ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - មជ្ឈមណ្ឌលបកប្រែរ៉ូវ៉ាទ

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
62 : 18

فَلَمَّا جَاوَزَا قَالَ لِفَتٰىهُ اٰتِنَا غَدَآءَنَا ؗ— لَقَدْ لَقِیْنَا مِنْ سَفَرِنَا هٰذَا نَصَبًا ۟

نو كله چې تېر شول خپل ځوان (خدمتګار) ته يې وويل: راوړه هغه زموږ سبا نارى! په دې سفر كې خو له ډېرې ستومانۍ سره مخامخ شولو. info
التفاسير:

external-link copy
63 : 18

قَالَ اَرَءَیْتَ اِذْ اَوَیْنَاۤ اِلَی الصَّخْرَةِ فَاِنِّیْ نَسِیْتُ الْحُوْتَ ؗ— وَمَاۤ اَنْسٰىنِیْهُ اِلَّا الشَّیْطٰنُ اَنْ اَذْكُرَهٗ ۚ— وَاتَّخَذَ سَبِیْلَهٗ فِی الْبَحْرِ ۖۗ— عَجَبًا ۟

(ځوان خدمتګار) وویل: تا وليدل؟ كله چې هغه لوى ګټ سره مو دمه كړې وه، نو هماغلته كب رانه هېر شو، او له شيطانه پرته بل هېڅ شي نه دى رانه هېر كړى چې په ياد يې ولرم، او (كب) په عجيبه توګه سمندر كې خپله لار ونيوله. info
التفاسير:

external-link copy
64 : 18

قَالَ ذٰلِكَ مَا كُنَّا نَبْغِ ۖۗ— فَارْتَدَّا عَلٰۤی اٰثَارِهِمَا قَصَصًا ۟ۙ

موسىٰ -عليه السلام- وويل: موږ خو همدا غوښتل، نو دواړه قدم په قدم په شا راستانه شول. info
التفاسير:

external-link copy
65 : 18

فَوَجَدَا عَبْدًا مِّنْ عِبَادِنَاۤ اٰتَیْنٰهُ رَحْمَةً مِّنْ عِنْدِنَا وَعَلَّمْنٰهُ مِنْ لَّدُنَّا عِلْمًا ۟

نو زموږ له بندګانو يې يو بنده وموندلو چې هغه ته مو له خپل لوري رحمت وركړى و او له خپلې خوا مو په يو (خاص) علم پوه كړى و. info
التفاسير:

external-link copy
66 : 18

قَالَ لَهٗ مُوْسٰی هَلْ اَتَّبِعُكَ عَلٰۤی اَنْ تُعَلِّمَنِ مِمَّا عُلِّمْتَ رُشْدًا ۟

موسىٰ -علیه السلام- هغه ته وويل: آيا زه دې متابعت وكړم تر څو ماته هم د سمې لارې هغه علم راوښيي چې تاته دركړى شوى؟ info
التفاسير:

external-link copy
67 : 18

قَالَ اِنَّكَ لَنْ تَسْتَطِیْعَ مَعِیَ صَبْرًا ۟

هغه وویل: ته له ماسره صبر نشې كولاى. info
التفاسير:

external-link copy
68 : 18

وَكَیْفَ تَصْبِرُ عَلٰی مَا لَمْ تُحِطْ بِهٖ خُبْرًا ۟

او په هغه څه به څنګه صبر وكړې چې ته نه يې ترې خبر. info
التفاسير:

external-link copy
69 : 18

قَالَ سَتَجِدُنِیْۤ اِنْ شَآءَ اللّٰهُ صَابِرًا وَّلَاۤ اَعْصِیْ لَكَ اَمْرًا ۟

موسىٰ -علیه السلام- وويل: ان شاء الله (که الله وغواړي) ما به صابر ومومې او په هېڅ كار كې به دې سرغړونه ونه كړم. info
التفاسير:

external-link copy
70 : 18

قَالَ فَاِنِ اتَّبَعْتَنِیْ فَلَا تَسْـَٔلْنِیْ عَنْ شَیْءٍ حَتّٰۤی اُحْدِثَ لَكَ مِنْهُ ذِكْرًا ۟۠

ويلې: (ښه) نو كه په ما پسې ځې، بيا به مې تر هغه په يو شي كې نه پوښتې چې ما يې خپله يادونه درته نه وي كړې. info
التفاسير:

external-link copy
71 : 18

فَانْطَلَقَا ۫— حَتّٰۤی اِذَا رَكِبَا فِی السَّفِیْنَةِ خَرَقَهَا ؕ— قَالَ اَخَرَقْتَهَا لِتُغْرِقَ اَهْلَهَا ۚ— لَقَدْ جِئْتَ شَیْـًٔا اِمْرًا ۟

نو دواړه روان شول تر دې چې په بېړۍ كې سپاره شول نو هغه (خضر) سورى پكې وكړ، (موسىٰ -علیه السلام-) وويل: د دې لپاره دې سورۍ كړه چې خلک يې ډوب كړې؟ تا خو يو سخت (بد) كار وكړ. info
التفاسير:

external-link copy
72 : 18

قَالَ اَلَمْ اَقُلْ اِنَّكَ لَنْ تَسْتَطِیْعَ مَعِیَ صَبْرًا ۟

هغه وويل: نه مې و درته ويلي چې ته به ما سره صبر ونكړى شې؟ info
التفاسير:

external-link copy
73 : 18

قَالَ لَا تُؤَاخِذْنِیْ بِمَا نَسِیْتُ وَلَا تُرْهِقْنِیْ مِنْ اَمْرِیْ عُسْرًا ۟

(موسىٰ -علیه السلام ـ) ورته وويل: په هغه څه مې مه نيسه چې رانه هېر شوې وي او زما په (دې) كار كې سختي مه راباندې كوه. info
التفاسير:

external-link copy
74 : 18

فَانْطَلَقَا ۫— حَتّٰۤی اِذَا لَقِیَا غُلٰمًا فَقَتَلَهٗ ۙ— قَالَ اَقَتَلْتَ نَفْسًا زَكِیَّةً بِغَیْرِ نَفْسٍ ؕ— لَقَدْ جِئْتَ شَیْـًٔا نُّكْرًا ۟

بيا روان شول تر دې چې له يو هلک سره مخ شول، نو هغه يې ووژلو! (موسىٰ- علیه السلام-) وويل: آيا تا يو بې ګناه كس د بل كس د بدل نه پرته ووژلو؟ دا خو دې يو بد كار وكړ. info
التفاسير: