ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - មជ្ឈមណ្ឌលបកប្រែរ៉ូវ៉ាទ

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
99 : 20

كَذٰلِكَ نَقُصُّ عَلَیْكَ مِنْ اَنْۢبَآءِ مَا قَدْ سَبَقَ ۚ— وَقَدْ اٰتَیْنٰكَ مِنْ لَّدُنَّا ذِكْرًا ۟ۖۚ

موږ همدغسې د پخوانيو تېر شوو خبرونو بيان درته كوو، او خاص له خپله لوري مو تاته يو ذكر (درس) دركړى دى. info
التفاسير:

external-link copy
100 : 20

مَنْ اَعْرَضَ عَنْهُ فَاِنَّهٗ یَحْمِلُ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ وِزْرًا ۟ۙ

هر څوک چې له هغه نه مخ واړوي نو د قيامت په ورځ به دروند پېټى پورته كړي. info
التفاسير:

external-link copy
101 : 20

خٰلِدِیْنَ فِیْهِ ؕ— وَسَآءَ لَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ حِمْلًا ۟ۙ

او دوى به تل ترتله په هغه (عذاب) كې وي او د قيامت په ورځ هغوى لپاره دا ډېر بد پېټى دى. info
التفاسير:

external-link copy
102 : 20

یَّوْمَ یُنْفَخُ فِی الصُّوْرِ وَنَحْشُرُ الْمُجْرِمِیْنَ یَوْمَىِٕذٍ زُرْقًا ۟

هغه ورځ چې په شپېلۍ كې پو كړى شي او مجرمان په هغه ورځ شين سترګي راغونډ كړو. info
التفاسير:

external-link copy
103 : 20

یَّتَخَافَتُوْنَ بَیْنَهُمْ اِنْ لَّبِثْتُمْ اِلَّا عَشْرًا ۟

خپلو كې به پټ پټ سره وايي چې (دنيا كې به) تاسو ايله لس (ورځې) ځنډېدلي ياست. info
التفاسير:

external-link copy
104 : 20

نَحْنُ اَعْلَمُ بِمَا یَقُوْلُوْنَ اِذْ یَقُوْلُ اَمْثَلُهُمْ طَرِیْقَةً اِنْ لَّبِثْتُمْ اِلَّا یَوْمًا ۟۠

موږ په هغه څه ښه پوه يو چې دوى يې وايي، كله چې یې ډېر عادل (هوښيار) وايي تاسو خو ايلگه پوه ورځ ځنډېدلي ياست. info
التفاسير:

external-link copy
105 : 20

وَیَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ الْجِبَالِ فَقُلْ یَنْسِفُهَا رَبِّیْ نَسْفًا ۟ۙ

او هغوى د غرونو په هكله درنه پوښتنه كوي، نو ورته وايه چې زما رب به يې ټوټه ټوټه والوزوي. info
التفاسير:

external-link copy
106 : 20

فَیَذَرُهَا قَاعًا صَفْصَفًا ۟ۙ

نو هوار ډاګ به يې پرېږدي. info
التفاسير:

external-link copy
107 : 20

لَّا تَرٰی فِیْهَا عِوَجًا وَّلَاۤ اَمْتًا ۟ؕ

چې بيا به هېڅ ټيټه هسكه پكې نه وينې. info
التفاسير:

external-link copy
108 : 20

یَوْمَىِٕذٍ یَّتَّبِعُوْنَ الدَّاعِیَ لَا عِوَجَ لَهٗ ۚ— وَخَشَعَتِ الْاَصْوَاتُ لِلرَّحْمٰنِ فَلَا تَسْمَعُ اِلَّا هَمْسًا ۟

هغه ورځ به ټول د يو بلونكي متابعت كوي چې له هغه به هېڅ كوږوالى نه وي، او ټول غږونه به د رحمٰن پر وړاندې خپ شي نو پرته له كښاري (پسپسک) به څه نه اورې. info
التفاسير:

external-link copy
109 : 20

یَوْمَىِٕذٍ لَّا تَنْفَعُ الشَّفَاعَةُ اِلَّا مَنْ اَذِنَ لَهُ الرَّحْمٰنُ وَرَضِیَ لَهٗ قَوْلًا ۟

په هغه ورځ به شفاعت څه ګټه نه رسوي مګر چاته چې رحمٰن اجازه وركړې وي او خبره يې خوښه كړي. info
التفاسير:

external-link copy
110 : 20

یَعْلَمُ مَا بَیْنَ اَیْدِیْهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا یُحِیْطُوْنَ بِهٖ عِلْمًا ۟

د دوى په مخكې وروستو (حالاتو) هغه پوهېږي خو دوى په هغه (پوره) علم نه لري. info
التفاسير:

external-link copy
111 : 20

وَعَنَتِ الْوُجُوْهُ لِلْحَیِّ الْقَیُّوْمِ ؕ— وَقَدْ خَابَ مَنْ حَمَلَ ظُلْمًا ۟

او د تل ژوندي او سمبالونكي (الله) په وړاندې به د خلكو مخونه (سرونه) ټيټ شي او نامراد هغه څوک شو چې د ظلم (ګناه) بار يې پورته كړى وي. info
التفاسير:

external-link copy
112 : 20

وَمَنْ یَّعْمَلْ مِنَ الصّٰلِحٰتِ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَا یَخٰفُ ظُلْمًا وَّلَا هَضْمًا ۟

او څوک چې ښه كارونه وكړي او دى مومن وي نو بيا به نه له ظلمه وېرېږي او نه له تاوانه. info
التفاسير:

external-link copy
113 : 20

وَكَذٰلِكَ اَنْزَلْنٰهُ قُرْاٰنًا عَرَبِیًّا وَّصَرَّفْنَا فِیْهِ مِنَ الْوَعِیْدِ لَعَلَّهُمْ یَتَّقُوْنَ اَوْ یُحْدِثُ لَهُمْ ذِكْرًا ۟

او په همدې توګه مو دا عربي قرآن نازل او په هغه كې مو راز راز اخطارونه راوړي دي، تر څو هغوى (له شره) ځان وساتي يا څه نصيحت ورته پيدا كړي. info
التفاسير: