ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - មជ្ឈមណ្ឌលបកប្រែរ៉ូវ៉ាទ

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
77 : 20

وَلَقَدْ اَوْحَیْنَاۤ اِلٰی مُوْسٰۤی ۙ۬— اَنْ اَسْرِ بِعِبَادِیْ فَاضْرِبْ لَهُمْ طَرِیْقًا فِی الْبَحْرِ یَبَسًا ۙ— لَّا تَخٰفُ دَرَكًا وَّلَا تَخْشٰی ۟

او موسىٰ (علیه السلام) ته مو وحى وكړه چې زما بندګان شپې مهال درسره وباسه او په سيند كې وچه لار ورته جوړه كړه، له شانه د ګيرېدو ډار هم مه كوه او هم مه وېرېږه. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 20

فَاَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ بِجُنُوْدِهٖ فَغَشِیَهُمْ مِّنَ الْیَمِّ مَا غَشِیَهُمْ ۟ؕ

نو فرعون له خپلو لښكرو سره ورپسې شو چې بيا د سيند هغه څه ورباندې راخپور شو كوم چې پرې راخپور شوى و. info
التفاسير:

external-link copy
79 : 20

وَاَضَلَّ فِرْعَوْنُ قَوْمَهٗ وَمَا هَدٰی ۟

او (په دې شان) فرعون خپل قوم بې لارې كړ او سمه لار يې ور ونه ښوده. info
التفاسير:

external-link copy
80 : 20

یٰبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ قَدْ اَنْجَیْنٰكُمْ مِّنْ عَدُوِّكُمْ وَوٰعَدْنٰكُمْ جَانِبَ الطُّوْرِ الْاَیْمَنَ وَنَزَّلْنَا عَلَیْكُمُ الْمَنَّ وَالسَّلْوٰی ۟

ای بني اسرائيلو! موږ له خپل دښمنه وژغورلئ او د طور ښي اړخ ته مو (ستاسي د حاضرېدو لپاره) وخت وټاكلو او پر تاسو مو ترنجبين او مړزان رانازل كړل. info
التفاسير:

external-link copy
81 : 20

كُلُوْا مِنْ طَیِّبٰتِ مَا رَزَقْنٰكُمْ وَلَا تَطْغَوْا فِیْهِ فَیَحِلَّ عَلَیْكُمْ غَضَبِیْ ۚ— وَمَنْ یَّحْلِلْ عَلَیْهِ غَضَبِیْ فَقَدْ هَوٰی ۟

خورئ، هغه پاكيزه شيان چې موږ در روزي كړي او په هغو كې زياتى (بخل يا ناشكرى) مه كوئ، كنه بيا به مې غضب در باندې پرېوځي او په هر چا چې زما غضب پرېوځي نو هغه (پكې) وغورځېد (هلاک شو). info
التفاسير:

external-link copy
82 : 20

وَاِنِّیْ لَغَفَّارٌ لِّمَنْ تَابَ وَاٰمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا ثُمَّ اهْتَدٰی ۟

او زه خامخا هغه چاته ښه بخښونكى يم چې توبه يې ووېسته، ايمان يې راوړو، ښه عمل يې وكړ بيا په سمه لار برابر شو. info
التفاسير:

external-link copy
83 : 20

وَمَاۤ اَعْجَلَكَ عَنْ قَوْمِكَ یٰمُوْسٰی ۟

او څه شي له خپل قومه را ګړندى كړې اى موسىٰ؟ info
التفاسير:

external-link copy
84 : 20

قَالَ هُمْ اُولَآءِ عَلٰۤی اَثَرِیْ وَعَجِلْتُ اِلَیْكَ رَبِّ لِتَرْضٰی ۟

وېلې: دا دي هغوى راپسې دي او ما ځكه بيړه درته راوكړه چې ته رانه رضا شې اې زما ربه! info
التفاسير:

external-link copy
85 : 20

قَالَ فَاِنَّا قَدْ فَتَنَّا قَوْمَكَ مِنْ بَعْدِكَ وَاَضَلَّهُمُ السَّامِرِیُّ ۟

(الله) وفرمايل: ښه نو موږ خو ستا قوم له تا وروسته په ازميښت كې واچولو او سامري هغوى بې لارې كړل. info
التفاسير:

external-link copy
86 : 20

فَرَجَعَ مُوْسٰۤی اِلٰی قَوْمِهٖ غَضْبَانَ اَسِفًا ۚ۬— قَالَ یٰقَوْمِ اَلَمْ یَعِدْكُمْ رَبُّكُمْ وَعْدًا حَسَنًا ؕ۬— اَفَطَالَ عَلَیْكُمُ الْعَهْدُ اَمْ اَرَدْتُّمْ اَنْ یَّحِلَّ عَلَیْكُمْ غَضَبٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ فَاَخْلَفْتُمْ مَّوْعِدِیْ ۟

بيا موسىٰ -علیه السلام- خپل قوم ته ډېر په غوسه او خواشينى راستون شو، ویې ویل: زما قومه! آيا ستاسو رب يوه غوره وعده نه وه درسره كړې؟ آيا دا موده درباندې اوږده شوه، كه غوښتل مو چې د خپل رب له خوا غضب درباندې نازل شي چې ما سره مو وعده خلافي وكړه. info
التفاسير:

external-link copy
87 : 20

قَالُوْا مَاۤ اَخْلَفْنَا مَوْعِدَكَ بِمَلْكِنَا وَلٰكِنَّا حُمِّلْنَاۤ اَوْزَارًا مِّنْ زِیْنَةِ الْقَوْمِ فَقَذَفْنٰهَا فَكَذٰلِكَ اَلْقَی السَّامِرِیُّ ۟ۙ

هغوى ويل: موږ خو په خپل اختيار ستا له وعدې خلاف نه دی كړی، خو پر موږ د (فرعون) د قوم له ګاڼو نه څه پېټي بار شوي وو نو هغه مو وغورځول او همداسې سامري هم څه وغورځول. info
التفاسير: