّكُمْ فَاسْمَعُوْنِ ۟ؕ

ما خو ستاسي په رب باندې ايمان راوړى تاسي هم زما خبره واورئ. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 36

قِیْلَ ادْخُلِ الْجَنَّةَ ؕ— قَالَ یٰلَیْتَ قَوْمِیْ یَعْلَمُوْنَ ۟ۙ

ورته وويل شو: جنت ته ننوځه! وېلې كاشكى زما قوم پوهېدلاى. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 36

بِمَا غَفَرَ لِیْ رَبِّیْ وَجَعَلَنِیْ مِنَ الْمُكْرَمِیْنَ ۟

په دې چې زما رب زه وبخښلم او په عزتمنو كې يې شامل كړم. info
التفاسير: